لاس رسیدونکی لینک

تازه خبر

د حکومتي شمېرو ترمخه د پاکستان تجارتي خساره د مارچ میاشت کې 3 ارب ډالره ته زیاته شوې


رزاق داود په ټوېټر باندې وېلي د پېټرولیم مصنوعاتو، غنمو، سویابین، مشینرۍ، خام مال، کېمیايي‌ موادو، موباېل فون، مصنوعي سرو او انساني دوایانو درآمد کولو له کبله د ملک په درامداتو کې زیاتوالی راغلی
رزاق داود په ټوېټر باندې وېلي د پېټرولیم مصنوعاتو، غنمو، سویابین، مشینرۍ، خام مال، کېمیايي‌ موادو، موباېل فون، مصنوعي سرو او انساني دوایانو درآمد کولو له کبله د ملک په درامداتو کې زیاتوالی راغلی

د پاکستان تجارتي خساره د سږ کال مارچ په میاشت کې د 100 فیصده اضافې سره 3 ارب ډالره ته زیاته شوې. د تېرکال د مارچ په میاشت کې د پاکستان تجارتي خساره یو نیم ارب ډالره وه.

د پاکستان د تجارت وزارت د تازه شمېرې ترمخه د تېرکال جولاي میاشت نه د سږ کال مارچ میاشت پورې د ملک تجارتي خساره 20.5 ارب ډالره زیاته شوې ده.

د پاکستان وزیراعظم عمران خان د تجارت مشیر رزاق داود وېلي د ملک برامدات د مارچ په میاشت کې زیاتېدو سره دا وخت 2.35 ارب ډالره ته رسېدلي او د کال په کچه په دې کې 29.3 فیصده یا 531 ملین ډالره زیاتوالی راغلی خو د کال په سر د پاکستان درامداتو کې په رېکارډ کچه 60 فیصده زیاتوالي‌ راتلو سره تېره میاشت د ملک درامدات 5.3 ارب ډالر ته رسېدلي چې پکې 2 ارب ډالره زیاتوالی شوی.

رزاق داود په ټوېټر باندې وېلي د پېټرولیم مصنوعاتو، غنمو، سویابین، مشینرۍ، خام مال، کېمیايي‌ موادو، موباېل فون، مصنوعي سرو او انساني دوایانو درآمد کولو له کبله د ملک په درامداتو کې زیاتوالی راغلی.

تېرکال پاکستان د ملک ضرورت پوره کولو لپاره کاټن یا تار، غنم او چیني درامد کړي وو. حکومت روان کال د کورني ضرورتونو پوره کولو لپاره زیاتي درې ملین ټنه غنم د بهر ملکونو نه دارمد کړي.

پاکستان تېره میاشت د 2.35 ارب ډالرو سامانونه بهر ملکونو ته لېږلي وو چې په تېرو درې میاشتو کې د ملک ترټولو زیات برامدات وو. رزاق داود وېلي د مارچ په میاشت کې د پاکستان د برآمداتو زیاتوالي شرح په تېرو لسو کلونو کې تر ټولو زیاته ده. نوموړي وېلي د کال 2011 راهسې دا اول ځل دی چې د ملک برامدات پرله پسې 6 میاشتې د دوه ارب ډالره نه زیات پاتې شوي.

د پاکستان مسلم لیګ نون په حکومت کې د ملک برامدات ترټولو زیات 2.3 ارب ډالر ته رسېدلي وو چې وروستو د 2 ارب ډالر نه ښکته شو.

خو د پاکستان د برامداتو ورکړل شوې شمېره پداسې حال لانجمنه شوې چې د ملک ترټولو لوي ریاستي بېنک، سټېټ بېنک آف پاکستان د شمېرې ترمخه د روان مالي کال په اولنو اته میاشتو کې د پاکستان په برامداتو کې 2 فیصده کموالی راغلی او درامدات 12.6 فیصده یا 4.4 ارب ډالره زیاتېدو سره په مجموعي توګه باندې 39.2 ارب ډالره ته رسېدلي چې په نتیجه کې یې تجارتي خساره 20.5 ارب ډالر ته رسېدلې.

د پاکستان کابینې د اقتصادي همکارۍ کمېټۍ دوه ورځې وړاندې د ګاونډي ملک هندوستان نه کاټن یا تار درامد کولو فیصله کړې وه خو تېره ورځ د پاکستان وزیراعظم عمران په مشرۍ کې وفاقي کابینې دغه فیصله رد کړې وه. پاکستاني تاجرانو خبرداری ورکړی چې د دوي د کاټن جوړ برامداتو کې به کمی راشي او دا به نورو ملکونو ته ورکړی شي که چرې دوي ته پکار مقدار کې کاټن یا تار ملاو نه شو.

هېلو وي او اې په ټي وي

هېلو وي او اې په ټي وي
please wait

No media source currently available

0:00 0:59:58 0:00

بي بي شیرینه

بي بي شیرینه – پاکستان کې غربت زیات شوی، وجوهات یې څه دي؟
please wait

No media source currently available

0:00 1:59:59 0:00

Recommended

XS
SM
MD
LG