لاس رسیدونکی لینک

تازه خبر

زه مرم د غوچې او ته بيا وايې چې غوچې


د مومندانو خبره زه مرم د غوچې او ته بيا وايې چې غوچې. هم دغه رنگه کار د پاکستان د منتخب وزير اعظم عمران خان او د هغه د ملگرو سره روان دی.

د پاکستان په قامي اسمبلۍ کې سپيکر د سلېکډېډ ټکي په ويلو بندېز لگولی ځکه چې دا سلېکډېډ ټکی د اېلېکډېډ وزير اعظم د پاره د حزب اختلاف د گوندونو غړي کاروي چې د حکمران گوند غړي پرې بد مني.

خو خبره هله نوره توده شوه چې تېره ورځ د سپيکر د منع کولو باوجود په قامي اسمبلۍ کې د اپوزيشن مشر شهباز شريف د عمران خان د پاره وکارولو چې عمران خان هم په اسمبلۍ کې موجود و.

د پاکستان شخصي ميډيا د شهباز شريف دې جملې ته ښه شهرت وباخه او داسې ښکاري چې حزب اختلاف اوس دا د قسته د حکمران گوند د تنگولو او زورولو د پاره د پاليسۍ په توگه کاروي.

سېلېکټ ټکی په اول ځل بلاول بهټو زرداري په اسمبلۍ کې په خپل وړومبنۍ وينا کې د عمران خان د پاره کارولی و چې کله يې عمران خان ته پي ايم سېلېکټ وويلو. عمران خان مسکی شوی و خو څه خاص غبرگون يې نه و ښودلی.

بلاول بهټو په خپل يو ټويټ کې تنزيه ليکلي څوک شته چې ګوګل خبر کړي چې په سېلک‌‌‌‌‌‌ټې‌‌‌‌‌‌ډ ټکي ويلو سپيکر بندېز لګولی.

خبره د اسمبلۍ دننه نه شوه پاتې او په سوشل ميډيا خو يې ډېر خوندور بحثونه او ټوقې ټقالې رامنځ ته کړي دي. په ټوېټر او فيس بک په تنز کې ايلېکټېډ ليکل او يا بيا هم منتخب ته سېلېکټېډ ويل او ورسره د جنرال اصف غفور په ټوېټر کارولی ټکی ريجېکټېډ هم ځای په ځای ښکاره کيږي.

خو تر ټولو بحثونو تر څنگ د دوو حکمرانانو دورې او ورسره په ټکو بندېز لگول ډېر مقبول شول چې يو د والي سوات په حقله دی چې کله خلکو يو بل ته د دله ټکي کارول ډېر کړل نو خبره د والي سوات تر غوږو ورسېده او وايي چې هغه په دې ټکي ويلو پينځه روپۍ جرمانه ولگوله.

خو خبره ختمه نه شوه بلکې رنگ يې بدل شو او کله چې به چا دغه ټکی ويل غوښتل خو د دې وېرې يې نه شو ويلی چې پينځه روپۍ جرم به ترې ځي نو بيا به يې ويل چې يې خو يې خو پينځه روپۍ نشته.

بله واقعه د رنجيت سينگ د دربار سره تړل کيږي او وايې رنجيت سينگ په يوه سترگه ړوند و چې په اردو او پنجابۍ ژبه کې ړوند ته کانا ويل کيږي. د روايت له مخه رنجيت سينگ په کانا ټکي ويلو بندېز لگولی و ځکه چې په خپله يې ورسره حساسيت لرلو.

يو روايت دا هم دی چې يو ځل رنجيت سينگ دربار ته يو مسلمان عالم يا ملا راغوښتلی و او تپوس يې ترې کړی و چې تاسو مسلمانان په دې عقيده يئ چې څوک مسلمان نه وي نو هغه کافر دی نو دا راته په قران وښايه گني سر دې پرېکوم.

وايی چې ملا ډېر اوښيار و هغه سملاسي ورته ويل چې ولې تا په قران کې نه دي ليدلي چې ولو کان کافرين چې معنا يې ورته دا وکړه چې کاڼيان ټول کافران دي او دغسې يې خپل ژوند وژغورلو.

خو د رنجيت سينگ په اړه خوندور ټويټ د عمران په حکومت کې د ساينس او ټېکنالوجي وزير فواد چوهدري کړی و چې پکې يې د رنجيت د گريټ يا لوی پنجابي حکمران د بادشاهۍ ستاينې کړي خو يوه دعوه يې دا هم کړې وه چې د دغه عظيم پنجابي بادشاه سلطنت د ډيلي نه تر کابله خور و.

په دې تاريخي تېروتنې فواد چوهدري د سختو غبرگونونو سره مخ شو او يو لوی تاريخي بحث وشو چې د تاريخي حوالو سره يې فواد چوهدري غلط او د تاريخ نه ناخبره تن وگرځولو.

فواد چوهدري ته وويل شول چې نه خو رنجيت سينگ په ډيلي حکومت کړی او نه هم کابل ته رسېدلی بلکې د پنجاب نه تر پېښوره او د خيبر د جمرود د سيمې پورې يې سلطنت غزېدلی و خو دا اختيار يې هم مستقل نه و.

په جمرود کې د رنجيت سينگ د وختونو يوه قلعه نن هم ولاړه ده چې به پکې د رنجيت سينگ وتلی جنرال هري سينگ نلوه ميشت و چې د افغان ځواکونو لاره ونيسي او د پېښور دفاع وکړي.

خو اخر هري سينگ نلوه هم په دغه قلعه کې د افغان اتل وزير اکبر خان د لاسه سره د خپلو پوځونو ووژل شو. تاريخ پوهان وايي وزير اکبر خان يا خو د پېښور نه بلد نه و او يا يې هڅه ونکړه چې پېښور په بشپړه توگه د رنجيت نه بېرته واخلي او د جمرود د جنگ د گټلو وروسته بېرته کابل ته لاړو.

خبره مو چرته شورو کړه او چرته ورسېده خو لنډه يې دا ده چې دا سلېکټېډ ټکی د حکمران گوند د غړو او پلويانو چېړ جوړ شوی او په اورېدلو يې غوږونه سره کيږي او ډېر بد پرې مني.

هېلو وي او اې په ټي وي

هېلو وي او اې په ټي وي
please wait

No media source currently available

0:00 0:59:57 0:00

بي بي شیرینه

بي بي شیرینه – په ټیلې ویژن
please wait

No media source currently available

0:00 1:59:57 0:00

Recommended

XS
SM
MD
LG