لاس رسیدونکی لینک

تازه خبر

په ګرد پاکستان کې د کوټې د وژل شوو وکیلانو په یاد کې کاربندیز شوی


نن د پاکستان د وکيلانو سازمان درې کاله وړاندې په کوټه کې په بمي بريد کې د وژل شوو وکيلانو په ياد کې احتجاجي مظاهره وکړه هغوي د عدالتونو نه احتجاج وکړو او د اګست اتمهيې د تورې ورځ په توږه ولمانځله.

په کوټه کې د مظاهرو په وخت وکيلانو اوېل پاکستان د فاېز عیسی کمېشن عملي کولو په ځاېې د نوموړي جج په ضد کاروايې پېل کړې ده.

د وکيلانو د سازمان مشر امان الله کېنراني غونډې ته وېل،

" چې کوم رپوټ وو حکومت په هغې عمل نه دی کړی البته جسټس فاېز عيسیچا چې دغه رپوټ جوړ کړې وو د هغه خلاف يې عمل کړی دی او هغه يې د سپريم کوټ نه ويستلی دی".

په اتم اګست کال 2016م وکيلانو د بلوچستان بار اېسوسي اېشن مشر بلال انور کاسي د وژل کېدو په ضد د کوټې سول هسپتال مخې ته احتجاج کوو چې يوه ځان وژونکې حمله پرې وشوه. چې پکې 70 کسان په موقه اوژل شو، په وژل شوو کې د بلوچستان 56 وکيلان هم شامل وو.

د تحريک طالبان پاکستان جمات لاحرار ډلې او هم د داعش ډلې د دغې خونړۍ حملې ذمه واري قبوله کړې وه.

د تحريک طالبان جماعت الاحرار ډلې ترجمان احسان الله احسان مطبوعاتو ته د دغې ځانمرګي بريد ذمه واري په خپله غاړه اخستې وه، احسان الله احسان نن سبا د پوځ په ولقه کې دی.

په کوټه کې د احتجاج په وخت وکيلانو ويلي دغې ځانمرګي بريد د دوي يو پوره نسل له مينځه وړی دی.

د جوډیشل کمېشن غړي منېر کاکړ ويلي د جسټس فاېز عیسی کمېشن رپوټ د امنيتي ادارو په ضد وو،او د دغسې ناوړه پېښو د مخ نيوي په لړ کې امنيتي ادارو ته وړانديزونه ورکړل شوي دي.

وکيلان وايې دوي وخت په وخت د پوځي ډکټېټرانو په ضد مبارزې کوي ځکه نو دوي د ترهګرۍ او تشدد ښکار کېږي او پکار ده چې حکومت د دوي د حفاظت لپاره ګامونه واخلي.

په کوټه کې درې کاله وړاندې په وکيلانو ترسره شوې ځانمرګي بريدپه ضد په نني احتجاج کې د بلوچستان د وکيلانو ترڅنګ د خېبر پښتونخوا پنجاب سند او د پاکستان د ولقې لاندې کشمير وکيلانو هم ګډون وکړو.

  • 16x9 Image

    بختور شاه

    بختور شاه په واشنګټن ډي سي کې د وي او ای ډيوه لپاره په قبايلي سيمو، تعليم او شعرو شاعرۍ خپرونې کوي، د بي بي شیرېنې پروگرام کوربه دی او د ډیوه د ویب پاڼې لپاره ځانګړي بلاګونه ليکي. په انګرېزي ادب کې د پېښور يونيورسټۍ نه ماسټر ډگري لري او شاعري هم کوي

     

هېلو وي او اې په ټي وي

هېلو وي او اې په ټي وي
please wait

No media source currently available

0:00 0:59:58 0:00

بي بي شیرینه

بي بي شیرینه – پاکستان کې غربت زیات شوی، وجوهات یې څه دي؟
please wait

No media source currently available

0:00 1:59:59 0:00

Recommended

XS
SM
MD
LG