لاس رسیدونکی لینک

تازه خبر

پوځي قیادت به د پارلېمنټ کمېټۍ ته د افغان تګلارې په اړه معلومات ورکوي


د قامي اسمبلى سيکټريټ ترمخه د اسپيکر اسد قيصر په مشرۍ کې کيدونکې د تړلو شویو دروازو په شا غونډه کې به د ملي امنيت سره تړلى چارو باندى بحث کيږي
د قامي اسمبلى سيکټريټ ترمخه د اسپيکر اسد قيصر په مشرۍ کې کيدونکې د تړلو شویو دروازو په شا غونډه کې به د ملي امنيت سره تړلى چارو باندى بحث کيږي

د قامي اسمبلى سپيکر اسد قيصر د جولاي مياشتي په لومړۍ نېټه د پارليمان د قامي سلامتيا د کمېټۍ غونډه رابللى چې پکې به پوځي قيادت د افغانستان په اړه د پارلېمنټ غړو ته معلومات ورکوي.

د ملت پاله ګوندونو د پارلېمنټ غړي دریځ لري چې پاکستان د افغانستان په اړه دوه مخه تګلاره لري او غوښتنه کوي چې حکومت دې د افغانستان په معامله د يو ځانګړې کميټۍ په ځای د ټول پارلېمنټ غونډه راوبلي.

بل اړخ ته د اطلاعات مرکزي وزير فواد چودهري ويلي داسى پاکستانيانو ته شرم پکار دی چى د پاکستان په هکله هغه ژبه وايي کومې خبرې چى افغانستان کى امر الله صالح د پاکستان په ضد کوي.

د قامي اسمبلى سيکټريټ ترمخه د اسپيکر اسد قيصر په مشرۍ کې کيدونکې د تړلو شویو دروازو په شا غونډه کې به د ملي امنيت سره تړلى چارو باندى بحث کيږي.

قامي اسمبلى کى د مخالفه ډلو مشر شهباز شريف سره د منتخب ګوندونو پارليماني مشران او مهم حکومتي وزيران به غونډه کى کډون کوي.

ر يپورټونه وايي په دې موقع به د پاکستان پوځي قيادت د افغانستان په اړه سياسي مشرانو ته بريفنګ ورکوي او په به باور کى اخلي.

دپارلېمنټ د قامي سلامتيا کميټۍ غړى سېنېټر طاهر بزنجو وي او ای ډيوه ته ويلي د تړل شویو دروازو په شا دې وی خو غوره به دا وه چې حکومت د يو ځانګړي کميټې په ځای ټول پارلېمنټ غونډه راوبلی وی چي د هر يو ګوند غړو ګډون پکى باوري جوړ شي.

د قامي اسمبلى غړي او د پي ټي تيم مشر محسن داوړ هم د پاارلپمان شريکى غونډى رابللو د غوښتنى ملاتړ کوي.

وي او ای ډيوه سره خبرو کې محسن داوړ د پاکستان په رياست په افغانستان کې د بد امنۍ پيښو ته وده ورکوولو او دوه مخه تګلارې تورونه تکرار کړل.

هغه دريځ خپل کړى چې د افغانستان معامله دومره حساسييت لري چى دا اختيار اوس پارليمان ته ورکوول پکار دي د اجتماعي سوچ په اساس افغانستان په هکله تګلاره ووټاکي.

د ګل، دوشنبې، په ورځ د قامي اسمبلۍ غونډې ته وينا په وخت د اطلاعات مرکزي وزير فواد چودهري وویل داسې پاکستانيانو ته شرم پکار دى چې د پاکستان په هکله هغه ژبه وايي کومى خبرى چي افغانستان کى امرا لله صالح د پآکستان په ضد کوي.

د امريکې صدر جو بايډن لخوا افغانستان نه د امریکايي عسکرو د وېستلو د اعلان په سر پاکستان کې مخالفه ګوندونو د ډير وخت راهسې د حکومت نه د افغانستان په معامله پارلېمنټ باور کى اخېستلو غوښتنې کوولې.

هېلو وي او اې په ټي وي

هېلو وي او اې په ټي وي
please wait

No media source currently available

0:00 0:59:56 0:00

بي بي شیرینه

بي بي شیرینه – په ټیلې ویژن
please wait

No media source currently available

0:00 1:59:58 0:00

Recommended

XS
SM
MD
LG