لاس رسیدونکی لینک

تازه خبر

له سرل المیډا سره چلند، د پاکستان خبریالان ډارولي دي


سرل المیډا د لاهور هائیکورټ ته د رسیدو پر مهال
سرل المیډا د لاهور هائیکورټ ته د رسیدو پر مهال

په پاکستان کې د یو خبریال، سرل المیډا پر ضد د غدارۍ د قضیې (مقدمې) پیل کیدلو سره، یوځل بیا د مطبوعاتو د آزادۍ لنډې لمنې ته د بشري حقونو، د خبریالانو د ډلو، او د غیردولتي ادارو د فعالانو پام اووښتی دی.

د پاکستان د انگریزي ژبې مشهورې ورځپاڼې ډان لپاره د خبریال سرل المیډا پر ضد دا مقدمه د پخوانیو وزیراعظمانو، نواز شریف او شاهد خاقان عباسي پرضد د مقدمو سره جوخت جوړه شوې ده، او دا ځکه چې د روان کال په مئی میاشت کې له نواز شریف سره شوې مرکه یې پخپلې ورځپاڼې کې چاپه کړې وه.

په هغې مرکې کې پخواني وزیراعظم، میا نواز شریف، په ظاهره داسې تاثر ورکړی و چې گني په کال ٢٠٠٨م کې د هند پر ممبئی ښار د شویو ترهگریزو بریدونو دپاره ترهگر د پاکستان څخه هند ته ورغلي و. د نواز شریف پر دغې مرکې باندې د پاکستان د اسټبلشمنټ لخوا نیوکې وشوې او وروسته بیا یوې ښځې په همدې اړه د هغه، شاهد خاقان عباسي، او سرل المیډا پر ضد د غدارۍ مقدمې د درج کولو دپاره، عدالت ته درخواست کړی و.

د «سازش» ویرې

که څه هم عدالت د گل په ورځ حکم وکړ چې سرل المیډا دې له ایکزټ لیست څخه وایستل شي او د گرفتارۍ امر یې هم ورته منسوخ کړ، خو د هغه په وړاندې کاروایي لا تر اوسه ختمه شوې نه ده.

د سرل المیډا وکیل، اظهر صدیق، نن خبریالانو ته په خبرو کې دا ویره څرگنده کړه چې هسې نه د پردې تر شا کوم سازش روان وي.

هغه وویل: «هلته په لاهور کې مرکه، دلته په اسلام آباد کې مرکه، بیا په ملتان کې مرکه، دا ثابتوي چې کوم څه گړبړ دي، یا څه سازش شته. په کار ده چې هغه سازش د عدالت مخې ته راوستل شي.»

د سرل المیډا قانوني وکیل، اظهر صدیق
د سرل المیډا قانوني وکیل، اظهر صدیق

د سرل المیډا په وړاندې د عدالت کاروایي، نورو مطبوعاتي کارکنانو او خبریالانو ته هم اندیښنې راپیدا کړي دي.

امتیاز عالم، چې یو سینیئر صحافي دی، وي او اې اردو ته ویلي چې د هغه په نظر، د المیډا په خلاف کاروایي او دا چې مطبوعات څه شی رپوټ کړي او څه شی رپوټ نه کړي، د ټولو خبریالانو دپاره «یو ډیر ناوړه پیغام» دی.

امتیاز عالم زیاته کړې ده چې: «میډیا ټولنه ډیره ډارېدلې ده، او دا د سرل رپوټ چې کوم و، دا یوه ډیره مهمه مرکه وه چې چاپه کړې یې وه. زه حیران یم چې د هغه خلاف څنگه د بغاوت کیس جوړیږي، او پر داسې جعلي درخواستونو عدالت څنگه فیصلې کوي؟»

دغه تجربه کاره صحافي دا هم وویل چې په پاکستان کې سینسرشپ زیات شوی دی، او «که پرې د پاسه عدالتونه هم داسې کارونه وکړي»، نو د فکرمندۍ خبره ده.

امتیاز عالم زیاتوي چې داسې مقدمې په آمرانه او مارشالا زمانو کې چلیدلې، خو اوس یې هم بیا لږ لږ څرکونه راپیدا شوي دي.

پر سوشل میډیا غبرگونونه

د سرل المیډا پر وړاندې په عدالت کې د غدارۍ د مقدمې له درج کیدو وروسته، پر سوشل میډیا باندې گڼ شمیر سیاستمدارانو او فعالانو غبرگونونه ښودلي دي.

په ټویټر او فیسبوک د #IStandWithCyril ټرینډ کې خلک د هغه په حق او خلاف کې زیات شمیر پیغامونه لیکي.

د عوامي نشنل پارټۍ نایب مشره، بشرا گوهر پخپل ټویټر کې لیکلي چې: «لاهور هائیکورټ ته په کار وه چې دا کیس یې بی اعتباره بللی او رد کړای و. زه حیرانه یم چې دغسې یوه بې بنیاده د غدارۍ مقدمه یې لا څنگه اوریدلې ده؟ موږ دې ته ضرورت لرو چې پر عدالتي نظام مو له سره کتنه وشي.»

د پاکستان وتلي خبریال، سلیم صافي هم د سرل المیډا ملاتړ کړی او پخپل ټویټر پاڼه کې لیکلي چې د سرل ترڅنگ دریږي.

په پاکستان کې د مطبوعاتو د آزادۍ د څارنې فعال، اقبال خټک لیکلي: «خوشحاله یم چې ظفر عباس [د ډان اخبار ایډیټر] سرل یې عدالت ته بدرگه کړ. دغسې ملاتړ، په پاکستان کې د مطبوعاتو پر آزادۍ زمونږ باور پیاوړی کوي. په کار ده چې نور ایډیټران هم داسې وکړي.»

  • 16x9 Image

    احمد فؤاد لامع

    احمد فؤاد لامع د ٢٠٠٧ کال راهیسې له امریکا غږ سره کار کوي او د ‏ژورنالیزم په ډگر کې د ۲۰۰۲ راهېسي تجربه لري. هغه مخکې تر دې، په کابل کې د لمر ټلیویژن د پښتو خبرونو مسئول، د طلوع ټلیویژن د خبري خپرونې کوربه، او وړاندې تر هغه، د افغانستان په ملي ټلویژن کې خبریال و.

هېلو وي او اې په ټي وي

هېلو وي او اې په ټي وي
please wait

No media source currently available

0:00 0:59:56 0:00

بي بي شیرینه

بي بي شیرینه – په ټیلې ویژن
please wait

No media source currently available

0:00 1:59:58 0:00

Recommended

XS
SM
MD
LG