لاس رسیدونکی لینک

تازه خبر

هند ته لارې پرانستې، او افغانستان ته؟


د افغانستان او پاکستان په پوله ازغن تار
د افغانستان او پاکستان په پوله ازغن تار

که يو خوا د چين په قونصگرۍ د ترهگرې پېښې پړه پاکستان په هندوستان اچولې او د پوليس مقدمه يې په را او بلوچ بيلتون خوښې بي ايل اي جوړه کړې نو د بلې خوا يې نه د هند سره په سفارتي تعلقاتو کې څه بدلون راغلی او نه د کرتارپور د نوې لارې د پرانستلو دستوره ځنډولې شوې ده.

دغه خو لا څه چې په دواړو هېوادونو کې خوشالۍ دي او مېلې ټېلې جوړيږي چې د شورو په ورځ يعنې په ٢٨ نومبر د کرتارپور د بندر پرانسته په لويه کچه ولمانځي. هند د پاکستاني پنجاب د نارو وال ضلعې په کرتارپور کې نوی ښارگوټی جوړوي چې د سيک مذهب منونکي د زيارت په وخت دغلته هر قسمه اسانتياوې ولري.

دا مراسم په داسې وخت کې کيږي چې د پاکستان په ميډيا يې په مومبۍ د ترهگرۍ د بريدونو د لسو کالو پوره کېدو خبرونه بيخي هېر کړي دي. د دغو بريدونو تور د پاکستان په پنجاب صوبه کې په تند لارو مذهبي مشرانو او ډلو لگول کيږي.

په سوشل ميډيا تاوده بحثونه روان دي چې که پاکستان د چين په قونصلگرۍ باندې بريد او په بلوچستان کې په روان اړي گړي کې د هند لاس وويني نو بيا ولې د هند سره سفارتي تعلقات په خپل ځای دي. وتلي پاکستاني ژورنالسټ مرتضی سولنگي په خپله ټوېټر پاڼه پوښتنه کړې ده که چرې هند د چين د قونصلگرۍ په ترهگر بريد کې ککړ دی نو د پېښې وروسته يې په اسلام اباد کې د هند سفير د احتجاج د پاره وزارت خارجه ته ولې نه دی راغوښتلی؟

بله مهمه خبره- د چين په قونصلگرۍ د حملې تور پاکستان په هند لگولی دی خو عجبه نه ده چې چين د هند نوم قدرې هم نه دی اخستی؟

د پاکستان وزير خارجه شاه محمود قريشي په سرکاري توگه د هند وزير خارجه سشما سواراج ته بلنه ورکړې چې د هند سره د کرتارپور د لارې د پرانستلو په دستوره کې گډون وکړي کومه چې يو ٧١ کاله پس بيا خلاصيږي. خو اغلې سواراج د ذاتي مصروفياتو له کبله په دستوره کې د گډون نه ډډه کړې ده.

البته د هند نمايندگي به دوه نور لوړ پوړي چارواکي کوي چرته چې به د پاکستان وزير اعظم عمران خان د دې لارې د پرانستې په دستوره کې مشر ميلمه وي.

د کرتارپور د لارې په اړه يو پښتون قام پاله مشر او د پښتون ژغورنې غورځنگ غړي ډاکټر سيد عالم په يو ټويټ کې نيوکه کړې چې پاکستان په کراچۍ کې د چيني قونصلگرۍ په بريد کې را ککړه بللې او د هندې ادارې خلاف يې مقدمه درج کړې ده خو د کرتارپور لاره بيا هم پرانيزي او د دې په مقابل کې د افغانستان سره لارې تړي؟

په دې اړه د پښتون پاله گوند مرکزي جنرل سيکرټري ميا افتخار حسين په خپله ټوېټر پاڼه ليکلي چې د کرتارپور د لارې په ٧١ کاله پس بيا پرانستل به د پاکستان او هندوستان تعلقات ښه کړي او هندي کريکټر سيدو او د پنجاب گورنر به په خپلو کې په پنجابۍ ژبه خبرې وکړي او د خپلوۍ احساس به ورته وشي.

افتخار حسين زياتوي خو مونږ غواړو چې د دې جذبې څرگندونه دې د پاکستان او افغانستان تر منځ په راهدارۍ هم وشي چې د دواړو خواو پښتانه هم چې يو خدای، رسول، قران او مذهب لري په خپلو کې غاړه غاړۍ شي او په پښتو ژبه کې د يو بل هرکلی وکړي. د دې سره به د افغانستان او د پاکستان تر منځ لرې والی هم له منځه لاړ شي.

کرتارپور د سيک مذهب د منونکو د پاره تر ټولو مقدس ځای دی او د کرتارپور گوردواره د سيک مذهب د مشر بابا گرونانک د مقبرې سره په درې کيلومټره فاصله کې ده.

د بابا گرونانک ډېره د پولې نه هند پله اباده ده ولې د کرتارپور گوردواره د کال ١٩۴٧ د ويش وروسته په اوسني پاکستان ورگډه کړل شوې وه. د سيک مذهب منونکي مني چې د کرتارپور گوردواره د دې مذهب تر ټولو وړومبی مذهبي ځای دی ځکه ورته د خالق د کور حيثيت ورکړل کيږي.

د بابا گرونانک د کليزې د مراسمو لمانځلو د پاره په سلگونو سيکان هر کال د هندوستان نه پاکستان ته ځي او درنې درنې مذهبي غونډې کوي. د بلې خوا هغه سيکهان چې يا بې وسه وي او يا د ويزې د نيشت والي په وجه نه شي کولی پاکستان ته لاړ شي هغوی د پولې بلې غاړې ته د گرونانک د ډېرې خوا و شا راجمع کيږي او د لرې نه په نظر راتلونکي د کرتارپور د گوردوارې گنبت ته خپل قدر او احترام صدقه کوي.

هېلو وي او اې په ټي وي

هېلو وي او اې په ټي وي
please wait

No media source currently available

0:00 0:59:57 0:00

بي بي شیرینه

بي بي شیرینه – په ټیلې ویژن
please wait

No media source currently available

0:00 1:59:57 0:00

Recommended

XS
SM
MD
LG