لاس رسیدونکی لینک

تازه خبر

حکومتي اداره وايي په پاکستان کې په ګرانۍ کې دوه نيم فيصده اضافه شوي


د روانو حالاتو په اړه د اقتصاد ماهر مهتاب حېدر وايي د دې زياتوالي سره د ګرانۍ اثرات څرګند شوي دي. دوی زیاتوی د توانائي د زیاتو بیعو اثرات په خوراکی شیانو پریوتی دی
د روانو حالاتو په اړه د اقتصاد ماهر مهتاب حېدر وايي د دې زياتوالي سره د ګرانۍ اثرات څرګند شوي دي. دوی زیاتوی د توانائي د زیاتو بیعو اثرات په خوراکی شیانو پریوتی دی

د حکومت د شمار شمېرو ادارې ویلي سږ کال د جون د مياشت نه پس په ګرانۍ کې دوه نيم فيصده زياتوالی شوی چې له امله یې په ملک کې د ګرانۍ مجموعي شرح نهه اعشاريه درې فيصده ته رسېدلې ده.

د کال ۲۰۱۹م د جولايۍ په مياشت کې د ګرانۍ کچه اته اعشاريه څلور فيصده وه.

د خېبرپښتونخوا دويم لوی ښار مردان کې د سوداګرو يو مشر ارشد منان وايي د ملک د نورو ښارونو نه راتلونکي خوراکي شيانو باندې د وړلو خرڅونه د ۲۰ نه تر ۳۰ فيصده ته رسېدلي دي. تېره مياشت د اوړو او چينو په بيعه کې زياتوالی راغلی.

د نوموړي په وينا د چينو بوجۍ د ۳۷۰۰ نه ۴۵۰۰ ته رسېدلې او د اوړو يوه بوجۍ تر ۱۳۰۰ روپو ته زياته شوې.

د پاکستان د شمېرنې د ادارې له خوا جاري شوي رپورټ کې ويل شوي د جون په پرتله په جولايۍ کې د غنمو بيعې ۲۸ اعشاريه پينځه فيصده زياتې شوې دي.

د دې ترڅنګ د غنمو اوړه ۱۸ اعشاريه پينځه فيصده او د اوړو نه تيارېدونکي شيانو په بيعه کې ۱۷ فيصده اضافه ليدل کېږي.

ياده اداره وايي په مجموعي توګه د ۲۰۱۹م په پرتله په ۲۰۲۰م کې ګراني د شپږ اعشاريه اته فيصد نه ۱۰ اعشاريه اووه فيصده ته زياته شوې ده.

په دغه رپورټ کې ويل شوي په تېر يو کال کې د غوړو بيعه ۲۲ فيصده، د تېلو بيعه ۱۷ فيصده، چيني ۱۸ فيصده، دالونه ۴۶ فيصده او سبزيانې ۱۷ اعشاريه اته فيصده زياته شوې ده.

د روانو حالاتو په اړه د اقتصاد ماهر مهتاب حېدر وايي د دې زياتوالي سره د ګرانۍ اثرات څرګند شوي دي. دوی زیاتوی د توانائي د زیاتو بیعو اثرات په خوراکی شیانو پریوتی دی

په دې ورستيو کې د سود په شرح کې شپږ اعشاريه ۲۵فيصده کمی راوستل شوی ؤ او د سود شرح اووه فيصده ته کمه کړی شوې ده خو ماهرين وايي د کرونا وبا د اثر کمولو لپاره بايد د سود شرح پينځه فيصده ته راوستل شي.

ځانګړې ویډیوګانې

پاکستان: وکيلانو د ججانو نه غوښتي، اييني عدالت دې ونه مني
please wait

No media source currently available

0:00 0:03:06 0:00

هېلو وي او اې په ټي وي

هېلو وي او اې په ټي وي
please wait

No media source currently available

0:00 0:59:57 0:00

بي بي شیرینه

بي بي شیرینه: په ټیلې ویژن
please wait

No media source currently available

0:00 1:59:58 0:00

Recommended

XS
SM
MD
LG