لاس رسیدونکی لینک

تازه خبر

علي وزیر: د پښتون ژرغونې غورځنگ به متبادله سیاسي لاره ولټوي


د پښتون ژغورنې غورځنگ یا پي ټي اېم یو مخکښ مشر او د قامي اسمبلې غړی علي وزیر وایي چې دوی به پس له دې پر یو «متبادلې سیاسي حوالې» سوچ وکړي، هغه ځکه چې ریاست د دوی غوښتنو ته هیڅ پام ونه نیوه.

د خیبرپښتونخوا په بنو کې، لکه څنگه چې پتییل شوې وه، نن د پښتون ژغورنې غورځنگ، یوه لویه جلسه جوړه کړله او په هغې کې یې ریاست ته خپلې اهمې غوښتنې یو ځل بیا مخته کړې.

له جلسې وروسته، د پښتون تحفظ موومنټ یو مخکښ مشر، علي وزیر، امریکا غږ ډیوه ته په خبرو کې وویل چې دوی په کراتو ریاست ته خپلې غوښتنې وړاندې کړې، خو د پښتنو تکلیفونه لیرې نه شول او چا یې آواز ته غوږ هم ونه نیوه. علي وزیر زیاته کړه: «اوس خلک پوه شول چې ریاست د دې خبرو نه مانع کیږي. اوس خلک په دې سوچ باندې روان دي چې یاره مونږ به یو متبادل سیاسي حوالې سره سوچ ورته وکړو.»

کله چې له علي وزیر څخه وپوښتل شول چې متبادله سیاسي لاره به یې څه وي؟ آیا سیاسي گوند به جوړ شي که څنگه؟ هغه وویل: «گوندونه خو مخکې هم جوړ شوي دي، له دې نه څه حال نه دی راوتلی. او په جلسو کې په دومره سوالونو او منتونو هم زیاتي ورته ستړي شوو یا به داسې کوو چې اسلام آباد ته به ځو په اسلام آباد کې به کښینو، یا به ملگري سنجوي چې بل ردعمل څرنگه وي، په کوم انداز باندې وي، دوی به خپل تیاری نیسي.»

علي وزیر دا هم وویل چې د پښتنو آواز به په انټرنیشنل (بین الاقوامي) کچه هم پورته کړي. نوموړي په بنو کې نننۍ جلسه، «ډیره زوروره» وبلله خو زیاته یې کړه چې دا ځل پر هغوی باندې ټول نیټ ورک بند شوی و. د علي وزیر وینا ده چې ریاست د جلسې ځای ته د خلکو د راتگ مخې ته هم خنډونه او تکلیفونه پیش کړي و، خو د دې ټولو با وجود، د پښتنو له ټولو علاقو او سیمو څخه دې جلسې ته خلک راغلي و.

  • 16x9 Image

    احمد فؤاد لامع

    احمد فؤاد لامع د ٢٠٠٧ کال راهیسې له امریکا غږ سره کار کوي او د ‏ژورنالیزم په ډگر کې د ۲۰۰۲ راهېسي تجربه لري. هغه مخکې تر دې، په کابل کې د لمر ټلیویژن د پښتو خبرونو مسئول، د طلوع ټلیویژن د خبري خپرونې کوربه، او وړاندې تر هغه، د افغانستان په ملي ټلویژن کې خبریال و.

ځانګړې ویډیوګانې

بي بي شیرینه

بي بي شیرینه: په ټیلې ویژن
please wait

No media source currently available

0:00 1:59:57 0:00

Recommended

XS
SM
MD
LG