لاس رسیدونکی لینک

تازه خبر

د خېبرپښتونخوا حکومت د مدرسو او نورو فلاحي ادارو د مالي چارو د څارنې دپاره کمېشن اعلان کړو


 د چېرټیز اېکټ قانون غرض په صوبه کې د مدرسو، فلاحي ادارو او د غیر حکومتي تنظیمونو دپاره د راغونډېدونکو چندو او خیراتونو څارنه کول دي
د چېرټیز اېکټ قانون غرض په صوبه کې د مدرسو، فلاحي ادارو او د غیر حکومتي تنظیمونو دپاره د راغونډېدونکو چندو او خیراتونو څارنه کول دي

د ترهگرو د مالي سرچینو د مخنیوي نړیوالې ادارې اېف اې ټي اېف په پاکستان د فشار وروسته چې هیواد دې د وسله والو د مالي وسلیو لارې بندې کړي، د خېبر پښتونخوا اسمبلۍ د چېرټیز اېکټ نومې قانون منظور کړی او د دې قانون دلاندې د فلاحي ادارو د څارنې دپاره یوه ډله قایم کړی شوې ده.

د خېبر پښتونخوا د اطلاعاتو وزیر شوکت یوسفزي د زیارت، پنجنشبې، په ورځ وي او ای ډیوه ته د کمېشن د کار په اړه وویل چې دا به په فلاحي ادارو نظر ساتي.

ښاغلي شوکت یوسفزي وویل، "هر سړی لاړ شي کوم ځاې کې کښېني اواز وکړي چې زه فلاني شي دپاره مدرسه جوړوم کله وايي سکول جوړوم کله وايي زه هسپتال جوړوم. خو د هغوي هغه شان چېک اېنډ بېلنس (حساب کتاب) نه وي، پته نه لگي چې واقعي دا هسپتال جوړ شو که جوړ نشو؟ نو اوس به دا چېرټي کمېشن باقاعده هغې مانېټر کوي (څارنه به یې)."

صوبايي حکومت د زیارت، پنجشنبې، په ورځ اعلان وکړو چې د "چېرټي کمېشن" یا د امدادي ادارو د څار ډلې غړي منتخب کړی شوې دي. د کمېشن د غړو د انتخاب فیصله صوبايي کابېنې وکړه.

شوکت یوسفزي خبریالانو ته وویل چې چېرټي کمېشن د ترهگرۍ د مالي سرچینو د مخنیوي دپاره د نړیوالې ادارې اېف ای ټي اېف په پاکستان د فشار په ترڅ کې قایم کړی شوی چې په هیواد کې د ترهگرو د مالي سرچینو مخه ونیسي.

شوکت یوسفزي وویل د صوبې ضلعۍ او مقامي حکومتي انتظاميي به په هغو ادارو نظر ساتي چې په چندو او د عطیو نه ترلاسه شویو مالي وسایلو چلېږي او کومې ادارې چې د چېرټي اېکټ خلاف ورزۍ کې وموندل شي خلاف به یې قانوني اقدمات کولی شي.

د چېرټیز اېکټ قانون غرض په صوبه کې د مدرسو، فلاحي ادارو او د غیر حکومتي تنظیمونو دپاره د راغونډېدونکو چندو او خیراتونو څارنه کول دي.

د اطلاعاتو صوبايي وزیر شوکت یوسفزي وي او ای ډیوه ته وویل وړاندې به د مدرسو او فلاحي ادارو د جوړولو په نوم چندې او پېسې ټولېدې خو بیا به دا نه معلومېده چې ایا دغه ادارې واقعې هم جوړې شوي او که نا؟

د خېبرپښتونخوا د قانون وزیر سلطان خان وړاندې ویلي وو چې چېرېټیز اېکټ قانون د اېف ای ټي اېف د غوښتونو سره سمون خوري.

دترهگرو د مالي سرچینو خلاف په مناسب ډول د گامونو نه اخیستلو له امله پاکستان د فاینېنشل اېکشن ټاسک فورس یا اېف ای ټي اېف په خړ یا گری فهرست کې شامل دی. د دې ورسته تور فهرست وي پکې شامل هېوادونو ته د اقتصادي مشکلاتو سره مخامخ کېږي.

اېف ای ټي اېف پاکستان خبرداره کړی چې که د غېر قانوني پېسو د انتقال په اړه یې پلان په ګړندۍ توګه عملي نه کړو نو د ٢٠٢٠ د فرورۍ د میاشتې په غونډه کې به يې په اړوند ګام پورته کوي.

اېف ای ټي اېف د اکتوبر په مياشت کې په پېرس کې غونډه کړې او په خپل رپوټ کې يې ويلي و " اېف ای ټي اېف د پاکستان څخه په کلکه غوښتنه کوي چې د ۲۰۲۰م کال فرورۍ د میاشت پورې خپل پلان په ګړندۍ توګه مکمل کړي." ادارې ويلي ؤ :"که نه ، د راتلونکي غونډې پورې په دغه پلان باندې د پام وړ او دوامداره پرمختګ ونه شي ، اېف ای ټي اېف به اقدام وکړي."

هېلو وي او اې په ټي وي

هېلو وي او اې په ټي وي
please wait

No media source currently available

0:00 0:59:57 0:00

بي بي شیرینه

بي بي شیرینه – په ټیلې ویژن
please wait

No media source currently available

0:00 1:59:57 0:00

Recommended

XS
SM
MD
LG