لاس رسیدونکی لینک

تازه خبر

پاکستان کې د اسلامي سرمایه کارۍ په نامه د خلکو لوټلو په سر ۷ تنه سزا شوي


د اسلامي سرمایه کارۍ په نامه په ګرد پاکستان کې د ۳۳ زرو نه سوا کسانو نه ۳۱ اربه روپۍ لوټل شوي. په متاثره خلکو کې زیات تره کونډې او ریټاېر سرکاري نوکران وو.

د پاکستان یو احتساب عدالت په هیواد کې د اسلامي سرمایه کارۍ (مضاربه سکیم) په نامه د خلکو نه د اربونو روپو لوټلو په مقدمه کې د یو مفتي په شمول ۷ تنو ته سزا اورول شوې.

د نیب یا قامي احتساب یو عدالت تیره ورځ دمضاربه سکیم په قضیه کې مفتي شبیر احمد عڅماني او د هغه یو بل ملګري ته د اته کالوبند او ۵۰ لکو روپو جرمانه او پینځه نور ملګري هم سزا وار شوي. د عدالتي فیصلې تر مخه په دغه کسانو تر لسو کالو پورې په سرکاري نوکریو او د بنکونو سره په لین دین هم بندیز لګول شوی.

په پاکستان کې د مودو راهسې عام خلک د مفتیانو، ملایانو او ځېنو مذهبي مشرانو لخوا د اسلامي بنکارۍ یا سرمایه کارۍ په نامه غولول کیږي. اقتصاد پوه فدا حسین وي او ای ډیوه ته وایي عام خلک بنکي نظام نه خوښوي او د ملایانواحترام لري نو ځکه د هغوي په خبرو ډیر زر دهوکه شي.

د مضاربه (اسلامي سرمایه کارۍ) په نامه په ګرد پاکستان کې د ۳۳ زرو نه سوا کسانو نه ۳۱ اربه روپۍ لوټل شوي. په متاثره خلکو کې زیات تره کونډې او ریټاېر سرکاري نوکران وو. د مذهب په نامه د خلکو دهوکه کولو په دغه کار کې په ګرد پاکستان کې دیارلس کمپنیانو لاس لرلو، او د دغه کمپنیانو مالکان زیات تره مفتیان، او ملایان وو چا چې به زیات تره خپل جوماتونه او مدرسې د خلکو دهوکه کولو لپاره کارولې.

د احتساب عدالت د فیصلې په اړه تفصیل د رابعه پیر په رپورټ کې واورئ.

please wait

No media source currently available

0:00 0:02:38 0:00

هېلو وي او اې په ټي وي

هېلو وي او اې په ټي وي
please wait

No media source currently available

0:00 0:59:57 0:00

بي بي شیرینه

بي بي شیرینه – په ټیلې ویژن
please wait

No media source currently available

0:00 1:59:59 0:00

Recommended

XS
SM
MD
LG