لاس رسیدونکی لینک

 
پاکستان ته په ماتې ورکولو هندوستان سیمي فاېنل ته لاړ او پاکستان د ټورنامنټ نه بهر شو
تازه خبر

پاکستان ته په ماتې ورکولو هندوستان سیمي فاېنل ته لاړ او پاکستان د ټورنامنټ نه بهر شو


India's Virat Kohli (L) standing next to his teammate Axar Patel celebrates after scoring a century (100 runs) and their team's win at the end of the ICC Champions Trophy one-day international (ODI) cricket match between Pakistan and India at the Dubai In
India's Virat Kohli (L) standing next to his teammate Axar Patel celebrates after scoring a century (100 runs) and their team's win at the end of the ICC Champions Trophy one-day international (ODI) cricket match between Pakistan and India at the Dubai In

په دوبۍ کې د هندوستان او پاکستان تر منځه د چېمپینز ترافۍ په یوه مهمه لوبه کې هندوستان پاکستان ته په 5 وکټو ماتې ورکړه او د ټورنامنټ سیمي فاېنل ته ورسید. د دغې لوبې باېللو سره د پاکستان مخکې تګ یا سیمي فاېنل د وتلو سفر تمام شو.

د روانې ټرافۍ لومړي ګروپ (ای) کې هندوستان د دوو لوبو په ګټلو سره د ګروپ په سر کې دی، ولې پاکستان خپل دواړه میچونه باېللي او اوس یې یواځې د بنګله دېش سره لوبه پاتې ده.

د دوبۍ په کرکټ ګراونډ کې د پاکستان لخوا د 242 منډو د هدف په ځواب کې د هندوستان لوبډلې خپله تیزه لوبه / بېټنګ شورو کړو او د پاکستان د سر په بالرانو یې څلوریزې وهلې.

که څه هم د هندوستان کېپتان روهت شرما یواځې په 20 رنزونو جوړولو اوټ شو خو د هغه او شهبمن ګل دغه لنډ پارټنرشپ د لوبې رفتار بدل کړو. د روهت شرما اوټ کیدو وروسته د ګل او ویراټ کوهلي تر منځه د 70 منډو پارټنر شپ جوړ شو.

په 46 منډو د شهبمن ګل اوټ کیدو وروسته شریاس لېر مېدان ته راغی او تیزې 56 منډې یې جوړې کړې. د هندوستان لخوا ویراټ کوهلي په دغه لوبه کې خپله سلیزه/ سنچري هم جوړه کړه او يه یوه ورځني لوبو کې یې د 14000 رنزونو جوړولو هدف هم پوره کړو.

ویراټ کوهلي ناټ اوټ پاتې شو او د هندوستان لوبډلې په 42.3 اورونو کې د پاکستان لخوا ورکړل شوی ټارګټ پوره کړو.

CRICKET-CT-2025-PAK-IND
CRICKET-CT-2025-PAK-IND

د پاکستان لخوا شاهین شاه اپریدي که څه هم دوه وکټې واخستې خو په خپلو 8 اورونو کې یې 74 رنزونه ورکړل. د پاکستان لخوا ابرار احمد او خوشدل شاه یو هندي لوبغاړی اوټ کړو. حارث رووف او نسیم شاه بې د وکټو اخستو پاتې شول.

پاکستان په خپل اننګز کې 241 منډې جوړې کړي او ټوله لوبډله یې په 49 اوور کې اوټ شوه.

پاکستان د لوبې د ټاس ګټلو وروسته د بېټنګ کولو فیصله وکړه او بیتسمینانو یې د وکټ ساتلو لپاره ډیر په احتیاط لوبه کوله. د پاکستان لخوا سعود شکیل تر ټولو زیات 62 رنزونه جوړ کړي.

د پاکستان لوبډلمشر محمد رضوان په 77 بالونو 46 منډې جوړې کړې. په نورو بیټسمېنانو کې خوشدل شاه 38، بابر اعظم 23، سلمان اغا 19، او نسیم شاه 14 منډې جوړې کړې.

د هندوستان بالرانو ډېر ښه بالنګ کړی او پاکستاني لوبغاړي یې په ازاد مټ منډو کولو ته نه دي پرېښودي. د هندوستان لخوا کولدیپ یاوو 3، هارډک پانډیا 2، اشرپټل، هرشیت رانا او روېندرا جدیجا 1، 1، وکټ ترلاسه کړی.

د چیمپنیز ټرافۍ په سیالیو کې د ګروپ اې د لوبډلو تر منځ دا دریمه مقابله ده ، تر دې وړاندې پاکستان له نیوزي لینډ څخه ماتې خوړلې ده اؤ هند د بنګله دېش لوبډلې ته په شپږو ویکټونو ماتې ورکړې ده.

د خالي- شنبې په ورځ دوبۍ کې خبریالانو ته د پاکستان کرکټ بورډ مشر اؤ د کورنیو چارو وزیر محسن نقوي ویلي چې د پاکستان لوبډله دې سیالۍ ته بشپړه تیاري لري اؤ هغه هیله لري چې بریا به د پاکستان په برخه شي.

چیمپینز ټرافۍ کې د پاکستان او هند ترمنځ تاریخي سیالۍ

Pakistan - India - Champions Trophy - CRICKET - CT-2025-PAK-IND
Pakistan - India - Champions Trophy - CRICKET - CT-2025-PAK-IND

د محمد رضوان وینا وه چې د دوي په میدان د دوي ریکارډ ډير ښه دی اؤ لوبغاړي یې د دوبۍ د پیچ سره په ښه توګه اشنا دي.هغه هیله ښودلې چې د ننۍ لوبې په ګټلو به ټورنامنټ ته ځان بیا ورستنوي . محمد رضوان ویلي چې نن یې د ژوبل شوي لوبغاړي فخرزمان پځای امام الحق په لوبډله کې اخستی دی.

د هندي لوبډلې کپتان روهت شرما ویلي لوبډله به یې هڅه وکړي چې د پاکستان په ضد هره څانګه کې زړه پورې لوبه وکړي. نوموړي وویل تر دې وړاندې چې بنګله دېش هند ته کوم هدف ورکړی ؤ د هغې ترلاسه کول هم اسان نه وؤ خو هندي لوبډلې په ښه توګه دغه هدف ترلاسه کړ. د نوموړي وینا وه چې په ننۍ سیالۍ کې یې پخپله لوبډله کې هیڅ بدلون نه دی راوستی.

Forum

هېلو وي او اې په ټي وي

هېلو وي او اې په ټي وي
please wait
  • Auto
  • 240p
  • 360p
  • 480p
  • 720p
  • 1080p

No media source currently available

0:00 59:58 0:00
  • Auto
  • 240p
  • 360p
  • 480p
  • 720p
  • 1080p

بي بي شیرینه

بي بي شیرینه: په ټیلې ویژن
please wait
  • Auto
  • 240p
  • 360p
  • 480p
  • 720p
  • 1080p

No media source currently available

0:00 1:59:58 0:00
  • Auto
  • 240p
  • 360p
  • 480p
  • 720p
  • 1080p

Recommended

XS
SM
MD
LG