لاس رسیدونکی لینک

تازه خبر

پاکستان ته د علاج لپاره تلونکي افغانانو شمیره کمه شوې: راپور


د پاکستان د تجارت یا کامرس وزارت ویلي هیواد ته د افغانستان نه علاج لپاره راتلونکي افغانانو شمیره ډیره کمه شوې ده چې ورسره د هیواد صحي سیلانیانو (مېډیکل ټوراېزم) ته سخت زیان رسیدلی.

د پاکستان د انګریزۍ ژپې ورځپاڼې ډان د يو راپور ترمخه د پاکستان د کامرس وزارت دغه خبره د هیواد قامي اسمبلۍ ته کړې.

د ورځپاڼې د رپورټ تر مخه د پاکستان حکومت منلي په تيرو څو کلونو کې د افغانستان سره د پولې د انتظام د سختې تګ لارې لکبله اوس ګڼ شمیر افغانان د علاج لپاره د پاکستان پرځاې هندوستان ته سفر کوي.

د کال ٢٠١٦م پورې پاکستان د افغانستان نه راتلونکو صحي سيلانيانو مرکز ګنل کیدو او د دغې لوې علت د دواړه هیوادونو د اولس يو شان دود دستور، ژبه او د هند په پرتله دلته د علاج کم بیه یا کم قیمته اسانتیاوې وې.

خو اوس د افغانستان څخه پاکستان ته د علاج لپاره راتلونکو افغانانو په شمير کې کمې راغلې او افغانان د علاج لپاره هند ته سفر خوښوي.

د خېبرپښتونخوا د تاجرانو اتحاديې یا چېمبر اف کامرس اينډ انډسټريز مشر زاهد شېنواري وي او ای ډيوه سره د خبرو په وخت منلي په تيرو څلورو کلونو کې د پاکستان افغانستان دوه اړخيزه تجارت د دوه نيم اربه ډالره نه ٥٠٠ ميلينه ډالر ته غورځېدلی چې ورسره د طبي سېلګرۍ صنعت هم اغيزمن شوی.

زاهد شېنواري د دې لويه علت د پاکستاني حکومتونو پالسيانې ګرځوي او زیاتوي هندوستان د افغانستان صحي مارکيټ ځکه نيولی چې په خپل هوايي اډو کې يې د افغانانو لپاره جلا څانګه (ډيسک) جوړ کړی. چرته چې يو ترجمان هم ناست وي چې علاج له راتلونکو افغانانو لپاره د ډاکټر نه د وخت اخېستو تر څنګ په هسپتالونو کې د داخليدو لارښودنه هم کوي.

نوموړی زیاتوي هندوستان د ډلي او کابل ترمنځ هوايي لار (اېير کوريډور) هم جوړ کړی او خپلو تاجرانو ته مراعات یا سبسډي هم ورکوي.

د پاکستان قامي اسمبلۍ ته د کامرس وزارت لخوا وېل شوي پاکستان ته د علاج لپاره راتلونکي افغانانو په شمیره کې د کموالي په علتونو کې د پاکستان لخوا د پولې د سنبالښت سخته تګ لاره، د پاکستان د ويزې ترلاسه کولو کې مشکلات، په شريکه پوله غير ضروري چيک پوستې، پوليس ته لازمي رپورټ، د ډاکټرانو نه وخت نه ترلاسه کولو او د اوسیدو ځاې موندلو کې ستونزې ښودلي.

وزارت ویلي که څه هم افغانان پاکستان کې علاج ته لمړيتوب ورکوي ولې بيا هم په زرګونو افغانان هره مياشت علاج لپاره هندوستان ته ځي.

د پاکستان د کامرس وزارت وړانديز کړی پاکستان له به د هېواد صحي سيلګرۍ ته د وده ورکولو لپاره اسانتياوې سېوا کول وی.

وزارت ويلي د افغانستان منډهو ته د رساېۍ ترلاسه کولو لپاره ېې يوه کوټلې پالسي جوړه کړې او زياتوي د امريکا، چين او برطانيې نه وروسته افغانستان څلورم هغه هېواد دی چرته چې پاکستان تر ټولو زيات برامدات ليږي.

ځانګړې ویډیوګانې

بي بي شیرینه

بي بي شیرینه – په ټیلې ویژن
please wait

No media source currently available

0:00 1:59:57 0:00

Recommended

XS
SM
MD
LG