برمنګهم کې ترسره شوې د ټي 20 لوبو د لړۍ په دویمه سیالۍ کې د انګلېنډ د 183 منډو په ځواب کې د پاکستان لوبډله په 19.2 اوورونو کې په 160 منډو سوځېدلې ده.
د دې لوبې پچه پاکستان ګټلې وه اؤ وړومبی یې انګلېنډ ته د بېټنګ کولو بلنه ورکړې وه.
انګلېنډ په خپله پاڼۍ کې په ټاکلو 20 اوورنو کې د اوو لوبغاړو په تاوان 183 منډې جوړې کړې.
کپتان جوز بټلر په 84 منډو جوړولو وتوانېدو اؤ ول جیکس 37، جونی بیرسټو 21 او فل سالټ 13 منډې جوړې کړې.
د پاکستان له لوري شاهین اپریدي د انګلېنډ درې،عماد وسیم اؤ حارث روف دوه، دوه لوبغاړي وسوځول.
کله چې پاکستاني لوبغاړي بېټنګ ته ودرېدل نو اوپنرانو یې غوره لوبه ونه کړی شوه اؤ محمد رضوان په صفر اؤ صایم ایوب یوازې په دوؤ منډو وسوځېدو.
فخر زمان 45 ،بابراعظم 32 ، افتخار 23 ، عماد وسیم 22 او اعظم خان 11 منډې جوړې کړې۔
د انګلېنډ له لوري ریس ټوپلي 3، معین علي او جوفر آرچر 2، 2 ، کرس جورډن ، عادل رشید اور لیام لیونګ اسټون یو،یو لوبغاړی وسوځولو.
د څلورو سیالیو په دې لړۍ کې انګلېنډ ته د صفر مقابله کې په یوه سیالۍ بری ترلاسه شوی، ددې لړۍ وړومبۍ سالي د باران له امله ختمه کړل شوې وه اؤ دریمه سیالي به د نهې -سه شنبې په ورځ د پاکستان په وخت د شپې لس نیمې بجې په کارډیف کې کولی شي.
Forum