لاس رسیدونکی لینک

تازه خبر

د مالي ستونزو سره مخ پاکستان په بهرملکونو کې د پاکستانیانو لپاره د بانډونو نوی سکیم اعلان کړی


Pakistan Banao-3
Pakistan Banao-3

د نغدو پیسو د کمۍ سره مخامخ پاکستان په قرضونو بیرته واپس کولو کې د مرستې لپاره په بهر هیوادونو کې مېشت پاکستانیانو لپاره د زیارت په ورځ د بانډونو نوی سکیم اعلان کړی.

د پاکستان د مالیې وزارت وایي، د بېلډ پاکستان سرټیفیکېټس (Build Pakistan Certificates) په نوم دغه سکیم لاندې به په بهر ملکونو کې ژوند کوونکو پاکستانیانو ته د درې کلونو په بانډ ۶.۲۵ فیصده او د پنځه کلونو په بانډ ۶.۷۵ فیصده سود ورکوي.

د مالیې وزارت ویلي د بانډونو اخستو لپاره به کم نه کمې پېسې ۵ زره ډالره پکار وي او د زیاتو بانډونو اخستو لپاره د پیسو کوم حد نشته.

د حکومتي شمېرې ترمخه په بهر ملکونوکې خواو شاه ۷.۶ ملینه پاکستانیان ژوند کوي څوک چې په ملینونو ډالره پاکستان ته لیګي او د پاکستان په زرمبادله کې لویه مرسته کوي.

پاکستان د کمیدونکې خارجې زرمبادله له وجې د اقتصادي ستونزو او زیاتېدونکې کرنټ اکاونټ خسارې سره مخ دی. د پاکستان تحریک انصاف حکومت په وروستیو کې د سعودي عرب او متحده عرب اماراتو نه قرضې ترلاسه کړي او ددې ترڅنګ دغه دواړه ملکونو د تېلو اخستو په سر واپس کوونکو پیسو کې پاکستان ته زیات وخت ورکړی. پاکستان د نړیوالي مالیاتي ادارې آي ایم ایف نه د قرضې اخستو لپاره هم خبرې اترې کوي.

د پاکستان وزیراعظم عمران خان د بانډ پروګرام شروع کولو په وخت خپله وینا کې ویلي ملک یې په ریکارډ کچه د مالي خسارې سره مخ دی. نوموړي ویلي کله چې دوي دحکومت نه بهر وو نو دوي ته معلومه وه چې د هیواد اقتصادي وضعه ډېره خرابه ده خو په حکومت کې د راتلو وروستو ورته معلومه شوه چې دننه اقتصادي چارې څومره خرابې دي.

د پاکستان د مالیې وزارت ویلي نوي خپاره کړل شوي بانډونه به د ټیکس او زکات نه مستثنا وي.

روانه هفته د پاکستان حکومت لخوا د بانډونو اعلانولو دا دویم سکیم دی. ددې وړاندې پاکستان د بجلۍ په سیکټر کې د قرضو ورکولو کې د مرستې لپاره د ۲۰۰ ارب روپو اسلامي بانډونو د پلان اعلان کړی وو.

ځانګړې ویډیوګانې

هېلو وي او اې په ټي وي

هېلو وي او اې په ټي وي
please wait

No media source currently available

0:00 0:59:58 0:00

بي بي شیرینه

بي بي شیرینه – پاکستان کې غربت زیات شوی، وجوهات یې څه دي؟
please wait

No media source currently available

0:00 1:59:59 0:00

Recommended

XS
SM
MD
LG