لاس رسیدونکی لینک

تازه خبر

دپاکستان د مالي پالیسۍ اعلان کړی،د سودکچه9.75فیصدي پځائ ساتل شوې


د پاکستان مرکزي بینک د مانېټري یا مالي پالیسۍ اعلان کړی او د سود کچه یې په 9.75فیصدي پځائ ساتلې ده.

بینک وايې دګرانۍ کچه به د 9 نه 11فیصدي پورې وي او بل کال له به ګراني 7فیصدي ته راکوزه شي او پرمختیایي شرحه به د 4 نه تر 5فیصدي پورې وي.

خو اقتصاد پوهان وایي په نړیوال مارکیټ کې د تیلو، ګیس او خوراکي توکو بیعې لوړې شوې دي او دا به د حکومت دپاره غټ چیلنج وي چې په ګرانۍ قابو بیا مومي او مالیاتي خساره راکمه کړي.

دپاکستان مرکزي بینک د دڅارنې دکمیټې له خوا جاري کړی شوي بیان کې ویل شوي چې په نړیوال مارکیټ کې د توانایۍ د زیاتو بیعو باوجود په پاکستان کې ګراني د 13فیصدي نه 12.2فیصدي ته راکوزه شوې ده.

تجارتي خساره د میاشتې پسر 10 فیصدي راکمه شوې خو د روس او اوکراین د جګړې له امله غیر یقیني صورت حال د مالیاتي خسارې او ګرانۍ چیلنجونه زیات کړي.

داقتصاد ماهر طاهر امین وایي د مرکزي بینک له خوا د سود شرحه برقرار ساتل به وړو کاروبار کوونکو ته ګټې ترلاسه کړي او هغوئ په اسانه حکومتی قرضې ترلاسه کولی شی او دا په پالیسۍ کې ثبات ښایي.

خو هغه بیا وایي په نړیوال مارکیټ کې د توانایۍ د زیاتو بیعو له امله مالیاتي خساره او ګراني غټ چیلنجونه دي.

هغه زیاته کړه تیره میاشت مالیاتي خساره 2.6 اربه ډالره وه له دې وړاندې مالیاتي خساره په 7 میاشتو کې 11 اربه ډالره نه زیاته ده نو امکان لري چې دا 20اربه ډالره ته ورسي.

مرکزي بینک وایي روان کال به اقتصادي پرمختیایی شرحه 4 نه تر 5فیصدي پورې وي او په ملکي کچه اقتصادي پرمختيا په قلاره شوې، تجارتی خساره 10فیصدي کمه شوې، پټرولیم مصنوعات او د ودانۍ د سامانونو خرڅ کم شوی او امکان لري چې روان مالي کال زرعی پیداوار پومبه او غنم د خپل هدف نه هم راکم شي.

اقتصاد پوهه او خبریال لحاظ علی وایي ګرانې به نوره زیاته شي.

مرکزي بینک وايي تجارتی خساره د نومبر راهسې 38فیصدي راکمه شوې او دا د 7.6 اربه ډالره نه 6.1ارب ډالره ته راکوزه شوې ده او روان مالي کال په شپږو میاشتو کې په مالیا کې 30فیصدي اضافه شوې ده

هېلو وي او اې په ټي وي

هېلو وي او اې په ټي وي
please wait

No media source currently available

0:00 0:59:57 0:00

بي بي شیرینه

بي بي شیرینه – په ټیلې ویژن
please wait

No media source currently available

0:00 1:59:59 0:00

Recommended

XS
SM
MD
LG