لاس رسیدونکی لینک

تازه خبر

ډاکټر: د ارمي پبلک سکول اغیزمن نفسیاتي درملنې ته اړتیا لري


ډاکټر افتخار وايي دوي د ارمي پبلک سکول ټولو میندو پلارانو او ماشومانو ته د ویړیا مشورو ورکولو اعلان کړی دی، دغه راز صوبايي حکومت هم ویلي دي ټولو اغیزمنو د نفسیاتي علاج لپاره دوي ګامونه پورته کړي دي او وفاقي حکومت نه به هم ماهران راغوښتل کیږي
ډاکټر افتخار وايي دوي د ارمي پبلک سکول ټولو میندو پلارانو او ماشومانو ته د ویړیا مشورو ورکولو اعلان کړی دی، دغه راز صوبايي حکومت هم ویلي دي ټولو اغیزمنو د نفسیاتي علاج لپاره دوي ګامونه پورته کړي دي او وفاقي حکومت نه به هم ماهران راغوښتل کیږي

د ارمي پبلک سکول د څلورم ټولګي یو ذده کونکي ډیوه ریډیو سره د خبرو په وخت وویل کله چې دده په سکول حمله وشوه نو ده لیدل چې څنګه ترهګرو دده په ملګرو ډزې کولې او وايي نور مې دغې سکول ته تلو ته زړه نه کیږي ځکه ویریږم چرته بیا داسې پیښه رامینځ ته نشي.

یو پلار هارون خان چې دوه بچیان یې دغه سکول کښې سبق وايي او د پیښې په ورځ دواړه محفوظ راوتلي دي، ډیوه ریډیو ته وویل تر اوسه دواړه ماشومان خاموشه دي او زه چې د کور نه بهر ووځم نو نه مې پریږدي. دی وايي دمشري زوي حوصله مې جګه ده خو کشری ډیر ویریدلی دی او سکول ته دوباره تلل نه غواړي.

دغه راز یو بل پلار نثار خان چې ماشومان يې ارمي پبلک سکول کښې نه دي خو ورسره ګاونډي بل سکول کښې ذده کړې کوي وايي کله نه چې دده ماشومانو ته په سکول د برید معلومات شوي دي یو زوی ورته وايي پلاره نور سبق نه وایم خو نثار خان وايي خپل دغه زوي سره مې ډیر په طریقه خبرې وکړې تر څو يي په دې قانع کړم چې سکول ته لاړ شي. خو وايي واضحه وینم چې د سکول حملې دده د ماشومانو په نفسیاتو ژور اثر کړی دی.

خو ځیني داسې ماشومان هم شته چې د هر څه کتو باوجود يې حوصلې اوچتې دي، لکه هم د ارمي پبلک سکول د اووم ټولګي یو ذده کونکی وايي خپل سکول ته به هرو مرو سره د خپلو ملګرو ځم او چې لويې شم نو کمانډو به جوړیږم تر څو د هر زیاتي بدل واخلم.

بلخوا د پیښور د ریسکیو ۱۱۲۲ چارواکي وايي دوي ارمي پبلک سکول ټول وینځلی دی او مات ګوډ شیان يې ترې وباسلي دي خو د نفسیاتو یو ماهر ډاکټر میا افتخار حسین ډیوه ریډیو ته وايي تر هاغې باید ماشومان دغه سکول ته بو نه تلل شي تر څو چې په دیوالونو د ګولو سوري ختم کړی شوي نه وي او وايي سکول باید یو ځل بیا هاغه شان جوړ کړی شي لکه څنګه چې د برید نه وړاندې وو، خو زیاتوي سکول کښې د شین رنګ او شینکي اضافه پکار ده ځکه چې شین رنګ د راحت او تفریح احساس سیوا کولو کښې مرسته کوي.

ډاکټر میا افتخار حسین وایي یو انسان چې داسې بدې پیښې وویني نو د فلم په شان هغه بیا بیا دده مخې ته کیږي او خلاصی ترې ګران وي خو دغه تن سره چې په طریقه خبرې ووشي نو دی وومني چې پیښه شوې ده خو دا اوږد عمل دی او ډیر وخت غواړي. او وايي نه یوازې د ارمي پبلک سکول ماشومان بلکې د هغوي میندې پلاران هم د نفسیاتو ماهرانو سره وویني تر څو عادي ژوند ته یو ځل بیا راشي.

د نفسیاتو د ماهر ډاکټر میا افتخار حسین نه چې ډیوه ریډیو پوښتنه وکړه چې ایا میندې پلاران داسې پیښې د خپلو ماشومانو نه پټې وساتي نو هغه ویل د میډیا اوسني دور کښې دا ممکنه نه ده او پکار هم نه ده چې پټ وساتل شي ځکه چې دې سره د ماشوم ذهن کښې مختلف سوالونه پیدا کیږي او د ماشوم د ټولو سوالونو جواب ویل پکار دي تر څو په هره معامله د ماشوم ذهن روښانه وي.

ډاکټر افتخار وايي دوي د ارمي پبلک سکول ټولو میندو پلارانو او ماشومانو ته د ویړیا مشورو ورکولو اعلان کړی دی، دغه راز صوبايي حکومت هم ویلي دي ټولو اغیزمنو د نفسیاتي علاج لپاره دوي ګامونه پورته کړي دي او وفاقي حکومت نه به هم ماهران راغوښتل کیږي .

ځانګړې ویډیوګانې

هېلو وي او اې په ټي وي

هېلو وي او اې په ټي وي
please wait

No media source currently available

0:00 0:59:57 0:00

بي بي شیرینه

بي بي شیرینه – په ټیلې ویژن
please wait

No media source currently available

0:00 1:59:59 0:00

Recommended

XS
SM
MD
LG