لاس رسیدونکی لینک

تازه خبر

پاکستان دې د ابادۍ په سر د قامي وسېلو د وېش تناسب کم کړي: اقتصادي ماهرین


تیره اونۍ په پاکستان کې د ملګرو ملتونو لخوا تابیه شوې یوې غونډه کې د پاکستان یو شمېر اقتصادي پوهانو حکومت ته صلاح ورکړې، په هیواد کې دې د قامي وسېلو وېش د ابادۍ په حساب ورکولو نسبت کم کړي.

د پاکستان انګریزۍ ژبې ورځپاڼې په خپله یوه اداریه کې د دغې غونډې په اړه لیکلي چې حکومت دې د اقتصادي پوهانو په دغه وړاندیزونو فکر وکړي او د دغې په عملي کولو دې کار پیل کړي.

پاکستان کې دا مهال د قامي مالیاتي ایوارډ (اېن اېف سي) لاندې د صوبو تر مېنځه د قامي وسېلو ویش ۸۲ فیصده د ابادۍ په لحاظ کیږي. د دغې تر مخه د قامي وسیلو ۸۲ فیصده برخه د صوبو تر مېنځه د ابادې په لحاظ تقسیمیږي چې زیاته ګټه يې د پاکستان پنجاب صوبې ته رسي.

د پاکستان وړې صوبې لکه خېبرپښتونخوا او بلوچستان د وړاندې نه دغه غوښتنه کوي چې د ابادۍ په لحاظ د ويش دغه نسبت دې کم کړی شي، ځکه د دغه دواړه صوبو ابادي د پنجاب او سند نه کمه ده او په دغه حساب ورته په قامي وسیلو کې هم ډیره کمه برخه وررسیږي.

په پاکستان کې د قامي وسیلو وېش په کوم بنیاد کیږي؟ د خېبر پښتونخوا د بجټ جوړولو ادارې پخوانی مشر سېف عثماني د دغې په ځواب کې وي او ای ډیوه ته وايي: ٫٫ دغه وېش د یوې فارمولې لاندې کیږي، ۸۰ فیصده وسېلې د ابادۍ په تناسب تقسیمیږي، څه برخه د غریبو صوبو، د کمو ابادۍ صوبو او څه برخه بیا د صوبو په خپل پیداوار تقسیمیږي. وفاقي حکومت چېټولې ګټې او ټېکسونه راجمع کړي نو د دغې وروستو په دغه فارمولا صوبو له د هغوې برخه ورکوي.٬٬

ښاغلی سېف عثماني وي او ای ډیوه ته وړاندې وايي که چرې صوبې خپلې غوښتنې په سمه توګه وه نه کړي او یا يې سمه نماېندګي وه نه شي نو دوي ته خپله پوره برخه نه ترلاسه کیږي.

د ملګرو ملتونو لخوا شوې دغه غونډه کې اقتصادي ماهرینو ویلي د ابادۍ په بنیاد د وساېلو تقسیم لوې تاوان دا دی چې صوبايي حکومتونه په خپلو صوبو کې د ابادۍ د زیاتوالي د مخنیوي مهمه ذمه واري د پامه غورځوي.

پاکستان کې دهرې نوې سر شمیرنې په بنیاد صوبايي حکومتونه د قامي وسیلو په وېش کې نوې برخه ګوري. د صوبو په دغه ابادۍ بیا په قامي اسمبلۍ کې په څوکیو او په سرکاري نوکریو کې د برخې معیار هم ګرځي.

ډان اخبار په خپله اداریه کې د پاکستان ګاونډي هیواد هندوستان د بیلګې په توګه یاد کړی او لیکي چې په کال ۱۹۷۶م کې هندوستان د ابادۍ د مخنیوي یا کنټرول لپاره یو قامي پلان جوړولو په وخت لومړي ګام دا پورته کړو چې د قامي وسیلو تقسیم يې د صوبو تر مېنځه د ابادۍ په بنیاد وتړلو او دغه تناسب يې تر ۲۵ سلنه کم کړو.

اخبار وايي هندوستان په دغه کال دغه تناسب د صوبو د خپلو وسېلو سېوا کولو په هڅو، سړي سر امدن او د مالېې یا ټیکسونو راغونډولو د کارکردګۍ سره وتړلو. دا مهال په هندوستان کې د قامي وسیلو ۴۷ فېصده یا سلنه وېش د صوبو په خپل پيداوار او د مالېې یا ټېکسونو په راغونډولو کیږي.

ډان اخبار د خپلې ادارېې په اخېره کې وړاندیز کړی چې وخت راغلی پاکستان کې هم اقتصادي واکدارن په دې خبره فکر وکړي او د ابادۍ په بنیاد د قامي وسیلو د وېش برخه راکمه کړي. دغه ګام به صوبې د خپلو ابادۍ زیاتو ښودولو کوښښونه هم کم کړي او صوبې به د خپلو ماليو یا ټېکسونو راغونډولو خپل نظام هم قومي کړي.

هېلو وي او اې په ټي وي

هېلو وي او اې په ټي وي
please wait

No media source currently available

0:00 0:59:57 0:00

بي بي شیرینه

بي بي شیرینه – په ټیلې ویژن
please wait

No media source currently available

0:00 1:59:59 0:00

Recommended

XS
SM
MD
LG