لاس رسیدونکی لینک

تازه خبر

د روان سیاسي کړکیچ تاواني فریق پښتونخوا


که وکتل شي نو د صوبې د حکومت اختیارات په درې ځایه کې ویشل شوي خو مقصد د اختیاراتو ویشل نه دي بلکه د وزیراعلا پرویز خټک په صوبه کې غیر موجودگي ده
که وکتل شي نو د صوبې د حکومت اختیارات په درې ځایه کې ویشل شوي خو مقصد د اختیاراتو ویشل نه دي بلکه د وزیراعلا پرویز خټک په صوبه کې غیر موجودگي ده

عجیه خبره ده. د پښتونخوا د حکومت لویه برخه د څوارلسم اگست رایسته په اسلام آباد کې په احتجاج سر ده. د تحریک انصاف د اعلا وزیر نه يي واخله تر وزیر پورې او د قامي اسمبلۍ د غړو نه تر د صوبائي اسمبلۍ د غړو پورې ټول د صوبې نه بهر دي خو ولې حکومت بیا هم روان دی او اختیارات د صوبائي اسمبلۍ سپیکر اسد قیصر ته انتقال شوي. د تحریک انصاف پاتې واک اختیار په ایتلافي گوندونو ویشلی دی.

د صوبې مشر وزیر او د ایئتلافي گوند جماعت اسلام غړی عنایت الحق او دغه شان د عوامي جمهوري اتحاد شهرام خان ترکۍ په واک اختیار کې د خپلې برخې مالکان دي.

که وکتل شي نو د صوبې د حکومت اختیارات په درې ځایه کې ویشل شوي خو مقصد د اختیاراتو ویشل نه دي بلکه د وزیراعلا پرویز خټک په صوبه کې غیر موجودگي ده. داسې خو نشې کیدی چې ټول حکومتي کاروانه به په ټیلې فون روان وي او دا حقیقت په ځائې دی چې د صوبې ټوله حکومتي انتظامیه په اسلام آباد کې پښتونخوا هاوس ته راغوښتل شوي ده چې ددغه بې انتظامه صوبې په انتظام چلولو به لا د مخکې نه هم سیوا اخراجات رامېنځته شي. (خبریالان یوه ټوکه کوي چې صوبه خو د وړاندې نه په ایس ایم ایس روانه وه نو که په ټیلې فون باندې کارونه کیږي نو څه؟)
په صوبائي اسمبلۍ کې د عوامي نشنل پارټۍ پارلیماني لیډر سردار حسین بابک وايي د صوبې حکومت د نااهلۍ له وجې د تیرکال د بجټ ٨٠ اربه روپۍ مرکزي حکومت ته د ١٠ اشاریه پنځه فیصد په شرح په سود ورکړې او دا ځکه چې حکومت هیڅ تیاري نه لرله چې دغه پېسې په ترقیاتي کارونو ولگوي خو ددې په ځواب کې د جماعت اسلامي مشر او د هغه وخت د صوبې د خزانې وزیر سراج الحق ویلي دي مرکزي حکومت ورته د ښه مالي نظم وضبط د ستائنې په لړ کې نه یواځې سند ورکړی ولې په شاباشي کې يي ورته نورې پېسې هم منلي دي.

د روانو مظاهرو د ملک په نورو صوبو کیدلی شي نیغ په نیغه دومره اثر نه وي خو د پښتونخوا په خلکو او حکومت يي ډیر اغیزې روانې ښکاري دا چي دغه مظآهرې به څه نتیجه ورکړي؟ دا لا په ډاگه شوي نه ده خو ښکارې داسې لکه چې د وزیراعظم نواز شریف حکومت د عمران خان تحریک انصاف د احتجاج ځواب د نورو سیاسي گوندونو په مرسته د سیاست د لارې ورکول غواړي او د ملا طاهرالقاد‏ري سره ځانگړې معامله کول ورته په گټه اوړي. د حکومت لخوا د خبرو اترو زور په قادري ښکاري نه چې د عمران په گوند.

د طاهرالقادري د مطالباتو ترتیب څه لږ ډیر بدلون او د هغه د وینا انداز داسې ښائي چې د نواز شریف حکومت سره يي زر یا پس څه نه څه روغه جوړه کیدلی شي. که چرې طاهرالقاد‏ري په څه ورکړه راکړه رضا شو نو عمران خان به یواځې پاتې شي او دا به نه یواځې د نواز شریف حکومت ته د ساه اخیستو موقع په لاس ورکړي ولې عمران خان به ورځ په ورځ نور هم یواځې کیږي او دې ته به مجبور شي د خپلو غوښتنو ترتیب بدل کړي او څه سیاسي حل ته غاړه کېږدي او که دغه شان په خپل دریز کلک ودریږي نو د پښتنونخوا سره سره به نور ملک کې هم د مقبولیت د کمي سره مخ شي او څنگه چې مطبوعات خبرونه خوروي خپله پارټۍ يي د خپل منځو اختلافاتو ښکار شي. د تحریک انصاف د قامي او هم د صوبائي اسمبلیو غړو د عمران خان لخوا ورکړل شوي اعلان چې د پارلیمان د غړيتوب څخه استعفا وکړی سرغړونه څرگنده کړې ده. څومره چې طاهرالقادري د خپلوغوښتنو په ورمنلو کې څه نه څه بریالی ښکاري هم دومره عمران خان ته د خپلو غوښتنو په ورمنلو لاره ورځ په ورځ گرانیږي.

هېلو وي او اې په ټي وي

هېلو وي او اې په ټي وي
please wait

No media source currently available

0:00 0:59:57 0:00

بي بي شیرینه

بي بي شیرینه – په ټیلې ویژن
please wait

No media source currently available

0:00 1:59:59 0:00

Recommended

XS
SM
MD
LG