لاس رسیدونکی لینک

تازه خبر

اسد قیصر د ګلګېت بلتستان په اړه د قامي اسمبلې رابلل شوې غونډه وځنډوله


د مخالفو سیاسی ګوندونو لخوا د ګلګت بلتستان پر معامله د حکومت له اړخه رابلل شوې غونډې کي د ګډون څخه د انکار ورسته، د قامي اسمبلې سپیکر اسد قیصر هم د پارلیمانی غړو غونډه ځنډولې ده.

صدر عارف علوي تېره اونۍ د ګلګېت بلتستان قانونساز اسمبلې د ۲۴ سیټونو دپاره د نوامبر په پنځلسمه (۱۵) نېټه د ټاکنو اعلان کړی و او د دغه انتخاباتو په اړه د وړاندیزونو دپاره، سپیکر اسد قیصر نن (ګل/دوشنبې د ستمبر ۲۸مه) غونډه رابللې وه، خو د مسلم لیګ ن ګوند ویاندې مریم اورنګزیب ویلي و چې د دوی ګوند به د ګلګېت بلتستان د انتخاباتو په اړه د سپیکر اسد قیصر په مشرۍ کې کېدونکې غونډه کې ګډون ونکړي.

د مسلم لیګ ن ډلې د اعلان وروسته، د جمعیت علما اسلام ډلې مشرانو هم دغه غونډه کې د ګډون نه کولو پرېکړه کړې وه، او د دې ګوند یو چارواکي مولانا واسع له ډېوه سره خبرو کې وویل چې "دا سپیکر یو جانبدار سپیکر دی".

بل پلو ته د پیپلز ګوند چېئرمېن بلاول بهټو زرداري د ټویټ د لارې ویلي، د قامي اسمبلې سپیکر او وفاقي وزیران د ګلګېت بلتستان له انتخاباتو سره څه تعلق نه لري او د وفاقي حکومت په دغو ټاکنو کې د مداخلت غندنه کوي.

د پیپلز ګوند یو مشر غړی، فرحت الله بابر، وي او اې ډیوه ته وویل، "په اې پي سي (ټول ګوندیز کنفرانس) کې یوه فیصله دا هم وه چې په پارلېمان کې دننه او بهر به احتجاج کوو او په پارلېمان کې به هم ورباندې سخته نیسو، او په سرکاري تقریباتو کې به ګډون نه کوو. نو مطلب دا چې که داسې خبره راشي، بیا به نو ټول یوځای سلا کوي، کنه؟"

په تېرو ورځو کې د مخالفو ګوندونو له اړخه د شوې ټول ګوندیز غونډې وروسته، په هېواد کې سیاسي تاوتریخوالی ډېر زیات شوی دی. په هغه غونډه کې د حکومت پر کارکردګۍ سختې نیوکې شوې وې او د حکومت په ضد د احتجاج او د وزیراعظم څخه د استعفا غوښتنه شوې وه، خو وفاقي وزیر شېبلي فراز یوځل بیا له مطبوعاتو سره په خبرو کې تور لګولی دی چې مسلم لیګ ن ګوند، ډیل کول غواړي او په دې اړه رابطې کوي. د هغه په وینا، د دوی مقصد د حکومت راغورځول دي، که په جمهوري او یا غیر جمهوري طریقه وي.

شېبلي فراز زیاته کړه، "بالکل استعفا ورکړئ، تاسو استعفا ورکړئ، په دواړو سترګو، مونږ به انتخابات وکړو. خو په دې صورت کې هم تحریک انصاف به یې وګټي."

بل پلو د مسلم لیګ ن یو مشر، احسن اقبال ویلي، که چېرې حکومت استعفاوې ورکړي، نو حکومت نه بلکې د الیکشن کمېشن به ټاکنې کوي او په داسې صورت کې به وزیراعظم هم د سره ټاکل کیږي.

هېلو وي او اې په ټي وي

هېلو وي او اې په ټي وي
please wait

No media source currently available

0:00 0:59:57 0:00

بي بي شیرینه

بي بي شیرینه – په ټیلې ویژن
please wait

No media source currently available

0:00 1:59:59 0:00

Recommended

XS
SM
MD
LG