لاس رسیدونکی لینک

تازه خبر

عمران خان: د حضرت محمد (ص) د مدینې ریاست په مثال به فلاحي حکومت جوړوم


د پاکستان تحریک انصاف مشر عمران خان
د پاکستان تحریک انصاف مشر عمران خان

د پاکستان تحریک انصاف گوند مشر عمران خان چې د پاکستان متوقع نوی وزیراعظم گڼل کیږي، د انتخاباتو ورسته یې قام ته خپل تقریر کې وویل چې د پېغمبر حضرت محمد (ص) د مدینې د ریاست په مثال به فلاحي حکومت جوړوي.

د جولايي د ٢٥ د انتخاباتو غیر رسمي ښايي چې پي ټي ايي ترټولو زیاتې چوکۍ ترلاسه کړې دي.

د مدینې ریاست

د زیارت، پنجشنبې، په ورځ په ټیلې وژن نشر شوي د بریا په وینا کې عمران خان وویل د هغه لپاره د پیغمبر حضرت محمد (ص) د مدینې منورې ریاست د فلاحي یا د خېر ښیګړې ریاست نمونه چې د خپل حکومت په جوړولو کې به یې پېروي کوي.

دا وړمبی ځل دی چې د عمران خان ډلې په قامي کچه په پارلیمنټ کې اکثریت ترلاسه کړو.

د زیارت، پنجشنبې، په ورځ تقریر کې عمران خان د خپل اینده حکومت د تگلارې مهم ټکې په ډاگه کړل چې پکې د افغانستان په شمول د نورو گاونډیو هېوادونو سره تعلقات، د هېواد اقتصاد او د ښځو او ماشومانو د خېر ښېگړې کارونه شامل وو.

عمران خان وویل چې د پېغمبر د مدینې په اصولو باندې به یو داسې فلاحي ریاست جوړوي چې بنیاد به یې برابرۍ او میرټ یا قابلیت ولاړ وي.

عمران خان لوظ وکړو چې د پاکستان نه به غربت او بډې رشوتونه ختموي. هغه وویل د پاکستان شا او خوا نيمه ابادي د غربت د کرښې سره یا ددې دلاندې ژوند کوي. هغه وویل د غریبانانو لپاره به پاکستان د خیرښیګړي ریاست جوړوي او ځوانانو ته به روزګارونه ورکوي.

احتساب

نوموړي وویل هغه به اول د خپل ځان او خپلو وزیرانو نه د احتساب عمل شروع کوي او په ملک کې به داسې اداري پرځای کوي چې دملک د ګورننس یا د حکومت نظام به سم کړي. عمران خان وویل د ملک د ټیکس نظام به سموي او د اولس د ټیکس د پیسو حفاظت به پخپله کوي او زیاته يې کړه د کرپشن ختمولو او ټیکس نظام سمولو سره به پاکستان ته د بهر ملکونو نه سرمایه کاري راوړي.

اقتصاد او سرمایه کاري

عمران خان وویل د پاکستان لویه ابادي د ځوانانو ده چې روزګارونه نه لري. نوموړي وویل د بهرملکونو نه به ملک ته سرمایه کاري راوړي چې په ملک کې به روزګارونو ته وده ورکړي.

عمران خان زیاته کړه ملک به د اقتصادي کړکیچ نه را اوباسي او د تجارتي ټولنې سره به هیواد مخ په وړاندې بوځي.

عمران خان په پاکستان کې په لویو سیاستدانانو او مالداره خلکو هم ټکونه وکړل او وې ویل د ملک ټوله ګټه دغه خلک پورته کوي او غریب ته کومه ګټه نه رسي. نوموړي زیاته کړه په پاکستان به یو داسې ریاست جوړوي چې پکې د غریب لپاره د مالداره خلکو په څیر یو شان موقعې ترلاسه وي.

انتخاباتو کې درغلي

پداسې حال کې چې د پاکستان مسلم لیگ (ن)، پاکستان پیپلز پارټۍ او د عوامي نیشنل پارټۍ په شمول ګڼ شمیرسیاسي او مذهبي ګوندونو په انتخاباتو کې په لویه کچه د درغلیو تورونه لګولي عمران خان وویل انتخابات په شفافه طریقه شوي دي او دا چې د نورو سیاسي ګوندونو لخوا په انتخاباتو کې د کرپشن پلټنو لپاره په مکمله توګه تیار دی.

عمران خان په خپل تقریر کې په خارجه تگلاره او د امریکې او د گاونډي هېوادونو سره د تعلقاتو په موضوع هم خبرې وکړې.

افغانستان

عمران خان وویل په سیمه کې د ترهگرۍ خلاف جنگ کې د بل هرچا نه زیات نقصان د افغانستان او بیا د پاکستان زیات نقصان شوی دی. هغه وویل افغانستان امن ته اړتیا لري او د هغه حکومت به په هره طریقه افغانستان ته د امن د راوستلو کوښښ کوي.

عمران خان وویل چې غواړي افغانستان او پاکستان دې هم لکه د یورپي هېوادونو د یو بل سره د تگ راتگ دپاره ازاد سرحدونه ولري.

چین

د تحریک انصاف چیرمین یا مشر وویل چین سره به تعلقات نور هم مضبوطوي او په پاکستان کې د کرپشن او د غربت د ختمولو په لړ کې به د چین نه مرسته غواړي.

د عمران خان په وینا چین په تېرو ٣٠ کلونو کې ۷۰ کروړه خلک د غربت نه راویستي. نوموړي دا هم وویل چین په څلورو کلونو کې ۴۰۰ وزیران د کرپشن یا د بډو رشوتو په تورونو د خپلو څوکو نه لرې کړي او زیاته يې کړه چې په خپل ملک کې به د کرپشن د ختمون لپاره به هم د چین نه مرسته اخلي.

امریکا

عمران خان د امریکې سره د پاکستان د تعلقاتو په موضوع هم خبرې وکړې او وې ویل چې د واشنگټن سره به داسې "متوازن" اړیکي برابري چې د دواړو هېوادونو په گټه به وي.

هندوستان او ایران

عمران خان د ایران او هندوستان سره په تعلقاتو هم خبرې وکړې. هغه وویل که چېرې هندوستان د ملگرتیا په لور یو گام اخلي نو د هغه حکومت به دوه گامه ورنژدې کیږي. هم دغه رنگ، عمران خان وویل پاکستان به د ایران سره هم خپله ملگرتیا زیاتوي.

ځانګړې ویډیوګانې

هېلو وي او اې په ټي وي

هېلو وي او اې په ټي وي
please wait

No media source currently available

0:00 0:59:58 0:00

بي بي شیرینه

بي بي شیرینه – پاکستان کې غربت زیات شوی، وجوهات یې څه دي؟
please wait

No media source currently available

0:00 1:59:59 0:00

Recommended

XS
SM
MD
LG