لاس رسیدونکی لینک

تازه خبر

پاکستان کې پټرول د لسو روپو نه زيات ارزان کړل شوي


د پاکستان د وزيراعظم دفتر ويلي، وزیراعظم شهباز شریف د لوی اختر په موقع خلکو ته ډالۍ ورکړې او پټرول یې د لسو روپو نه زيات ارزان کړي دي.‏

د پاکستان د خزانې وزارت د تيلو نوي قيمتونه جاري کړي او ويلي یې دي چې د تېلو او ګېس د انتظام ادارې په نړيوال مارکيټ کې د تيلو قيمتونو ته په کتو تېل ‏ارزان کړي دي.‏

د نوو قيمتونو ترمخه، یو ليټر پټرول‎ 10.20 ‎‏ ارزان کړل شوي او ډيزل ‏‎2.33‎‏ روپۍ ارزان کړل شوي دي.‏

د ارزانېدو سره يو ليټر پټرول ‏‎258.16‎‏ ته راکم شوي او ډيزل ‏‎267.89‎‏ روپۍ شوي دي.‏

د پاکستان د وزيراعظم دفتر ويلي، د تېرې میاشتې راهسې په مجموعي ډول د پټرولو يو ليټر کې ولس سره د ‏‎35‎‏ روپیو ښېګړه شوې ده.‏

پاکستان کې د تېلو بيعې هر ‏‎15‎‏ ورځې وروسته بدليږي.‏

د روانې میاشتې جون په لومړۍ نېټه د پیټرولو يو ليټر 4.74 روپۍ او ډيزل 3.86 روپۍ ارزان کړل شوي وو، خو اول ويل شوي وو وزيراعظم ‏لارښوونه کړې وه چې پېټرول دې 15 او ډيزل دې نزدې اته روپۍ ارزان کړل شي.‏

د مې د مياشتې په نيمايي کې هم يو ليټر پېټرول 15.39 روپۍ او ډيزل 7.88 روپۍ ازران کړل شوي وو.‏

او د مې په لومړۍ نېټه هم پېټرول او ډيزل ارزان کړل شوي خو د اپرېل په نيمايۍ کې یې بيعې سېوا کړل شوې وې.‏

Forum

بي بي شیرینه

بي بي شیرینه – په ټیلې ویژن
please wait

No media source currently available

0:00 1:59:58 0:00

Recommended

XS
SM
MD
LG