لاس رسیدونکی لینک

تازه خبر

د پي ډي اېم د جلسو دوام، او ورته د عمران خان د حکومت چارواکو تازه غبرګون


د گوجرنواله او کراچي وروسته، په کوئټه کې د حکومت مخالفو ګوندونو اتحاد – پاکستان ډېموکرېټک مومنټ – پر جلسو د حکومت له اړخه یوځل بیا سخت عکس العمل مخې ته راغلی او دا د هېواد په ضد یو سازش ګرځول شوی دی.

د اطلاعاتو وفاقي وزیر، شبلي فراز، له مطبوعاتو سره په خبرو کې د پي ډي اېم بیانیه، د هېواد دشمن بیانیه بللې ده او ویلي یې دي چې ګني نواز شریف د ادارو په ضد غلط دریځ خپل کړی دی.

شبلي فراز ویلي، "یو شخص چې نوم یې نواز شریف دی، او د هغه د سیاسي سفر نه مونږ ټول خبر یو، هغه زمونږ په فوج حمله کړې ده."

فراز زیاته کړې چې اویس نوراني د آزاد بلوچستان نعره لګوي، مګر هغه د آزاد بلوچستان د بیانیې غندنه کوي. شبلي فراز دا هم ویلي چې عمران خان به د هېواد لوټونکي په هېڅ حال کې پرېنږدي.

یو بل وفاقي وزیر، فواد چوهدري ویلي د دې جلسو مقصد یوازې مقدمې ختمول دي، خو هرڅه چې وکړي، لوټلې پېسې به واپس کوي او پي ډي اېم ګني د سنېټ ټاکنو ته زیان رسول غواړي. شیخ رشید بیا ویلي چې نواز شریف د علاج په پلمه له هېواد څخه تښتېدلی دی او اوس د مریم نواز په ذریعه په هېواد کې اړی ګړی خوروي.

بل اړخ ته د مخالفو ګوندونو د مشرانو له اړخه د کوئټې په جلسې کې په حکومت باندې د نیوکو سره سره، د هېواد په بېلابېلو برخو کې کېدونکو غونډو کې هم سختې نیوکې روانې دي. په لاهور کې د مسلم لیګ ن ډلې مشر خواجه سعد رفیق له مطبوعاتو سره خبرو کې ویلي، مونږ ولې په جېلونو کې اچوي؟ دا مو په دې خاطر جېلونو کې اچوي چې مونږ په پاکستان کې د عوامو خلکو حقونه مطالبه کوو، د آئین او قانون حکمراني غواړو.

دوی زیاته کړې ده چې د حکومت خپلو ته یو او نورو ته بل قانون دی. په دې موقع پخواني سپیکر ایاز صادق وویل، پي ډي اېم یوځای شو، او د چینې، بجلۍ، او د اوړو د غلا کوونکو وخت ختم شوی دی.

د مخالفو ګوندونو اتحاد – پي ډي اېم – د پاکستان په بېلابېلو ښارونو کې د جلسو لړۍ روانه کړې ده. مخالف ګوندونه تر جنوري پورې د تحریک انصاف حکومت د ختمولو دعوې لري، خو بل پلو ته حکومتي مشران هم دعوې کوي چې تر جنوري پورې به د مسلم لیګ نواز ډلې مشر، نواز شریف په زندان کې اچول کیږي.

څېړونکي څلورو صوبو له اړخه په لومړي ځل راپورته کېدونکی دغه غږ د مخالفو ګوندونو د خپلو جدا جدا دریځونو باوجود، د تحریک یو آغاز ګرځوي، چې په راتلونکې کې د پاکستان پر تاریخ اثر لرلی شي.

هېلو وي او اې په ټي وي

هېلو وي او اې په ټي وي
please wait

No media source currently available

0:00 0:59:57 0:00

بي بي شیرینه

بي بي شیرینه – په ټیلې ویژن
please wait

No media source currently available

0:00 1:59:59 0:00

Recommended

XS
SM
MD
LG