لاس رسیدونکی لینک

تازه خبر

د "ضمیرقیدي" حیات پریغل د جمعې په ورځ د ازادۍ امکان دی


د پښتون ژغورنې غورځنګ او د بشري حقونو دپاره کارکونکو د احتجاجونو وروسته د پاکستان د مرکزي حکومت تحقياتي ادارې ايف اي ای ومنله چې حيات پريغل د سايبر کرايمز د قانون د لاندې د يو وګړي په رپورټ ګرفتار کړی دی
د پښتون ژغورنې غورځنګ او د بشري حقونو دپاره کارکونکو د احتجاجونو وروسته د پاکستان د مرکزي حکومت تحقياتي ادارې ايف اي ای ومنله چې حيات پريغل د سايبر کرايمز د قانون د لاندې د يو وګړي په رپورټ ګرفتار کړی دی

د راولپنډۍ په اډیاله زندان کې بنديوان د "ضمير قیدي" د پښتنون ژغورنې غورځنګ فعال حيات خان پريغل وکيل ويلي ممکنه ده چې پریغل د جمعې په ورځ خوشی شي.

د پريغل وکيل عبدالرحيم وزير د ډيوه ريډيو سره مرکه کې وويل عدالت د حيات پریغل په اړه خپله فېصله په لیکلي شکل کې لا نه ده جاري کړې او که چېرې د زیارت، پنجشنبې، په ورځ ناوخته یې جاري کړه نو سبا به یې د ضمانت سره جمع کړي او د دې پروسې د مکمل کېدو نه پس بیا پریغل ازادیدی شی.

د اسلام اباد هايي کورټ د نهې، سه شنبې، په ورځ د حيات پريغل په ضمانت د ازادولو امر وکړو.

حيات پريغل د سږکال د جولاي په پينځمه نيټه د خيبرپښتونخوا ډيره اسماعيل خان ښار کې د خپل کور نه ونيول شو.

د پښتون ژغورنې غورځنګ او د بشري حقونو دپاره کارکونکو د احتجاجونو وروسته د پاکستان د مرکزي حکومت تحقياتي ادارې ايف اي ای ومنله چې حيات پريغل د سايبر کرايمز د قانون د لاندې د يو وګړي په رپورټ ګرفتار کړی دی.

د حيات پريغل وکيل دا هم وويل چې د هېواد په ځینې مطبوعاتو کې راغلي چې عدالت حيات ته ضمانت په مشروط ډول ورکړی خو ښاغلي وزیر زیاته کړه چې ددې خبرې تصديق د عدالت د لیکل شوي فېصلې ترلاسه کولو وروسته کولی شي.

ورځپاڼه ډان واي چې د اسلام اباد هاي کورټ د حيات پريغل ضمانت د لس لکه روپو په شرط منظور کړی او دا چې عدالت د کورنیو چارو وزارت ته د حيات نوم د هېواد د سفري بنديزونو په نوملړ کې د اچولو او په سوشل ميډيا د حيات په هلو ځلو د نظر ساتلو امر هم کړی.

د انساني حقونو نړیوالې ادارې اېمنسټي انټرنیشنل د حیات پریغل د گرفتارۍ غندنه کړې ده او هغه یې د "ضمیر قید" په نوم یاد کړی دی. ادارې ویلي حیات پریغل د قانون د لاندې د رای د ازادۍ خپل حق استعمالولو.

ځانګړې ویډیوګانې

بي بي شیرینه

بي بي شیرینه – په ټیلې ویژن
please wait

No media source currently available

0:00 1:59:57 0:00

Recommended

XS
SM
MD
LG