لاس رسیدونکی لینک

تازه خبر

د بشري حقونو فعالان: حکومت د پي ټي اېم غږ خاموشه کول غواړي


د پي ټي اېم مشر منظور پشتین
د پي ټي اېم مشر منظور پشتین

په خېبر پښتونخوا کې سياسي او د بشري حقنونو فعالين وايي چې حکومت د اپوزيشن ګونډونو او پښتون ژغورنې غورځنګ د غونډو په مهال د موبائل فون سروس او د انټرنټ سهولت ځکه بندوي چې آواز يې د سوشل ميډيا د لارې د هېواد نورو برخو ته و نه رسي او دغه جلسې ناکامه شي۔

په دې اړه د پښتون ژغورنې غورځنګ د مرکزي کمېټۍ غړي شهاب خټک اېډوکېټ وي او ای ډيوه ته وويل چې د حکومت داسې ډول ګامونه اخېستل په ائين کې ورکړل شوي بشري حقونو پرضد دې۔

شهاب خټک وویل " پښتون تحفظ مومونټ سره يو ظلم خو دا روان دی چې د هغوئ د لکونو خلقو اجتماع کېږي او هغه زمونږه ميډيا نه راخلي، نو په دې ميډيا د بندېز چا لګولې دې، خو زمونږه ميډيا جبرن منع کړل شوې چې پي ټي ايم ته به کوريج نه ورکوې، نو د هغوئ سره يو د سوشل ميډيا زريعه پاتې کېږي او د هغې نه هم په دې طريقه منع کول شي"

د فرورۍ په اوومه په پېښور کې د پي ټي ايم يا پښتون تحفظ مومنټ جلسې په مهال د موبائل فون سروس ترڅنګ انټرنټ بند و چې د ځايي خلکو په وېنا د دوی د يو بل سره رابطې کې مشکلات وو.

په پېښور کې مېشت اسرار صافي وايي چې د پي ټي اېم غونډې نه وړاندې د پاکستان ډېموکرېټک مومنټ جلسې په موقع هم ټوله ورځ د موبائل فون سروس او د انټرنېټ سهولت د ځنډ ښکار و او وايي چې د حکومت داسې ګام اخېستو سره د خلکو امروزه ژوند ډېر اغېزمن شي۔ " دې نه زده کوونکي، مريضان او کاروباري خلک متاثره کېږي ځکه چې نن صبا ټول کارونه په موبائل او انټرنټ کېږي او په دې روان وي، نو په دغې ورځ تکليفونه وؤ خلکو ته."

بلخوا د خېبرپښتونخوا د پاکستان تحريک انصاف ګوند د کلتور او مزدورانو د څانګې وزير شوکت يوسفزۍ وي او ای ډيوه ته وويل چې د جلسو په موقع د موبائل فونز سروس ځکه بندولې شي چې د ترهګرۍ څه بده پېښه مخې ته رانه شي۔ " دا صوبه د ترهګرۍ ښکار صوبه ده او دلته ۱۵ نه شلو کالو پورې بدامني پاتې شوېده نو ظاهره خبره ده چې امن و امان د حکومت زمه واري ده او مونږه د هغوئ د سکيورټۍ د پاره داسې اقدامات کوؤ، او کله چې محرم وي نو هغې دوران حکومت غواړي چې سيکيورټي ورکړي"

د بشري حقنونو فعالين وايي چې د پاکستان ائين د اتمي مادې نه تر اتويشتمې مادې پورې چې کوم ارټيکلز دي هغه د بشري حقونو خوندي کولو ضمانت ورکوي چې پکې د قانون چوکاټ دننه د راۍ اظهار کول، په يو ځايي کې اجتماع کول، په ځانګړي توګه يا د اجتماع په شکل کې د يو ځاۍ نه بل ځاۍ ته ورتلل شامل دي۔

بي بي شیرینه

بي بي شیرینه: په ټیلې ویژن
please wait

No media source currently available

0:00 2:00:00 0:00

Recommended

XS
SM
MD
LG