لاس رسیدونکی لینک

تازه خبر

د خیبرپښتونخوا په تعلیمي ادارو کې د کروناوایرس پېښو، اندېښنې پیدا کړي


د خیبرپښتونخوا د صحت محکمې ویلي دي په تعلیمي ادارو کې د کرونا وبا د ټېسټونو یا معایناتو د ترسره کولو نه پس اوسه څه درې نیم سوو (۳۵۰) پورې تنان او زده کوونکي د کرونا وبا وایرس باندې اخته شوي دي.

د دغې محکمې ترمخه، هره ورځ په تعلیمي ادارو کې پنځلسو پورې کرونا معاینات یا ټېسټونه ترسره کیږي. د خیبرپښتونخوا ایالت د پبلېک هېلټ یا صحت ډایرېکټر، ډاکټر اکرام الله خان، وي او اې ډیوه ته وویل، د روزګارونو خلاصېدو سره اوس خلک په احتیاطي ګامونو باندې عمل ډېر نکوي.

اکرام الله خان زیاته کړه، "په کوم سکول کې چې د کرونا وبا د دوو (۲) نه زیات مثبتې واقعې راشي، نو مونږ هغه سکول د پنځو ورځو دپاره بندوو. هغه سکول یا هغه بلاک چې واقعې پکې پیدا شوي، هغه صفا کړو او د جراثیمو ضد مواد ورباندې ووهو، د هغې نه پس بیا سکول بېرته پرانیستل شي."

د خیبرپښتونخوا ایالت د صحت ډایرکټر دا هم وویل چې اوس مهال حالات په کنټرول کې دي. د صحت محکمې تر مخه، د ستمبر ۱۵مې نه واخله تر اوسه پورې، څه دري دېرش زرو نه زیات د کرونا معاینات یا ټېسټونه په تعلیمي ادارو کې ترسره شوي دي.

د خیبرپښتونخوا د ځوانو ډاکټرانو د اتحادیې غړي، ډاکټر شمس وزیر وي او اې ډیوه ته وویل، باید هغه ځایونه او روزګارونه وتړل شي د کومو نه چې دغه وایرس خپریږي. هغه زیاته کړه چې که په سکولونو کې اېس او پيز یا تحفظي ګامونه په پام کې ونه نیول شي، نو بیا په کار ده چې سکولونه د یوې مودې دپاره بېرته وتړل شي.

د صحت محکمې چارواکي وایي په استا‌ذانو، زده کوونکو، او په تعلیمي ادارو کې په نورو تنانو کې کروناوایرس موندل شوی دی. ډاکټر اکرام الله خان وایي په ترسره شویو کرونا ټېسټونو یا معایناتو کې د وړو ماشومانو د مثبت پېښو شمېره ډېره کمه ده. هغه دا هم وویل چې په هغو مثبتو پېښو کې چې دوی موندلي، هغه د پورته جماعتونو (اتم، نهم، لسم کلاسونو) شاګردان دي.

د صحت په چارو باندې پوهه لرونکي تنان وایي چې د عام اولس په شمول، باید د تعلیمي ادارو زده کوونکي په احتیاطي ګامونو باندې عمل وکړي چې وایرس نور خپور نشي.

  • 16x9 Image

    فرید شینواری

    فرید شینواری د پښتونخوا د خیبر ضلعې اوسېدونکی او په پېښور کې د وي او اې ډیوه د خبریال په توګه کار کوي، چې د سیمې پر ټولنیزو، سیاسي او نورو موضوعاتو رپوټونه جوړوي. هغه له 2012م کال راهیسې له فرنټېر پوسټ انګرېزي ورځپاڼې سره کار کوي او له دې سره سره یې له بېلابېلو سیمه ییزو رېډيوګانو سره هم کار کړی دی.

هېلو وي او اې په ټي وي

هېلو وي او اې په ټي وي
please wait

No media source currently available

0:00 0:59:57 0:00

بي بي شیرینه

بي بي شیرینه – په ټیلې ویژن
please wait

No media source currently available

0:00 1:59:57 0:00

Recommended

XS
SM
MD
LG