لاس رسیدونکی لینک

تازه خبر

د پاکستان پوځي وياند په پښتو ويلو ولې مجبور شو؟


په کراچۍ کې د پي ټي اېم د یوې جلسې منظر
په کراچۍ کې د پي ټي اېم د یوې جلسې منظر

په اسلام اباد کې په اردو ژبه روان پرېس کانفرنس کې چې کله د پاکستان د پوځ وياند جنرال اصف غفور پښتنو ته په پښتو ژبه ليکلی بيان ولوست نو په موقعه موجود يو شمېر ژورنالېسټانو يو بل ته وکتل او مسکي شول.

په پرېس کانفرنس کې ناست خبريالان اکثره پنجابيان يا اردوژبي وو نو د اکثرو لپاره د جنرال ناببره په پښتو کې وينا نااشنا خبره وه. په دغو کې ناست يو خبريال حامد مير، د پښتو سره د جنرال صيب د تازه مينې په بدل کې وپوښتل چې جنرال صيب که ميډيا ازاده وي نو دی کولی شي چې منظور پښتين سره مرکه وکړي؟ خو جنرال صيب دې پوښتنې ته ځولب ونه ويلو.

دغه شان غبرگون په سوشل ميډيا هم څرگند شو او په ټوېټر او فيس بک پرې ليکنې وشې چې دا هم ټول د پښتو ميډيا او د پي ټي ايم يا د پښتون ژغورنې غورځنگ کمال دی چې جنرال اصف غفور په پښتو ويلو مجبور شو.

د دې نه وړاندې جنرال غفور دوه ځله په خپل ټوېټر پاڼه په پښتو کې ټويټس کړي وو چې په يو کې پښتنو ته د اختر مبارکباد او بل ټويټ کې يې د افغانستان کرکټ ټيم ته په لوبه کې د بريا امبارکي ويلې وه.

وزير اعظم عمران خان هم په يو ټويټ کې په پاکستان کې ميشت افغانانو ته په پښتو ژبه ليکلي وو چې د ده حکومت پرېکړه کړې ده چې افغانانو ته دې پاکستاني بنکونه په باقاعده توگه اکاونټونه خلاص کړي چې يو شمېر افغانانو يې هرکلی کړی و او ځينې خلکو خبرداری ورکړی و چې د پاکستان اقتصادي وضع ډېره خرابه ده او پکار ده چې افغانان اوښيار ووسي او خپلې پيسې ډوبې نه کړي.

ولې پوځي وياند او عمران خان په پښتو کې پيغامونه ورکوي؟

جنرال اصف غفور او عمران خان دواړه پښتو ژبه نشي ويلی خو پوښتنه دا راپورته کيږي چې د دواړو په پښتو کې وينا يا ټويټس په څه معنا واخستل شي؟

که چېرې د جنرال اصف غفور په پښتو کې وينا په دې معنا وي چې پښتانه ځان ته رانزدې کړي نو څېړنکاران دا انگېري چې دا پښتانه د پي ټي ايم نه لرې کولی نه شي ځکه چې د پښتنو تحريک او غوښتنې د چارواکو په پښتو ويلو نه حل کيږي بلکې د دې د پوره کولو د پاره به عملي گامونه اخستل پکار وي.

خو که چېرې د جنرال اصف غفور په پښتو کې وينا په دې نيت وي چې پښتانه په اردو نه پوهيږي نو ځکه ورته پخپله مورنۍ ژبه کې پيغام رسول غواړي چې د پي ټي ايم په سازش کې رانشي او د پاکستان سره ودريږي.

د څېړنکارانو په وينا يو خو د پي ټي ايم ټولې غوښتنې د پاکستان د ايين او قانون په چوکاټ کې دي او دغه قانوني او اييني حيثيت يې هم پوځي او هم حکومتي چارواکو منلی دی.

بله دا که د جنرال اصف غفور بيان په دې معنا واخستل شي چې پښتانه په اردو ژبه نه پوهيږي نو هم څه سمون نه خوري ځکه چې د منظور پښتين په ملاتړ خو اعلا تعليم يافته پښتانه ولاړ دي چې د اردو سره هيڅ مشکل نه لري.

د تبصره کونکو تر مخه د پي ټي ايم غوښتنې، ترانې سندرې، شعارونه او د منظور ټوپۍ خو سکولونو، کالجونو او پوهنتونونو ته رسيدلي دي او خلکو پخپله خوښه قبول کړي دي ځکه چې د پښتنو په خاوره روان ناورين د پښتنو د پاڅون سوب شوی دی.

منظور پښتين په توکه کې ژوره خبره کوي!

د جنرال اصف غفور د پښتو ويلو پوښتنه چې کله وي او اې ډيوه د پي ټي ايم د مشر منظور پښتين نه وکړه نوهغه په مسکي انداز کې ويل چې خير دا خو د پي ټي ايم زور دی چې پښتو ويلو ته يې راوستل.

ده وويل چې په دې پورې به درته په بخښنه سره يوه ټوکه وکړم او دا د چا د سپکاوي د پاره نه بلکې د ټوکې په نيت يې کوي.

"په يو کلي کې ملا نه و نو د بل کلي ملا به راغی او په دې کلي کې به يې ډېر په خوږ اواز لمونځ ورکولو. يوه ورځ يې مونځ ورکه، بله (ورځ)، ده ويل که چېرې کليوال به ما ملا ونيسي نو څه سېټ اپ به وشي. نو اخر يوه ورځ يو کليوال اواز پرې کړی چې ملا که اواز دې ډېر خوږ شي خو زمونږ کلی ملا نه نيسي. نو دوی به هم ډېر دا خبرې وکړي هم، خو پښتانه اوس په خبرو نه شي غوليږي."

هېلو وي او اې په ټي وي

هېلو وي او اې په ټي وي
please wait

No media source currently available

0:00 0:59:57 0:00

بي بي شیرینه

بي بي شیرینه – په ټیلې ویژن
please wait

No media source currently available

0:00 1:59:57 0:00

Recommended

XS
SM
MD
LG