لاس رسیدونکی لینک

تازه خبر

د پاکستان پوځ وايي د افغانستان څخه پاکستان ته داخلېدونکي درې وسله والي يې وژلي


پاکستان په افغانستان کې په مبینه توګه په مېشت والو د ترهګرۍ الزام په داسې حال کې هم لګوي چې د دواړو ملکونو ترمنځ په پوله چې ډیورنډ کرښه هم بلل کېږي، يې ازغن تار لګولی، نوي قلعې او په سلګونو چېک پوسټونه يې جوړ کړي دي او وايي د دې ګامونو مقصد د وسله والو د حرکت مخه نیول دي
پاکستان په افغانستان کې په مبینه توګه په مېشت والو د ترهګرۍ الزام په داسې حال کې هم لګوي چې د دواړو ملکونو ترمنځ په پوله چې ډیورنډ کرښه هم بلل کېږي، يې ازغن تار لګولی، نوي قلعې او په سلګونو چېک پوسټونه يې جوړ کړي دي او وايي د دې ګامونو مقصد د وسله والو د حرکت مخه نیول دي

د پاکستان پوځ ویلي د افغانستان څخه پاکستان ته داخلېدونکي درې وسله وال يې وژلي دي او د افغانستان په واکمنو طالبانو يې بیا غږ کړی چې وسله والو ته دې اجازت نه ورکوي چې افغان خاوره د پاکستان خلاف د ترهګرۍ دپاره استعمال کړي.

د پاکستان د پوځ د مطبوعاتو څانګې ايي اېس پي ار د نهې، سه شنبې، په ورځ په یو بیان کې وویل ځواکونو يې تېره شپه د شمالي وزیرستان په حسن خیلو سیمه کې د وسله والو یوه ډله معلومه کړه چې افغانستان څخه پاکستان ته د داخلېدو کوښښ يې کولو خو عسکرو ناکامه کړل.

ايي اېس پي ار وویل پاکستاني ځواکونو درې "خوارېج" ووژل.

د وي او ای ډیوه وېټس اېپ اېپليکېشن
د وي او ای ډیوه وېټس اېپ اېپليکېشن

د پاکستان پوځ د "خوارېجو" اصطلاح په عمومي توګه د کالعدم تحریک طالبان پاکستان، ټي ټي پي، د وسله والو دپاره استعمالوي او وخت په وخت وايي د ټي ټي پي وسله وال په پاکستان کې حملو دپاره د افغانستان خاوره استعمالوي.

د افغانستان واکمن طالبان د پاکستان دا خبره ردوي او وايي پاکستاني چارواکي دې په خپل هېواد کې په امن کې د ناکامۍ پړه په افغانستان نه وراچوي.

پاکستان په افغانستان کې په مبینه توګه په مېشت والو د ترهګرۍ الزام په داسې حال کې هم لګوي چې د دواړو ملکونو ترمنځ په پوله چې ډیورنډ کرښه هم بلل کېږي، يې ازغن تار لګولی، نوي قلعې او په سلګونو چېک پوسټونه يې جوړ کړي دي او وايي د دې ګامونو مقصد د وسله والو د حرکت مخه نیول دي.

د ګل، دوشنبې، په ورځ د دریو مبینه وسله والو د وژلو په اړه خپل بیان کې د پاکستان پوځ وویل پاکستان په مستقل ډول د افغانستان د عبوري حکومت نه غوښتنه کوي چې خپل لوري ته دې د پولې انتظام بهتر کړي او خپله ذمه واري دې پوره کړي چې خواریج افغان خاوره د پاکستان خلاف استعمال نه کړی شي.

Forum

ځانګړې ویډیوګانې


تللي دي څېړونکي وايي د حماس سیاسي مشران د قطر نه ترکي
please wait

No media source currently available

0:00 0:03:19 0:00

بي بي شیرینه

بي بي شیرینه: په ټیلې ویژن
please wait

No media source currently available

0:00 1:59:57 0:00

Recommended

XS
SM
MD
LG