لاس رسیدونکی لینک

تازه خبر

په ارمي اېکټ کې د ترمیم د حمایت په سر فرحت الله بابر د پاکستان سیاسي گوندونه غیر جمهوري گڼي


په لاهور کې د سیاسي گوندونو دننه د جمهوري عمل په عنوان غونډې ته وینا کې فرحت الله بابر وویل د پاکستان پیپلزپارټۍ سېنټر اېگزېکټیو کمټیۍ ارمی اېکټ کې ترمیم رد کړی و
په لاهور کې د سیاسي گوندونو دننه د جمهوري عمل په عنوان غونډې ته وینا کې فرحت الله بابر وویل د پاکستان پیپلزپارټۍ سېنټر اېگزېکټیو کمټیۍ ارمی اېکټ کې ترمیم رد کړی و

د پاکستان پیپلزپارټۍ سېکرېټري جنرل او پخواني سنېټر فرحت الله بابر ویلي د پاکستان سیاسي گوندونه نه خو جمهوري دي او نه پکې په ازاد مټ د جمهوري فېصلو صلاحیت شته او د دې ورستي مثال پارلېمنټ نه د ارمي اېکټ ترمیمي قانون په اکثریت منظوریدل دي.

په لاهور کې د سیاسي گوندونو دننه د جمهوري عمل په عنوان غونډې ته وینا کې فرحت الله بابر وویل د پاکستان پیپلزپارټۍ سېنټر اېگزېکټیو کمټیۍ ارمی اېکټ کې ترمیم رد کړی و او په دې کې یې د څلورو ترامیمو وړاندیز کړې و خو د پارټۍ قیادت کمېټۍ په اعتماد کې اخیستلو بغیر دغه مجوزه ترامیم په ٢۴ گنټو کې دننه بیره واخیستل.

فرحت الله بابر وویل چې دا ډیره د تکلیف خبره ده چې د پارټۍ قیادت یوه اړخیزه فیصله وکړه او په ارمي ایکټ کې د مجوزه ترمیمونو نه یې لاس واخیستلو. فرحت الله بابر زیاته کړه چې په ارمي اېکټ کې د ترمیمونو هدف پارلېمنټ مظبوطول او وزیراعظم ته د پوځ مشر د نوکرۍ میعاد زیاتولو سره سره وزیراعظم ته دا اختیار هم ورکول وو چې پوځي مشر دې د نوکرۍ نه لرې کړي.

په پیپلزپارټۍ کې دننه په ارمي اېکټ کې د ترمیم خلاف اواز نه وړاندې د پاکستان مسلم لیگ (ن) یو مشر او د دفاع پخواني وزیرخرم دستگیر خان دا خبره ومنله چې په گوند یې فشار و چې په ارمي اېکټ کې د بدولون قانون دې بغیر د څه شرط حمایت وکړي.

د پاکستان پیپلزپارټۍ سنېټر بهره مند تنگی وايی پیپلزپارټي یو جمهوري گوند دی او د سیاسي فیصلو اخیتار یې چیرمېن یا مشر ته ورکړی دی.

د وي او ای ډیوه سره خبرو کې سنېټر بهره مند تنگي په ارمي اېکټ کې د ترمیم په اړه د پارټۍ د قیادت د فیصلې حمایت وکړو او ویې وېل د گوند کور کمیټي یا سېنټر اېگزیکېټیو کمیټي د پارټۍ مشر په ټنیکي او سیاسي مسلو مشورې خو ورکولی شي او د سیاسي فیصلو اخیتار د گوند مشر په لاس کې دی. هغه وویل د پارټۍ غړي باید د گوند د مشر فیصلې ومني.

خو فرحت الله بابر د لاهور په غونډه کې وویل په گوند کې دننه د اختلافاتو او "ون مېن شو" یا د یو تن د اختیار پرځای دې جمهوري عمل وساتل شي او د دې دپاره دې نوی میثاق جمهوریت وشي.

په ارمي اېکټ کې د ترمیم د حمایت په سر د پاکستان د حزب اختلاف دواړه لوې گوندونه، پاکستان مسلم لیگ (ن) او پاکستان پیپلزپارټي، د تنقید سره مخامخ شوي دي او په ټولنیرو رسنیو پرې ټکونه شوي دی.

د عوامي نېشنل پارټۍ پخواني سنېټر افراسیاب ختک د لاهور غونډې ته وویل هېواد د مخلوط مارشل لا سره مخامخ دی. هغه وویل سیاسي گوندونه اصلاحاتو او د ادارو په توگه کارکولو ته اړتیا لري او ضرورت لري چې په مسلو څېړنه وکړي.

هېلو وي او اې په ټي وي

هېلو وي او اې په ټي وي
please wait

No media source currently available

0:00 0:59:58 0:00

بي بي شیرینه

بي بي شیرینه – په ټیلې ویژن
please wait

No media source currently available

0:00 1:59:58 0:00

Recommended

XS
SM
MD
LG