لاس رسیدونکی لینک

تازه خبر

د پي‌ ډي اېم مشرانو د بې درکه کسانو د قضیو په سر په ملکي ادارو سختې نیوکې کړي


PDM3
PDM3

د پاکستان تحریک انصاف حکومت مخالفه سیاسي ګوندو اېتلاف (پي ډي اېم) په ننۍ جلسه کې سیاسي مشرانو د پاکستاني پوځ په سیاست کې د لاسوهنې ترڅنګ د خلکو بې درکه کیدو لړۍ ودرولو غوښتنه کړې او د پاکستان عدالتونو او د بشري حقونو نړیوالو ادارو نه یې غوښتلي، د بې درکۍ پېښو مخنیوي کې دې خپل رول ولوبوي.

د بلوچستان په کوټه ښار کې د پاکستان ډیموکرېټک مومنټ دریمې غونډې ته په خپله وینا کې د پاکستان مسلم لیګ نواز ډلې مشرې او د پخواني وزیراعظم میا نواز شریف لور مریم نواز شریف د دریو بې درکه وروڼو خور حسیبه قمبراني کېسه وکړه او وه یې وویل، دغې کېسې ژړولې ده.

٫٫ زه تاسو په جیل کې واچولوم خو ما له ژړا رانغله، زما مور مړه شوه خو زما په سترګو کې اوښکې رانغلې، زما پلار تاسو دوه وارې په جیل کې واچولو خو زما په سترګو کې اوښکې رانغلې، خو نن چې ما د دې وړې جینۍ (حسیبه قمبران) کیسه واوریدله نو زما په سترګو کې اوښکې راغلې. شرم وکړۍ، شرم وکړۍ، شرم وکړۍ.٬٬

مریم نواز جلسې ته ویلي، ٫٫ د بې درکه کسانو د کورنۍ غم ډیر زیات دې ځکه دوي د کلونو پورې د خپلو بې درکه شوو غړو نه وي خبر چې دوي به ژوندي وي او که مړه. د خداې لپاره دې دغه ظلم بند کړل شي.٬٬

د پاکستان پیپلز ګوند مشر بلاول بټو زرداري د ویډیو لنک د لارې د کوټې غونډې ته په وینا کې وویل چې خپلو خلکو ته به بنیادي انساني حقونه ورکول وي او د بې درکۍ دغه لړۍ به نوره ودرول وي. بلاول بټو وویل که دا ظلم روان وي پاکستان نه شي پاتې کېدلی.

د بې درکه کسانو لپاره د پاکستان حکومتي کمېشن په اړه بلاول بټو زرداري ویلي، د کمیشن مشري د قامي احتساب د ادارې هغه تن کوي د چا په قید کې چې د امریکا د ګوانتانامو بې د جیل خانې نه زیات خلک مړه شوي دي.

PDM2
PDM2

٫٫ هغه تن چې د زرداري په نیولو یې لوڼو ته تکلیف رسول غواړي، هغه سړې چې د میا نواز شریف د سترګو په وړاندې د هغه لور نیولو سره یو پلار ته تکلیف رسول غواړي. د هغه تن نه څوک تمه ساتلی شي چې هغه به د بلوچستان، کوټه، سند یا د پښتونخوا بې درکه شوي کسان خپلو کورونو ته ورسوي. دا په انصاف پورې ټوکه (خندا) ده، د دغو خلکو د کورنو سره ټوکه ده، چې داسې یو ظالم انسان ته دا ذمه واري سپارل شوې ده.٬٬

د پاکستان حکومت په ملک کې د بې درکه شوي کسانو د معلومولو لپاره د پخواني قاضي جسټس جاوید اقبال په مشرۍ کې یو کمیشن جوړ کړې. دې کمیشن پرله پسې غونډې هم کړي او د یو شمیر کسانو د معلومولو دعوې یې هم کړي. د کمیشن مشر جاوید اقبال دا هم منلي چې پخواني پوځي امر جنرل مشرف ډیر بې درکه کسان بهر هیوادونو ته په پیسو خرڅ کړي دي.

پاکستاني چارواکو په بیلا بیلو وختونو کې ویلي چې ځینې بې درکه کسان د وسله والو سره ملګري شوي دي. د بې درکه کسانو د شمار شمیرو په اړه د دوي کورنۍ، غیرسرکاري‌ تنظیمونه او سرکاري چارواکي هم اختلاف لري.

