لاس رسیدونکی لینک

تازه خبر

د پاکستان د ازادۍ ورځ او د هیواد چیلنجونه او مشکلات


دې کې شک نيشته چې پاکستان دا وخت د يو شمير ستونزو سره مخ دى خو سياسي کارپوهان بيا د پاکستان تاريخ کې پۀ ړومبي ځل د يو جمهوري حکومت نه بل ته پۀ جمهوري طريقه واک سپارل مثبت گڼي او وائي کۀ دا لړۍ هم دغه راز جاري پاتې شوه نو د پاکستان ډيرې ستونزې به هوارې شي
دې کې شک نيشته چې پاکستان دا وخت د يو شمير ستونزو سره مخ دى خو سياسي کارپوهان بيا د پاکستان تاريخ کې پۀ ړومبي ځل د يو جمهوري حکومت نه بل ته پۀ جمهوري طريقه واک سپارل مثبت گڼي او وائي کۀ دا لړۍ هم دغه راز جاري پاتې شوه نو د پاکستان ډيرې ستونزې به هوارې شي
پاکستان د خپلې اذادۍ شپږشپيتمه کليزه داسې حال کې نمانځي چې د ترهگره بريدونو ښکار دى، د امنيت وضعه خرابه ده، د انرژۍ بحران معاشي ستونزې پيدا کړې دي او د سياسي اومذهبي گوندونو مشران لا پۀ دي نۀ دي صلاح شوي چې دغه هيواد کې به کوم قسم نظام وي. ملت پاله، جمهوريت خوښي او مترقي گوندونه سيکولر نظام غوره گڼي خو ښي اړخه او مذهبي گوندونه بيا شريعت او اسلامي نطام د ټولو ستونزو هوارى گڼي.
د عوامي نيشنل گوند يو مشر سناتور حاجي عديل ډيوه راډيو سره د اذادۍ د ورځې پۀ مناسبت خپلو خبرو کې ووئيل چې محمد علي جناح د پاکستان د جوړښت پۀ وخت واضحه ټکو کې وئيلي وو چې نوي هيواد کې به د ټولو مذهبونو منونکو ته پوره اذادي وي او رياست به د چا مذهبي عقيدې کې هيڅ کار نۀ لري. نوموړى زياتوي چې د بده مرغه اوس ټول تشدد د مذهب پۀ نوم کيږي او تر دې چې جوماتونه، امام باړې، گرجې او مندرونه هم بچ نۀ دي پاتې. دى وائي چې دې اړي گړي کې پښتون قام زيات اغيزمن شوى دى. بلخوا د پاکستان مسلم ليگ نواز ډلې مرکزي ليډر اقبال ظفر جگړا دا خبره مني چې جناح کوم رقم پاکستان جوړول غوښتل، دى وائي چې مونږ د ځينو دسيسو له امله دې کې نۀ يو بريالي شوي او زياتوي چې هم ددغې سازشونو په وجه هيواد دوه ټوټې شو خو جگړا وائي چې اوس زمونږ مرکزي حکومت د جناح خوب پوره کولو لپاره کوټلى پروگرام جوړ کړى دى.
د جگړا پۀ څير د جميعت علما اسلام فضل الرحمان ډلې وياند جليل جان هم د ټولو ناکاميو پړه پۀ غربي هيوادونو اچوي او وائي چې مونږ تيرو شپږ شپيتو کالو کې حقيقي اذادي ځکه ونۀ ليدله چې دلته هر وخت غربي نړۍ لاس وهنه کوي، خو دى وائي چې کۀ پاکستان کې شرعي نطام نافذ شو نو د بچ کيدو امکانات ئې ډير زيات دي.
د پاکستاني تاريخ اوږدوکې اکثره وړو قامونو لکه پښتنو، بلوڅانو، سندهيانو او سرائيکيانو فرياد کړى دى چې ددوي جايز حقونه دوي ته نه ورکول کيږي خو د قبائيلي سيمې يا فاټا خلق بيا زيات محرومه پۀ دې دي چې هلته لا اوس هم د انگريزانو جوړ کړى شوى ايف.سي.ار قانون نافذ دى او د فاټا څخه د مرکزي اسمبلۍ پخوانى غړى اخونزاده چټان ډيوه راډيو ته وائي چې تير حکومت د قبائيلو د محرومو ختمولو لپاره ډير څۀ کړي دي خو بيا هم د نورو اصلاحاتو ضرورت دى او چټان هليه من دى چى نوى جمهوري حکومت به دې لړ کې نور چټک گامونه پورته کړي.
دې کې شک نيشته چې پاکستان دا وخت د يو شمير ستونزو سره مخ دى خو سياسي کارپوهان بيا د پاکستان تاريخ کې پۀ ړومبي ځل د يو جمهوري حکومت نه بل ته پۀ جمهوري طريقه واک سپارل مثبت گڼي او وائي کۀ دا لړۍ هم دغه راز جاري پاتې شوه نو د پاکستان ډيرې ستونزې به هوارې شي.

ځانګړې ویډیوګانې

هېلو وي او اې په ټي وي

هېلو وي او اې په ټي وي
please wait

No media source currently available

0:00 0:59:57 0:00

بي بي شیرینه

بي بي شیرینه – په ټیلې ویژن
please wait

No media source currently available

0:00 1:59:59 0:00

Recommended

XS
SM
MD
LG