لاس رسیدونکی لینک

تازه خبر

د مولانا فضل الرحمان ازادي مارچ د عمران خان حکومت د کومو چيلنجونو سره مخ کړی؟


د اېف اې ټي ايف په تور نوملړ کې د ممکنه شاميلېدو، اقتصادي مشکلاتو او د کشمير د شخړې تر څنگ، د عمران خان حکومت د مولانا فضل الرحمان په مشرۍ کې د احتجاجونو سره مخ کېدونکی دی.

د پاکستان مسلم ليگ نون گوند او د هېواد ځينې نورو سياسي گوندونو د مولانا په مشرۍ کې د وزير اعظم خلاف د ودرېدلو اعلان کړی.

په سوشل ميډيا او پاکستاني ورځپاڼو کې دا بحثونه روان دي چې نه ده معلومه د عمران خان او د مولانا فضل الرحمان په دې جگړه کې د هېواد اېسټيبلېشمينټ پوره ملگرتيا د چا کوي.

ايا احتجاج به کامياب شي او کنه، خو سياسي څېړونکي وايي چې د دواړو خواو يو بل ته زغم ډېر کم دی دا سياسي اړی گړی رامنځ ته کولی شي.

د پاکستان د انگرېزۍ ژبې ورځپاڼه دې نيوز په خپل ايډيټوريل کې ليکلي هيله کوي چې هيڅ قسمه تشدد به نه وي او پر امن احتجاج يو جمهوري حق دی.

ورځپاڼه وايي چې دوی دا هم تمه لري چې حالات به د کال ٢٠١۴م په شان هم نه وي چې د پاکستان تحريک انصاف او پاکستان عوامي تحريک د پرلتونو په وجه په اسلام اباد کې کوم اړی گړی رامنځ ته شوی و.

شخړه هم د کال ٢٠١٨م انتخابونه او د مولانا فضل الرحمان په وينا د هغې نتيجې پټول دي چې د خلکو رای ته قدر ونشو او په دروغه يې د عمران خان د گوند تحريک انصاف يو جعلي اکثريت په ولس ور وتپلو.

پاکستان مسلم ليگ ن، عوامي نيشنل پارټي، پښتونخوا ملي عوامي پارټي او يو شمېر نورو تنظيمونو خپل دريځ اعلان کړی او د مولانا فضل الرحمان د تحريک سره ودرېدلي دي.

خو د ملک يو بل غټ گوند پاکستان پيپلز پارټۍ په دې اړه لا څه واضحه موقف نه دی خپل کړی او هم دغه رنگ جماعت اسلامي گوند دی چې تر اوسه يې نه د مولانا د تحريک تايد يا مخالفت اعلان کړی وي.

دا وخت د مرکز سره سره په درېيو صوبو يعنې پښتونخوا، پنجاب او بلوچستان کې يا د عمران د گوند او يا يې د نورو وړو گوندونو په ملاتړ حکومتونه جوړ کړي.

مولانا فضل الرحمان غټې غوښتنې دا دي چې د عمران خان حکومت دې لرې کړی شي ځکه د هغه په وينا دا حکومت په ټگۍ ټورۍ جوړ شوی او هيڅ حق نه لري چې حکومت وکړي. بله غټه غوښتنه يې دا ده چې قامي او صوبايي اسمبليانې دې ماتې کړی شي او نوي انتخابونه دې په داسې ماحول کې وشي چې پوځ نه د پولينگ سټيشنو دننه او نه بهر هيڅ قسمه شتون ولري.

د مولانا د اعلان سره سم د پاکستان د کورني چارو وزير بريگډير اعجاز شاه ويلي وو چې اسلام اباد ته د مولانا ورتگ به خود کشي وي.

د بلې خوا د پښتونخوا وزير اعلی محمود خان دړکه ورکړې چې څوک به هم ورنه د اټکه پورې لاړ نه شي. د صوبې د اطلاعاتو وزير شوکت يوسفزي په يو بيان کې ويلي د مولانا صيب د گوند غړي کوتکونو په لاس د پېښور په سړکونو گرځي چې د نيشنل ايکشن پلان خلاف ورزي ده.

مولانا فضل الرحمان او اسفنديار ولي خان حکومت له خبرداری ورکړی چې پر امنه احتجاجونه کول د خلکو آئيني او جمهوري حق دی که چرې د کارکنانو خلاف کوم غير آئیني او غير جمهوري گامونه واخستل شول نو ذمه وار به يې حکومت وي.

يو شمېر څېړونکي انديښنې څرگندوي چې حالات چرته د کال م١٩٧٧ پله لاړ نه شي کله چې د ذوالفقار علي بهټو خلاف د مولانا فضل الرحمان د پلار مفتي محمود په مشرۍ کې د پاکستان قومي اتحاد تحريک وچلېدلو او اخر کار چې نتيجه يې د جنرل ضيا الحق مارشل لا شوه.

ځني څېړونکي بيا دا نظر لري چې مولانا فضل الرحمان دومره کلک دريځ خپلوي دا به د مقتدره قوتونو سره د ساز باز نه خالي نه وي. خو د مولانا د گوند يو شمېر مشران دا ردوي او وايي د ناکامه حکومت د لرې کولو او ا ولس ته د اختيار بېرته د سپارلو د پاره مولانا صيب راميدان ته شوی دی.

په سوشل ميډيا هم تاوده بحثونه او څېړنې روانې دي چې پکې د مولانا د غوښتنو سره سره په دې هم خبره کيږي چې دا امکان هم شته مولانا صيب د ماينس ون فارموله ومني او د عمران خان په ځای د هغه د گوند کوم بل تن وزير اعظم وټاکل شي. په دې اړه د جميعت علما اسلام له خوا څه دي ويل شوي.

د مولانا او ځينې نورو سياسي گوندونو ښکاره دريځ دی چې پوځ د تېرو انتخابونو نتيجې د عمران خان په حق کې بدلې کړي دي او په راتلونکي کې دې پوځ په ايني توگه د مداخلت نه منع کړی شي.

د مسلم ليگ نون اهم غړی اود کورنيو چارو پخوانی وزير احسن اقبال د يو ټويټ په سر ښاغلی اقبال د ژورنالسټې او سوشل ميډيا د فعالې گل بخاري د نيوکو سره مخ کړی. احسن اقبال په خپل ټويټ کې وليکل چې د ازادۍ مارچ توپې به يوازې د عمران خان د فاشسټ حکومت خلاف وي ځکه چې د قامي ادارو سره يې هيڅ جنگ نشته. دی زياتوي چې د گوند مشر نواز شريف داسې هيڅ بيان نه دی ورکړی او جذباتي فيصلې به د مخاليفينو په گټه تماميږي.

په ځواب کې ورنه گل بخاري په تنزيه انداز کې پوښتلي دي چې ايا احسن اقبال ورته دا ويلی شي چې ډان ليکس عمران خان کړی و؟ ججانو ته دړکې عمران خان ورکړې وې؟ جج بشير سره ملاقات عمران خان کړی و؟ پولينگ ايجنټان عمران خان په زور بهر کړي وو او ایا خلک عمران خان غيب کوي؟

هېلو وي او اې په ټي وي

هېلو وي او اې په ټي وي
please wait

No media source currently available

0:00 0:59:57 0:00

بي بي شیرینه

بي بي شیرینه – په ټیلې ویژن
please wait

No media source currently available

0:00 1:59:57 0:00

Recommended

XS
SM
MD
LG