لاس رسیدونکی لینک

تازه خبر

له پاکستان څخه د تجارتي مالونو اورګاډی استنبول ته رسیدلی


د اسلام اباد – تهران – استنبول کارګو اور ګاډی – چې په اتوو ډبو يا واګونو کې یې 22 ټن تجارتي توکي وو د دسمبر په 21 مه له اسلام اباد څخه 5981 کیلومتره سفر په 13 ورځو کې استنبول ته پوره کړلو.

د کوټې د سوداګریو د سازمان غړی بدرالدین کاکړ وايي تمه ده چې دا به د درې واړو هېوادونو ترمنځ سوداګري زیاته کړي.

د ترکیې د ټرانسپورټ وزیر عادل کریش ، د پاکستان د قامی اسمبلۍ غړي مخدوم زین حسین قریشي او په ترکیه کې د ایران سفیر محمد فرازمند په استنبول کې د اور ګاډی د رسیېدلو په دستورې کې شریک شوو.

د ترکیې د ټرانسپورټ وزیر عادل وویل، "دا به د پاکستان او ترکیې ترمنځ د سمندري ټرانسپورټ په پرتله چې 35 ورځې وخت اخلي لګښت راټیټ کړي، او د دې هیوادونو ترمنځ به د تجارت د پرمختیا لامل به وګرځي ."

په مراسمو کې د پاکستان د قامي اسمبلۍ غړي مخدوم زین حسین قریشي وویل چې د غه ټرین به د سیمه ایز تړاو به ټنګ کې اقتصادي او سوداګریزو فعالیتونو ته وده ورکولو کې مهم رول ولوبوي.

"د پاکستان اوسنی حکومت په سیمه کې په سوله پلوي کولو باندې باور لري او د اقتصاد لپاره موږ په سیمه کې تجارت ته هم وده ورکول غواړو. زموږ په ګاونډ کې د اور ګاډي دغه پروژه به د دوستۍ پروژه ثابته شي."

قریشي وویل: "موږ اروپایی بازارونو ته لاس رسي ترلاسه کوو او ترکیه د منځنۍ آسیا هیوادونو ته لاس رسي ترلاسه کوي نو دا زموږ په ګټه دي او زه هیله لرم چې دا به دوام ولری او کولی شو چې نور هم وده وکړو."

په ترکیه کې دایران سفير فرازمند وويل، چې د اسلام آباد تهران او استنبول د اورګاډي پروژه په لومړي ځل په 2009 کال کې پيل شوې وه، خو د تخنيکي ستونزو له امله وځنډېده او اوس لس کاله وروسته بېرته پيل شوه.

دایران سفیر وویل چې درې واړه هیوادونه پلان لري چې په نږدېو کې ډیر زر به مسافر وړونکي اورګاډي سروس هم پیل شي.

له اسلام اباد څخه استنبول ته لومړی اورګاډی د 2009 کال د اګست په 14مه پرانستل شو ه چې هغه وخت یوازې اته اورګاډي له پاکستان څخه ترکیې ته تللي وو خو بیا دغه سروس بند شو.

څېړونکي وايي چې دپاکستان د اور ګاډي لېکه او نظام سل کاله زوړ د فرنګي د زمانې دی او له کوټې څخه د ایران تر سرحدی پولي پوری ریګ د اورګاډي په سفر کې ډیر لوی خنډ دي.

ځانګړې ویډیوګانې


تللي دي څېړونکي وايي د حماس سیاسي مشران د قطر نه ترکي
please wait

No media source currently available

0:00 0:03:19 0:00

بي بي شیرینه

بي بي شیرینه: په ټیلې ویژن
please wait

No media source currently available

0:00 1:59:57 0:00

Recommended

XS
SM
MD
LG