د پاکستان د سيند صوبې په غټ صنعتي ښار کراچۍ کې د دوو مذهبي ډلو ترمنځ نښته کې لږ تر لږه دوه کسان وژل شوي او نهه نور ژوبل شوي دي، کراچۍ کې وخت په وخت فرقه ييزه نښتې شوي دي.
د کراچۍ د پوليسو په وينا پېښه پرون د اتوار / يکشنبې په ورځ، 25م اګست د کراچۍ ښار په ګوليمار سيمه کې شوې ده. پوليسو پېښه کې د دوو کسانو د وژل کېدو او نهه نورو ژوبلېده تاييد کړي دي.
د پوليسو چارواکو په وينا، د يوې مذهبي ډلې اهل سنت والجماعت د غړو ګاډي په ګوليمار کې د طارق روډ جلسې له روان وو، په ګوليمار کې د شيعه و کېمپ لګېدلی وو، هلته بيا د ډزو پېښه شوې، دوه تنه پکې وژل شوي، او نهه نور ژوبل شوي دي.
د نښتې په وخت ځينې ګاډي او موټر سايکلې هم سوځول شوي دي. اهل و سنت الجماعت ويلي، د وژل شوي غړي شهريار جنازه به نن کوي.
د اهل سنت او شيعه مشرانو په يو بل د ډزو کولو تورونه لګولي دي.
د سيند اعلا وزير مراد علي شاه دکورنيو چارو وزير ضيا الحسن لنجار د پېښې په نوټس اخستی، او د ککړو کسانو د سمدستي نيولو امر يې کړى دى.
ياده پېښه په داسې وخت کې شوې، چې نن په 26م اګست د چهلم په ورځ په کراچۍ، حېدراباد ،سکهر او نورو ګڼو ښاورنو او سيمو کې دامنيت ټينګ لپاره د موبايل فون او انټرنېټ بندولو ويل شوي او تعليمي ادارو کې رخصتي هم اعلان شوې ده.
خو د کراچۍ او سيند صوبې د ځينو نورو سيمو نه خبرونه ترلاسه شوي چې د تېرې شپې راهسې موبايل فون او انټرنېټ بند کړل شوی دی.
Forum