لاس رسیدونکی لینک

تازه خبر

پاکستان کې د پوليو دوه نورې پېښې رپورټ شوي


پاکستان کې د پوليو دوه نوې پېښې سيند او پنجاب صوبو کې رپورټ شوي، ورسره سږ کال 2025م کې په ملک کې د پوليو شمېره پينځو ته رسېدلې ده.

پاکستان کې د پوليو د مخنيوي پروګرام پرون په 27مه فرورۍ ناوخته د دوه نوو پېښو تاييد کړی دی.

د پوليو د مخنيوي پروګرام ویلي، تازه يوه پېښه د سيند صوبې په قمبر ضلعه او بله د پنجاب په منډي بهاوالدين کې رپوټ شوې ده.

پاکستان کې سږ کال په معلومو شوو پېښو کې درې په سیند صوبه، او يو يوه په پنجاب او خېبرپښتونخوا کې مخې ته راغلي دي.

پاکستان کې تېر کال د پوليو په رپورټ شوو 74 پېښو کې تر ټولو زياتې 27 پېښې بلوچستان صوبه کې رپورټ شوې وې، سيند صوبه کې 23، خېبرپښتونخوا کې 22، پنجا او اسلام اباد کې يوه يوه پېښه رپورټ شوې وه.

د روانې میاشتۍ نيمايۍ کې د پاکستان قامي هوايي کمپنۍ پاکستان انټرنېشنل ایرلاینز، پي آی اې ويلي وو، سعودي عرب ته تلونکو مسافرو دپاره د پوليو ويکسين لازمي ګرځول شوي دي.

د پاکستان څخه سعودي عرب ته تلونکو دپاره د پوليو ويکسين په داسې وخت کې لازمي ګرځول شوي، چې پاکستان کې د کلونو راهسې د پوليو وايرس شتون لري او پرله پسې د دغو وايرسو څخه د ماشومانو اغېزمنېدو خبرونه ورکول کيږي.

نړۍ کې پاکستان او افغانستان دوه هيوادونه دي چرته چې د پوليو وايرس موجود دي.

پاکستان کې د 1994م کال راهسې د پوليو مخنيوي پروګرام روان دی.

حکومت او چارواکي دعوه کوي، د دې پروګرام له امله په هيواد کې د پوليو د پېښو کچه 99 سلنه کمه شوې ده.

خو بيا هم، له افغانستان وروسته پاکستان په نړۍ کې يوازينی هغه هيواد دی چې لا هم پکې د پوليو پېښې په دوامداره توګه رپورټ کیږي.

پاکستان کې د پوليو د مخنيوي چارواکي وايي، يو ځل چې د پوليو وايرس ختم شي د تل دپاره ختميږي ځکه د دې وايرسو په ختمولو ټينګار کولی شي.

Forum

هېلو وي او اې په ټي وي

هېلو وي او اې په ټي وي
please wait
  • Auto
  • 240p
  • 360p
  • 480p
  • 720p
  • 1080p

No media source currently available

0:00 0:59:58 0:00
  • Auto
  • 240p
  • 360p
  • 480p
  • 720p
  • 1080p

بي بي شیرینه

بي بي شیرینه – په ټیلې ویژن
please wait
  • Auto
  • 240p
  • 360p
  • 480p
  • 720p
  • 1080p

No media source currently available

0:00 1:59:59 0:00
  • Auto
  • 240p
  • 360p
  • 480p
  • 720p
  • 1080p

Recommended

XS
SM
MD
LG