لاس رسیدونکی لینک

تازه خبر

د افغانستان په حالاتو د پاکستان د قامي سلامتیا کمیټې بېړنۍ غونډه وشوه


عمران خان د قامي سلامتیا د کمیټې بېړنۍ غونډه رابللې وه
عمران خان د قامي سلامتیا د کمیټې بېړنۍ غونډه رابللې وه

د افغانستان په تيزى سره بدليدونکي حالاتو په ترڅ کې نن د اعلى سېول او پوځى چارواکو باندى مشتمل د نېشنل سيکىورټي کمیټې غونډه راغوښتل شوه. دا بېړنۍ غونډه د پاکستان وزيراعظم عمران خان په مشرۍ، نن د افغانستان د روانو حالاتو په باب، جوړه شوه. په دې غونډه کې ټینګار وشو چې پاکستان په جنګ ځپلي افغانستان کې یوې هراړخیزې سیاسي روغې جوړې ته هیله من پاته دی.

د وزیراعظم عمران خان دفتر په یو بیان کې ویلي چې د قامي سلامتیا په نننۍ غونډه کې دا پرېکړه وشوه چې په افغانستان کې د مداخلت نه کولو بنیادي تګلاره باید وساتلی شي.

په همدې حال کې عمران خان نن په یوې بلې دستورې کې ویلي چې طالبانو د "ذهني غلامۍ ځنځیرونه" مات کړي دي.

بل پلو ته د ترکيې صدر رجب طيب اردوان وزيراعظم عمران خان ته ټیلي فون کړی او ورسره یې د افغانستان په حالاتو خبرې کړي.

وزیراعظم يو ځل بيا خپل عزم تکرار کړې چى افغانستان کې يو جامع سياسي حالت پرځای کولو د پاره به خپلې هڅې جاري ساتي.

وزیراعظم د ترکیې صدر ته وویل چې د غونډې وروستو به ده سره په راپورته شوي حالاتو مشاورت کوي.

وي او اې ډیوه سره خبرو کې د نړیوالو چارو څېړونکی پروفيسر حسن عسکري وایي " افغانستان کې د وخت هر څه د انتقالي حالاتو نه تیريږي او د پاکستان لخوا د وخت پالیسي بیان به ښه مخې ته رانشي بلکې يو عکس العمل به وي. پاليسي بيانونه راتلو کې به وخت لګيږي. ولې چې پاکستان او ټوله نړۍ دې ته ګوري چې د طالبانو طرز حکمراني به څنګه وي او که دوى څه غلطيانې کوي نو بیا به پرې د نړۍ لخوا عکس العمل مخې ته راځي."

که څه هم د لويو سیاسي ګوندونو لخوا د افغانستان په راپورته شوي حالاتو تر دې دمه څه عکس العمل مخې ته نه دي راغلي خو په ټولنيزو رسنيو په دې اړه يو تود بحث روان دی.

ملتپاله سیاستمدار افراسیاب خټک پخپله ټويټر خبر پاڼه ليکلي چې د افغانستان موجوده حالاتو د دوحه لوظنامې حقيقي شکل رابرسيره کړو. د هغه پلان و په کوم کې چې افغانستان په تالي کې طالبانو ته ورکړی شو.

نوموړي ليکلي چې امريکې د ترهګرۍ پرضد جګړه کې خپلو زړو ملګرو ته دهوکه ورکړه او د خپل نوي جنګ د پاره یې طالبان خپل کړل.

افراسیاب خټک ويلي چې کابل د طالبانو لاسونو ته ورتللو سره د پاکستاني جرنيلانو خوب رښتیا شو.

وتلې خبريالې او څېړونکې منزې جهانګير پوښتلي چې "هغه خلق چې د طالبانو راتګ باندې خوشحالۍ نمانځي. د هغوى نه د پيښور آرمي پبلک سکول ماشومان هيرشول او آيا تاسو غواړئ چې خپل ماشومان د طالبانو په وړاندې راولئ؟"

نوموړي ويلي چې د طالبانو د افغانستان قبضه کولو غندنه پکار ده او چې توندروي هيڅ رقم پولې نه لري او ما سره دا وېره ده چې د دې تشدد به په پاکستان هم غټې اغيزې پرېوځي.

هېلو وي او اې په ټي وي

هېلو وي او اې په ټي وي
please wait

No media source currently available

0:00 0:59:58 0:00

بي بي شیرینه

بي بي شیرینه – په ټیلې ویژن
please wait

No media source currently available

0:00 1:59:58 0:00

Recommended

XS
SM
MD
LG