بلاول بټو په خپله وینا کې د پاکستان اعلا عدالتونو نه غوښتلي، د بې درکه کسانو د قضیو اوریدنه دې د روزانه په بنیاد وکړي.‌

د بلوچستان نېشنل پارټۍ مشر عطا الله مېنګل چې د تحریک انصاف حکومت سره د انتخاباتو ورستو د نورو شرطونو تر څنګ په دې شرط ملګری شوی وو چې وزیراعظم عمران خان ورسره د بې درکه کسانو پېدا کولو لوظ کړې وو. خوعطاالله مینګل بیا حکومتي اېتلاف پرېښودو او تور یې ولګوو چې عمران خان نه خو خپل لوظ پوره کړو او د دوي (بې درکه کسانو) معلومولو پرځاې په دې حکومت کې د بې درکۍ پېښې نورې هم ډېرې شوې.

د جمعیت علما اسلام (ف) ډلې مشر مولانا فضل الرحمان په جلسه کې د بې درکه کسانو دکورنۍ غړو، ښځو او ماشومانو ته د کتلو او اشاره کولو په وخت ویلي:

٫٫ دا شقیب القلب (د سختو زړونو) قوتونه، چې زړونه یې تور او د کاڼي شوي، دوي د انساني حق هیڅ پروا نه کوي.٬٬

د کوټې په جلسه کې یو شمیر ښځو او ماشومانو په لاسونو کې کتبې نیولې وې چې د خپلو بې درکه شوو خپلو خپلوانو د عکسونو تر څنګ د هغوي د بې درکۍ کیسې او مودې لیکل شوې وې.

د پي ډي اېم مشر مولانا فضل الرحمان هم په دې معامله د بشري حقونو د نړیوالو ادارو وغوښتل چې پاکستان کې دې د خلکو د حقونو پوښتنه وکړي.

٫٫ زه د انساني حقونو نړیوالو ادرو ته ویل غواړم که تاسو په رښتیا د انساني حقونو لپاره کار کوۍ، نو پاکستان کې دننه چې د انسانانو سره څه کیږي او د دوي د حقونو سرغړونه کیږي، دلته راشئ او د دوي احتساب وکړئ.٬٬

مولانا فضل الرحمان زیاته کړې چې د ملک طاقتور قوتونه ولس ځناور ګڼي او دا خیال کوي چې کومه ګیا هم ورته اچوي نو دوي به پرې شخوند وهي: ٫٫ زه په جار ویل غواړم چې د طاقتور نه طاقتور قوت دې حیثیت منلو ته تیار نه یم چې هغوي ولس ځناور وګڼي او د هغوي مخې ته چې کومه ګیا هم واچوي هغه یې قبوله کړي.٬٬

پاکستان کې د مخالف ګوندونو مشرانو په ملک کې د ریاست دننه ریاست او د خلکو د بشري حقونو پرضد ګامونه په سختو ټکو کې غندلي او زیاته کړې یې ده چې ولس ته د دوي بینادي حقونو ورکولو سره هیواد ترقي کولې شي.

دعمران خان حکومت اؤ پوځ تل د اپوزیشن ګوندونو داسې رقم تورونه ردوي او وایي پوځ په سیاست کې لاسوهنه نه کوي.

د وزیراعظم عمران خان د حکومت چارواکي وايي د حزب اختلاف سیاسي ګوندونه د خپل کرپشن پټوولو په خاطر د حکومت خلاف یوځای شوي دي.

د پاکستان پوځ د نواز شريف تورونو ته ځواب نه وايې خو په ورستیو کې جرنل قمر جاوېد باجوه ويلي وو د منتخب حکومت خبره منل د پوځ دستوري ذمه واري ده. پوځي قيادت په مخالفه ګوندونو غږ کوي د حکومت سره سياسي شخړو کې دې پوځ نه راښکي.

هېلو وي او اې په ټي وي

هېلو وي او اې په ټي وي
please wait

No media source currently available

0:00 0:59:56 0:00

بي بي شیرینه

بي بي شیرینه – په ټیلې ویژن
please wait

No media source currently available

0:00 1:59:58 0:00

Recommended

XS
SM
MD
LG