لاس رسیدونکی لینک

تازه خبر

د پاکستان د امنیت صلاح کار وايي د افغانستان ځمکه اوس هم د پاکستان په ضد استعمالیږي


معیدیوسف
معیدیوسف

د پاکستان د قامي سلامتيا مشير معيد يوسف ويلي چې د افغانستان ځمکه اوس هم د پاکستان پرضد کارول کېږي او په دې کې هېڅ شک نشته چې په افغانستان کې د پاکستان ضد ترهګرو ډلو نېټ ورک موجود دی.

نوموړي دا خبرې نن د زيارت په ورځ د قامي اسمبلۍ د خارجه چارو کمېټۍ ته کړي.

کتنه به وي چې طالبان د معید یوسف خبرو ته څه ځواب وايي؟ خو په افغانستان بیا د واک ترلاسه کولو وروسته طالبانو نړیوالې ټولنې ته دا ډاډ د ورکولو کوښښ کړی چې هېڅ یوې وسله والې ډلې ته به اجازه نه ورکوي چې د افغانستان خاوره د بل ملک به ضد استعمال کړي.

پاکستاني چارواکو وړاندې هم دا خبره کړې چې د پاکستان ضد وسله وال په افغانستان کې مرکزونه لري. د افغانستان پخواني حکومت به د پاکستان دغه خبره ردوله. د افغانستان د پخواني حکومت مامورین به وېل چې د افغان طالبانو مشران په پاکستان کې مېشته دي.

د پاکستان د قامي سلامتیا مشیر معید یوسف چې دا میاشت افغانستان ته تلوونکی و خو بیا یې سفر وځنډیدو، د زیارت، پنجشنبې، په ورځ د قامي اسمبلۍ د خارجه چارو کمېټۍ ته وویل چې د افغان طالبانو په حکومت کې د واضح چېن اف کمانډ د نشتوالي له امله د پاکستان او افغانستان ترمينځ په شريکه پوله د ازغن تار لېرې کولو پېښې مخې ته راغلې دي.

معید یوسف وويل چې د پاکستان او افغان طالبانو ترمنځ په شريکه پوله د ازغن تار لګولو په پرېکړه په اعلا کچه اتفاق رای موجود ده او وايي کوم خلک چې دغه ازغن تار لېرې کوي هغه د کابل د مرکزى حکومت تګلاره نه ده.

نوموړي دا هم ویلي پاکستان له دا اميد نه دې ساتل پکار چې د افغان طالبانو په واک کې د راتلو سره به دده ټولې ستونزې هوارې شي.

معید یوسف وويل د افغانستان ځمکه اوس هم د پاکستان پرضد کارول کېږي او په دې کې هېڅ شک نشته چې په افغانستان کې د پاکستان ضد ترهګرو نېټ ورک موجود دی.

د پاکستان د قامي سلامتيا مشير دا خبرې په داسې حال کې کړي چې په دې ورستیو ورځو کې داسې رپورټونه مخې ته راغلي وو چې د پاکستان او افغانستان ترمينځ په شريکه پوله د پاکستان لګول شوی ازغن تار په ځينو ځايونو کې افغان طالبانو د لېرې کولو کوښښونه کړي وو.

د دفاعي چارو کارپوهه او د پاکستان د پوځ پخوانی افسر طلعت مسعود وي او ای ډيوه ته وايي پاکستان د افغان سره کشيدګي نه غواړي او هڅه کوي چې په دې لړ کې په افغان طالبانو سفارتى فشار راوړي.

هغه وايي پاکستان دا فکر کوي که افغان طالبان وغواړي نو عېن ممکن ده چې پاکستاني طالبان افغان ځمکه د پاکستان پرضد کارېدو ته پرې نږدي.

پاکستان طالبانو له هغه لنډ مهالي اوربند وروسته چې پروسږکال په دسمبر کې پاې ته ورسېد، د پاکستان په پوځ او پوليسو حملې زياتې کړي.

معيد يوسف وېلي د افغان طالبانو په وړانديز د پاکستاني طالبانو سره مذاکرات شوي او دا چې افغان طالبان د لا قانونه ګرځول شوي تحریک طالبان پاکستان په اړه هېڅ ابهام نه لري.

ده وویل تحریک طالبان پاکستان د لسيزو راهيسې د افغانستان خاوره کارولې ده او د هغوى د لسيزو دغه اثر شپه په شپه نشي ختميدې.

د پېښور پوهنتون د نړيوالو اړيکو د څانگې استاد ډاکټر خورشید وايي پاکستان هغه يوازنی هېواد دی چې د افغان طالبانو حکومت په نړۍ باندې د منلو لپاره هڅې کوي او پاکستان وار په وار نړۍ ته دا باور هم ورکوي چې ګني افغان طالبان د افغانستان رېښتوني استازي دي.

هغه وايي په داسې حال کې چې افغان طالبان په خپله خاوره پوره واکدارى نه لري او پاکستاني طالبان د پاکستان پرضد د حملو نه هم نه منع کوي نو بیا پاکستان نړۍ ته څنګه وايي چې د افغان طالبانو حکومت دې په رسميت وپيژني.

د پاکستان د کورنیو چارو وزیر شېخ رشيد هم بي بي سي سره مرکه کې ویلي چې افغان طالبانو د ټي ټي پى او پاکستان ترمنځ مذاکراتو کې ثالث پاتې شوې دي خو وايي دا احساس هم کوي چې ګنې افغان طالبان په پاکستاني طالبانو زور نلري.


ځانګړې ویډیوګانې


تللي دي څېړونکي وايي د حماس سیاسي مشران د قطر نه ترکي
please wait

No media source currently available

0:00 0:03:19 0:00

بي بي شیرینه

بي بي شیرینه: په ټیلې ویژن
please wait

No media source currently available

0:00 1:59:57 0:00

Recommended

XS
SM
MD
LG