لاس رسیدونکی لینک

تازه خبر

پاکستان وايي د قامي امنیت لومړۍ پالېسي یې منظوره کړه


د پاکستان حکومت د بیان ترمخه نېشنل سېکیورټي پالېسي د ګل، دوشنبې، په ورځ د نېشنل سېکیورټي کمېټي یا د قامي امنیت شورا په غونډه کې وړاندې کړی شوه. د بیان ترمخه د غونډې مشرې وزیراعظم عمران خان وکړه او پکې د حکومت، پوځ او امنیتي ادارو لوړ رتبه چارواکو شرکت وکړو
د پاکستان حکومت د بیان ترمخه نېشنل سېکیورټي پالېسي د ګل، دوشنبې، په ورځ د نېشنل سېکیورټي کمېټي یا د قامي امنیت شورا په غونډه کې وړاندې کړی شوه. د بیان ترمخه د غونډې مشرې وزیراعظم عمران خان وکړه او پکې د حکومت، پوځ او امنیتي ادارو لوړ رتبه چارواکو شرکت وکړو

پاکستان ویلي د هېواد د امنیت لومړۍ قامي تګلاره یا نېشنل سېکیورټي پالېسي یې منظوره کړی او زر به وفاقي کابېنې ته او د عامې کتنې دپاره وړاندې کړی شي.

که څه هم د پاکستان حکومت د ملي امنيت په اړه دغه لومړۍ تګلاره بولى خو څېړوونکي وايی د دې نه اوړاندې هم دا ډول تګلارې جوړې کړی شوي دي خو زیاتره عملي شوي نه دي او په نتیجه کې یې په پاکستان کې تندروي اوعدم برداشت زیات شوی دی.

د پاکستان حکومت د بیان ترمخه نېشنل سېکیورټي پالېسي د ګل، دوشنبې، په ورځ د نېشنل سېکیورټي کمېټي یا د قامي امنیت شورا په غونډه کې وړاندې کړی شوه. د بیان ترمخه د غونډې مشرې وزیراعظم عمران خان وکړه او پکې د حکومت، پوځ او امنیتي ادارو لوړ رتبه چارواکو شرکت وکړو.

د بیان ترمخه د پاکستان د قامي سلامتیا مشیر د غونډې ګډون والو ته امنیت تګلارې د بنیادي ټګو په اړه معلومات ورکړل. د امنیت مشیر وویل د تګلارې مقصد د پاکستاني شهري "تحفظ، امنیت او وقار" یقیني کول دي او دا هدف به د اقتصادي پرمختګ دلارې ترلاسه کولی شي. "مضبوط اقتصاد به اضافي وسایل پېدا کوي چې په خپل نوبت به د پوځي او انساني امنیت دپاره په منصفانه ډول وېشل کېږي."

د حکومتي بیان ترمخه د امنیت قامي تګلاره یا اېن اېس پي د ټولو صوبو او د حکومت ټولو ادارو مشوره تیاره کړی شوي ده، زر به کابېنې او عامې کتنې دپاره وړاندې کړی شي.

د دې نه وړاندې د اطلاعاتو مرکزى وزير فواد چودهري ويلي وو چې په دې خبره به هم غور کولی شي چې د امنیت پالېسي به د افغانستان، د پاکستان او د هند پشمول په نورو هيوادونو څه اثر ولري؟

څېړوونکي چې د ملک د امنیت په شان په مهمو تګلارو ټول قام او پارلېمنټ په اعتماد کې اخېستل پکار دي او د پارليمان د منظورۍ نه وروسته دې د امنیت تګلاره منظوره کړی شي.

د پوځ پخوانی جرنېل او د دفاعي او امنیتي چارو څېړوونکی طلعت مسعود وی او اي ډيوه سره خبرو کې وايي " د دا رقم چيلنجونو مخنيوى د پاره ضرورى ده چى ټول قام يو موټي شى او پارليمان په باور کې واخېستل شي."

نوموړى وويل داسې ډول ټولې پريکړې په پارليمان کې کيدل او بيا عملى کيدل پکار دي.

طلعت مسعود زياته کړه چې دې کې شک نيشته چى پوځ د امنیت تجربه لري او ضروري ده چى د پوځ نظر په قامي تګلاره کې شامل کړی شي د دې سره سره د داسې ډول تګلارې نور ډير مهم اړخونه هم لري چې ولس ورسره مخامخ کيړى او په دي کې اقتصادي، دفاعي او د سفارتي اړيکو اړخونه شامل دي.

طلعت مسعود وويل چې د پيښور د ارمى پبلک سکول د خونړۍ پېښې نه وروسته چې د ترهګرۍ د مخنيوى د پاره کومه سل نقاطي ملى تګلاره جوړه شوې وه دغه ښه تګ لاره وه خو عملي نه کړی شوه چې د هغه په قول له امله یې حالات بيا د خرابېدو په لور روان دي.

د امنيتي چارو کار پوه محمد عامر رانا وايي چى په نوي تګلاره باندې نه خو په پارلېمنټ، نه په مېډیا او نه متعلقه ډلې په باور کې اخېستل شوي دي.

هغه وويل چى نوى پاليسۍ کې د نيکټا يا د ترهګرى مخنيوى د پاره جوړه کړې شوى مرکزى ادارې رول ختم کړی شوی دی او یو نوی دفتر جوړ کړی شوی دی.

عامر رانا وويل چى په نوي پاليسۍ کې د نيشنل ايکشن پلان شل نقطې څوارلسو ټکو ته راکمې کړی شوي دى چى پکې زياته توجه د کور دننه خطراتو په ځای بهرني ګواښونو ته ورکړی شوي ده.

د عامر رانا په وينا نوي تګلاره کې دې ته کم پام شوی دی چې په هيواد کې دننه به د تندروۍ او د عدم برداشت مخنیوی څنګه کولی شي؟

نوموړى زياته کړه چى په دې هر څه پارليمان کې بحث پکار دی.

د دې نه وړاندې د حکومت مخالفو ګوندونو د بندو دروازو په شا د قامى سلامتيا د کميټۍ د غونډې بایکاټ کړی و او ويلى وو چى حکومت پخپله د پارليمان سپکاوې کوي او پارلېمنټ ته مهمې قامى، داخلي، خارجي او ولسي معاملې نه وړاندې کوي.

خو د قامى سلامتيا د پاره د وزير اعظم مشير معيد يوسف وينا ده چى د د انسانى، اقتصادى او دفاعى سلامتيا تر منځ اړيکو په تناظر کې نوې قامى سلامتيا تګ لاره د خلکو خوشالي او خوندى ساتلو د پاره تياره کړی شوې ده.

هېلو وي او اې په ټي وي

هېلو وي او اې په ټي وي
please wait

No media source currently available

0:00 0:59:58 0:00

بي بي شیرینه

بي بي شیرینه – په ټیلې ویژن
please wait

No media source currently available

0:00 1:59:58 0:00

Recommended

XS
SM
MD
LG