لاس رسیدونکی لینک

تازه خبر

اشرف غني او خاقان عباسي به نن کابل کې يو بل ته څه وايي؟


PM Shahid Khaqan Abbasi Met Afghan President Ashraf Ghani in Turkmenistan
PM Shahid Khaqan Abbasi Met Afghan President Ashraf Ghani in Turkmenistan

کابل ته د پاکستان د وزير اعظم شاهد خاقان عباسي سفر هيلې راپارولي خو دا به کتل کيږي چې د پاکستان منتخب سياسي حکومت په افغان تګلاره کې د بدلون، او هغه هم د مثبت بدلون لپاره څومره په ازاد مټ فيصلې کولی شي؟

نن به په کابل کې اولس مشر اشرف غني د کوربه په حيث د ښاغلي عباسي هر کلی کوي خو څومره ترخې خبرې به ميز ته راوړي- دې ته ډيرو ساه راښکلې ده.

تر ټولو ګرانه او ترخه مسله په افغانستان کې د حقاني شبکې لاس نيول او د طالبانو د سر نه د پاکستان د پوځ لاس لرې کول دي چې د څېړونکو په نظر که ناممکنه نه ده نو ډېره ګرانه ضرور ده.

د افغانستان د حکومت لخوا ميډيا ته د ورکړل شوي معلوماتو له مخه د دواړو هېوادونو د ښو اړيکو جوړول د خبرو اترو د ايجنډې لومړۍ نقطه ده او د ښو اړيکو لپاره د يو بل اعتماد ګټل بنياد دی چې له بده مرغه په دوربين کې هم نه ليدل کيږي. د پاکستان پوځ د افغانستان په اړه خپله تګلاره نه بدلوي.

خپله اولس مشر اشرف غني څو ځلې ويلي پاکستان په افغانستان نااعلانه جګړه ورتپلې او افغان څېړونکو هم څو څو وارې ويلي، پاکستان اوس هم افغانستان ته د خپلې کالونۍ په سترګه ګوري.

د سيمې سیاسي څېړونکي د پاکستان د دغه تګلارې په اړه وايي چې د پاکستان پوځي واکداران په دې پوهه دي چې په افغانستان کې سوله ثبات نه يواځي يو قوي افغانستان رامنځ ته کوي بلکه په پاکستان کې به د پښتنو او بلوچو د حقونو د غوښتلو قامپرسته مبارزه نوره هم پياوړې کړي.

هم د پاکستان د دغه ډول افغان تګلارې له امله پاکستان هغه جغرافيايي اهميت د لاسه ورکړی چې تر کال ٢٠١۴ پورې يې لرلو او دغه تشه تر ډېره حده اوس افغانستان ډکه کړې ده خو څيړونکي وايي پاکستان اوس هم دې ته په تمه دی چې کله به امريکه او د نيټو ځواکونه د افغانستان نه بيرته ستنيږي چې يو وارې بيا پاکستان په افغانستان کې د خپلې خوښې لوبه توده کړي.

د دواړه مشرانو د ملاقات ايجنډې په نورو مهمو نقطو د بحث نه اول د ډيورنډ د لانجمنې کرښې مسلې ته ستاسو توجه غواړم چې هغه نقطه په نننۍ ايجنډا کې خو لا نشته او لا د ايجنډی په مهمو نقطو کې هم نه ده شامل کړی شوې.

د پاکستان د بارډر منيجمېټ په نوم په ملک دننه او په نوره نړۍ کې ډير شور جوړ کړی خو چې کله خبره د افغانستان سره د ډيورنډ کرښه د مستقيمې پولې منلو غوښتنې ته راشي نو افغانستان يې په يوه جمله کې داسې له مينځه يوسي چې دا فيصله به د کرښې دواړو غاړو پراته اولسونه کوي. د افغانستان د دې دريځ چې پاکستان د ځواب بله کومه لار ونه مومي نو په ډيورنډ کرښه د اغزن تار په لګولو نور زور راوړي.

د ايجنډې دويمه مهمه نقطه د دواړو هېوادونو تر مينځ اقتصاد له وده ورکول دي چې په تېرو دريو کالو کې زيانمن شوی دی. افغان اولس مشر تير کال په دسمبر کې ويلي وو چې د پاکستان سره يې تجارت د تير په نسبت نيم په نيمه کم شوی دی.

د افغانستان د ټرانزېټ ټريډ شخړه او بيا د پاکستان د لارې د هند سره تجارت د افغانستان په مهمو غوښتنو کې يوه ده خو دا لا پاکستان نه ده منلې. افغانستان دا هم اعلان کړی چې که پاکستان ورته د هند سره د نيغ په نيغه تجارت لار ورنکړي نو کابل به د چين د اقتصادي راهدارۍ د منصوبې برخه نه جوړيږي. په بله معنا افغانستان پاکستان ته پيغام ورکوي چې لار راکه او لار واخله او که د هند سره يې تجارت ته نه پريږدي نو د پاکستاني مالونو د منځنۍ اشيا مارکيټونو ته ور رسول به د افغانستان د لارې هم امکان ونه لري.

يوه بله کړکېچنه مسله د امنيت ټينګولو او د ترهګرۍ په ضد ګډه مبارزه کول هم په ايجنډا کې اچولې شوې ده چې د څېړونکو په وينا په نزدې وخت کې د عملي کېدو امکان نه لري ځکه دا خو نيغ په نيغه د پاکستان د پوځ د تګلارې سره تړلې ده او د امريکايي چارواکو په وينا پاکستان ترهګري د خارجه پاليسۍ په توګه کاروي.

پاکستان به د افغانستان نه په پاکستان کې مېشت په لکونو افغانانو د بېرته ستنېدو ضمانتونه غواړي او اولس مشر اشرف غني هم خپل يو مېعاد اعلان کړی چې کډوال افغانان دې په دوه کاله کې وطن د ستنېدو امکانات پيدا کړي.

په افغانستان کې د کوکنارو د کر د ختمولو نړيوال فشار دی او پاکستان هم د دغه فشار يوه برخه ده خو څېړونکي وايي په اصل کې پاکستان د کوکنارو د کروندې د ختمولو کلک ملاتر ځکه نه کوي چې د کوکنارو او د هيروين د کاروبار نه طالبان استفاده کوي چې تر اوسه يې د افغانستان جنګ تود ساتلی دی.

د پاکستان د پوځ پخوانی افسر او څېړونکي بريګيډير سعد محمد خان ډيوه ته په خپلو خبرو کې ويلي وو چې د کوکنارو د کروندې او د هيروين د فابريکو له منځه په وړلو به طالبان په اقتصادي توګه په ټپه کيني.

هېلو وي او اې په ټي وي

هېلو وي او اې په ټي وي
please wait

No media source currently available

0:00 0:59:57 0:00

بي بي شیرینه

بي بي شیرینه – په ټیلې ویژن
please wait

No media source currently available

0:00 1:59:57 0:00

Recommended

XS
SM
MD
LG