لاس رسیدونکی لینک

تازه خبر

د پاکستان پارلیمان هغه مجوزه قانون رد کړی چې غیرمسلم صدر او وزیراعظم جوړیدی شي


د پاکستان پارلیماني غړو هغه مجوزه قانوني بدلون رد کړی چې ترمخه یې یو غیرمسلمان پاکستانی تن هم د پاکستان صدر او یا وزیراعظم جوړیدی شي.

د پاکستان اوسني قانون لاندې یواځې یو مسلمان تن د هیواد د وزیراعظم او صدر په هیڅ ټاکل کیدلی شي.

د پاکستان د پارلیماني چارو مرکزي وزیرعلي محمد خان د عیساي اقلیتي ډلې سره تعلق لرونکي د پارلیمان غړي نوید عامر جیون لخوا وړاندې کړي دغه قانوني بدلون مخالفت کړی.

نوید عامر جیون وي او ای ډیوه ته ویلي هغه د شورو یا چهار شنبې په ورځ تجویز شوی قانوني بدلون پارلیمان ته وړاندې کړی وو خو د واکمن تحریک انصاف د پارلیماني چارو وزیرعلي محمد خان په دې وجه باندې د بحث نه وړاندې رد کړو چې پاکستان یو مسلمان اکثریتي هیواد دی او دا چې یواځې مسلمان تن د هیواد په دغه دوه لویو څوکیو باندې کیناستی شي.

د پاکستان په پارلیمان کې د تحریک انصاف ګوند یو عیساي اقلیتي غړي جمشېد تهامس وي او ای ډیوه ته ویلي دا به د نړۍ په نظر کې د پاکستان تصویر ښه کړي که چرې یو غیر مسلمان تن ته هم د هیواد وزیراعظم او یا صدر جوړیدو اختیار ورکړی شي.

د پاکستان د آیین ترمخه یواځې یو مسلمان صدر او یا وزیراعظم جوړېدی شي. د پاکستان آیین لاندې احمديان غیرمسلمه ګرځول شوي خو احمدیان ځان ته مسلمانان وايي. د پاکستان په لویو حکومتي څوکیو باندې اکثر د هغوي د ټاکنې سخت مخالفت کیږي.

هېلو وي او اې په ټي وي

هېلو وي او اې په ټي وي
please wait

No media source currently available

0:00 0:59:58 0:00

بي بي شیرینه

بي بي شیرینه – پاکستان کې غربت زیات شوی، وجوهات یې څه دي؟
please wait

No media source currently available

0:00 1:59:59 0:00

Recommended

XS
SM
MD
LG