لاس رسیدونکی لینک

تازه خبر

په سند کې د بې درکه خبریال مړی وموندل شو


ای پي د عزیز مېمن په اړه په خپل رپورټ کې وايي پاکستان د خبریالانو دپاره یو خطرناک ملک گڼل کېږي او په صحافیانو شویو حملو کې ککړکسان په عامه توگه د سزا سره نه مخامخ کېږی
ای پي د عزیز مېمن په اړه په خپل رپورټ کې وايي پاکستان د خبریالانو دپاره یو خطرناک ملک گڼل کېږي او په صحافیانو شویو حملو کې ککړکسان په عامه توگه د سزا سره نه مخامخ کېږی

د پاکستان په سند صوبه کې پولیس د گل، دوشنبې، په ورځ وویل د هغه خبریال مړی وموندل شو چې یوه ورځ وړاندې کار ته د تگ په مهال بې درکه شوی و.

د پولیس په وینا د ٥٦ کلن عزیز مېمن مړی په نهر کې پروت و. د هغه کورنۍ وايي عزیز مېمن چا په بې دردۍ وژلی دی.

عزیز مېمن د اتوار، یکشنبې، په ورځ کار ته روان و چې بې درکه شو. عزیز مېمن په سند صوبه کې د یو ټېلې وژن کېمره مېن او خبریال په توگه دنده ترسره کوله.

د اېسوسي اېټډ پرېس خبري ادارې په وینا پولیس افسر محمد فاروق وویل د عزیز مېمن مړی په مهراب پور کلي کې نهر ته غورځول شوی و او لا یې چا د وژلو ذمه واري په غاړه نه دا اخېستې.

د عزیز مېمن ورور، عبدالحفیظ، وویل تېرکال یې ورور یو خبر ورکړی و چې یو ځايي سیاستدان مقامي خلکو ته د حزب اختلاف په جلسه کې د شرکت دپاره پېسې ورکړې وې. د دغه خبر وروسته عزیز مېمن ته دړکې ورکړی شوې وې.

د عزیزمېمن د وژل کېدو خلاف خبریالانو په حېدراباد ښار کې احتجاج وکړو او د هغه د قاتلانو د گرفتارۍ غوښتنه یې وکړه. د عزیز مېمن په نوشهرو فېروز کې خاورو ته وسپارل شو او په جنازه کې یې د سلگونو په شمېره کې خلکو شرکت وکړو.

د خبریالانو د تحفظ نړیوالې ادارې کمېټي ټو پروټېکټ جرنلسټس او د پاکستان د انساني حقونو ادارې هیومن رایټس کمېشن اف پاکستان د عزیز مېمن د قتل غندنه وکړه. په سوشل مېډیا هم په پاکستان کې د یو خبریال د ورستۍ وژنې غندنه وشوه.

د هغه د قتل وروسته په سوشل میډیا د عزیز مېمن یو پوسټ هم مخې ته راغلی دی چې پکې هغه ویلي د بلاول زداري بهټو د جلسې د خبر ورکولو وروسته ورته دړکې ورکړی شوې دي. بلاول هم د عزیز مېمن د قتل غندنه وکړه او وې غوښتل چې د هغه په وژنه کې ککړ تنان دې ونیول شي.

ای پي د عزیز مېمن په اړه په خپل رپورټ کې وايي پاکستان د خبریالانو دپاره یو خطرناک ملک گڼل کېږي او په صحافیانو شویو حملو کې ککړکسان په عامه توگه د سزا سره نه مخامخ کېږی او په نژدې کلونو کې په پاکستان کې د انساني حقونو دپاره کارکوونکو، د مدني ټولنې فعالانو او خبریالانو خلاف گامونه شروع شوي دي.

ای پي وايی په پاکستان کې هغه خبریالان چې د پوځی امرانو خلاف یې د صحافت د ازادۍ خبره کوله او د دې په سر وهل شوي او زندانونو ته اچول شوي وايي امنیتي ادارې په مطبوعاتو کې د تنقیدي خبرونو مخه نیولو دپاره د مطبوعاتو په ضد گامونه اخلي چې د ویرې خبره ده.

د پاکستان حکومت په هېواد کې په مطبوعاتو د قدغنونو خبره ردوي.

تېر کال د امریکې د سفر په مهال وزیراعظم عمران خان په پاکستان کې په مطبوعاتو کې د بندېزونو په اړه د یوې پوښتنې په ځواب کې وویل پاکستاني مطبوعات د ځینو مغربي مطبوعاتو نه هم زیاته ازادي لري.

هېلو وي او اې په ټي وي

هېلو وي او اې په ټي وي
please wait

No media source currently available

0:00 0:59:56 0:00

بي بي شیرینه

بي بي شیرینه – په ټیلې ویژن
please wait

No media source currently available

0:00 1:59:58 0:00

Recommended

XS
SM
MD
LG