لاس رسیدونکی لینک

 
پاکستان: د طالبانو له حکومت سره د خرابو اړیکو مهمه وجه افغانستان کې د ټي ټي پي پناه ځایونه دي
تازه خبر

پاکستان: د طالبانو له حکومت سره د خرابو اړیکو مهمه وجه افغانستان کې د ټي ټي پي پناه ځایونه دي


د پاکستان د بهرنیو چارو وزارت وايي، د کابل او اسلام اباد تر منځ د تجارتي اړیکو په ګډون د دوه اړخیزې همکارۍ پراخېدلو لپاره پکار ده د طالبانو حکومت په افغانستان کې د ترهګرو ډلو په ځانګړي ډول د ټي ټي پي خلاف کوټلي ګامونه واخلي.

ددغه وزارت ویاند شفقت علي خان د فرورۍ په 14مه په اسلام اباد کې اوونیزې خبري غونډې ته وویل، په افغانستان کې د ترهګرو ډلو موجودیت د طالبانو له حکومت سره د تجارتي همکارۍ په ګډون د پاکستان د نه همکارۍ یوه مهمه مسئله ده او له طالبانو یې وغوښتل چې دغه مسئله باید زر حل کړي. شفقت علي خان وویل:

"افغانستان د پاکستان ګاوندی دی. یوه له هغو مهمو مسئلو څخه چې زموږ اړیکې خرابوي هغه د افغاسنتان په خاوره کې د ټي ټي پي [تحریک طالبان پاکستان] ډلې پورې اړوند د ترهګرو پناه ځایونه دي".

د طالبانو حکومت لا د پاکستان د بهرنیو چارو وزارت دې تازه څرګندونو ته څه جواب نه دی ویلی، خو تر دې وړاندې یې د اسلام اباد دا ډول دعوې بیا بیا رد کړې او وایي د ټي ټي پي مسئله د پاکستان کورنۍ مسلئه ده او کابل هیچا ته ددې اجازه نه ورکوي چې د افغانستان خاوره د کوم بل هیواد خلاف وکاروي.

د پاکستان د بهرنیو چارو وزارت ویاند شفقت علي خان وویل، ددې لپاره چې پاکستان د افغانستان له لارې له منځنۍ اېشیا سره نښلول کیږي، دا اړیکې د کابل او اسلام اباد په ګډون د سیمې لپاره ډیرې مهمې دي، خو دغه پاکستاني چارواکي وویل اوس مهال د ترهګرو د فعالیت له کبله دا کار ممکن نه دی. هغه وویل:

"موږ له افغانستان سره په دوامداره خبرو کې ښکېل یو او هغوی ته دا یادونه کوو چې په سیمه کې د اوږدمهاله پرمختګ، دوه اړخیزه همکاري او هغه څه نه شي تر لاسه کېدای چې دواړو هیوادونو ته ګټې او هوساینه راوړي، تر څو چې دا ستونځه نه وي حل شوې".

د پاکستان د بهرنیو چارو وزارت ویاند ټینګار وکړ چې د طالبانو له حکومت سره به تعامل او ښکېلتیا ته دوام ورکړي، خو زیاته یې کړه چې تر هغې چې په افغانستان کې د ترهګرو د موجودیت مسئله هواره شوې نه وي د کابل او اسلام اباد تر منځ ګډه همکاري به کومه نتیجه ونه لري.

د وزارت ویاند دا څرګندونې په داسې وخت کړې دي چې په پښتونخوا او بلوچستان کې د وسلوالو بریدونه زیات شوي او په نتیجه کې یې په وروستیو ورځو کې یو ځل بیا د کابل او اسلام اباد تر منځ لفظي شخړې زیاتې شوې دي.

د دواړو خواو له خوا دا څرګندونې وروسته له هغې شوي چې د کابل په ګډون په افغانستان کې د اسلامي دولت یا داعش خراسان څانګې د وسلوالو بریدونه زیات شوي دي.

د طالبانو حکومت پر پاکستان تور لګولی چې د داعش وسلوال په افغانستان کې د ترهګرو بریدونو لپاره د پاکستان خاوره کاروي، خو اسلام اباد دا تورونه رد کړي او د طالبانو پر حکومت یې تور لګولی چې د ټي ټي پي ډلې وسلوالو ته یې په خپله خاوره کې پناه ځایونه برابر کړي دي.

پاکستان ته د ترکیې د صدر رجب طیب اردوان د سفر پرمهال د دواړو هیوادونو اعلی چارواکو د سټرېټیجیکي همکاریو د عالي شورا په اوومه غونډه کې د نورو مسایلو ترڅنګ د افغانستان د حالت په اړه هم خبرې کړې او ویلي یې دي، چې افغانستان باید د ترهګر په پناه ځای بدل نه شي.

تر هغه وړاندې په ملګرو ملتونو کې د پاکستان استازي منیر اکرم د فرورۍ په 10مه نړۍ ته له افغانستان، عراق او شامه د داعش د خطر ارزولو په اړه غونډې ته ویلي وو، چې اوس مهال په افغاسنتان کې د داعش وسلوالو د "ګومارلو او دې ډلې فعالیتونو ته د اسانتیاوو د برابرولو بهیر دوام لري".

منیر اکرم د ملګرو ملتونو د رپوټونو په بنیاد ویلي وو چې یواځې افغانستان د داعش – خراسان څانګې د وسلوالو د ګومارلو مرکز دی او دا ډله په پاکستان کې وسلوال په خپله ډله کې نه شاملوي. هغه وویل ډېرې ترهګرې ډلې په افغانستان کې شته او له هغه ځایه خپلو فعالیتونو ته دوام ورکوي.

د طالبانو د حکومت د بهرنیو چارو وزارت د ملګرو ملتونو امنیت شورا کې د پاکستان د استازي منیر اکرم وروستیو څرګندونو ته غبرګون ښودل وو او ویلي یې وو چې افغانستان کې د امنیتي پیښو اکثره عاملان د پاکستان له خاورې دغه هیواد ته داخل شوي دي.

ددغه وزارت ویاند عبدالقهار بلخي د فرورۍ په 11مه په یو بیان کې دعوه کړې وه چې په افغانستان کې د دعش خراسان په ګډون ترهګرې ډلې ځپل شوې دي او طالبانو په دغه هیواد کې د ترهګرو ډلو پناه ځایونه ختم کړي دي.

Forum

هېلو وي او اې په ټي وي

هېلو وي او اې په ټي وي
please wait
  • Auto
  • 240p
  • 360p
  • 480p
  • 720p
  • 1080p

No media source currently available

0:00 59:58 0:00
  • Auto
  • 240p
  • 360p
  • 480p
  • 720p
  • 1080p

بي بي شیرینه

بي بي شیرینه – په ټیلې ویژن
please wait
  • Auto
  • 240p
  • 360p
  • 480p
  • 720p
  • 1080p

No media source currently available

0:00 1:59:59 0:00
  • Auto
  • 240p
  • 360p
  • 480p
  • 720p
  • 1080p

Recommended

XS
SM
MD
LG