لاس رسیدونکی لینک

تازه خبر

پاکستانۍ مېرمنې خبریالانې وايي د جنسي تېري او د مرګ دړکو سره مخامخ دي


د خبرونو پروګرام کوربنې منیزی جهانګیر وویل سیاسي ګوندونه د دوی د تحفظ لومړۍ کرښه ده او کله چې دغه کرښه ختمه شي نو د تیري لاسونه دوی ته ور ورسي. هغې وویل تجربې دوی ته ښودلي چې کله سیاسي ډلې خبره وکړي نو تبدیلي راځي
د خبرونو پروګرام کوربنې منیزی جهانګیر وویل سیاسي ګوندونه د دوی د تحفظ لومړۍ کرښه ده او کله چې دغه کرښه ختمه شي نو د تیري لاسونه دوی ته ور ورسي. هغې وویل تجربې دوی ته ښودلي چې کله سیاسي ډلې خبره وکړي نو تبدیلي راځي

د پاکستان د یو شمېر مطبوعاتي ادارو مېرمنو خبریالانو د پارلېمنټ د انساني حقونو کمېټۍ ته ویلي د جنس په بنیاد په انټرنېټ دوی د ویرولو په مربوط ډول کوښښونه کېږي او دغه هڅې د دوی د کار سره تړلي دي.

د وي او ای د انګریزۍ څانګې په رپورټ کې وېل کله چې دغو خبریالانو انټرنېټ د لارې د ودی د زورول کېدو خبرې کولې نو دوی ډیرې احساساتې شوي وې او د ځینو سترګې د اوښکو نه ډکې وې.

ځینو خبریالانو وویل د واک من پاکستان تحریک انصاف او د ځینو مذهبي ډلو سره تړلې د ټویټر اکاونټونه دوی د ویرولو د منظمو حملو په شا دي.

د مېرمنو خبریالانو بیانونه

رپورټ وايي ګڼ شمېر شاهدینو وویل په سوشل میډیا د دوی په اړه ناوړه ټګې استعمالیږي په دوی الزامات لګول کیږي چې د پېسو دپاره جنسي فعل کوي او ورته د مرګ او د جنسي تېري دړکې ورکول کیږي.

خبریالان د تحقیقاتو غوښتنه کوي

ځینو مېرمنو خبریالانو وویل د دوی سوشل میډیا اکاونټونه هېک شوي دي او شخصي معلومات یې په انټرنېټ خپاره کړی شوي دي. دوې وویل د حملو مزاحمت به کوي او د پارلېمنټ د کمېټۍ نه یې وغوښتل چې د دوی په شکایاتو ته تحقیقات وکړي.

د یو ټېلې وژن د خبرونو پروګرام کوربنې منیزی جهانګیر وویل سیاسي ګوندونه د دوی د تحفظ لومړۍ کرښه ده او کله چې دغه کرښه ختمه شي نو د تیري لاسونه دوی ته ور ورسي. هغې وویل تجربې دوی ته ښودلي چې کله سیاسي ډلې خبره وکړي نو تبدیلي راځي.

د دړکو نوعیت

مېرمن عاصم شیرازي وویل چې مزاحمت ته تیاره ده خو ګڼ شمېر خبریالانې داسې شته چې کورنۍ ورته وايي چې خپل روزګارونه دې پریږدي. هغې وویل خبریالانې په غلطو نومونو د یادولو دلارې په کور کښېناستلو نشي مجبوریدلی.

عاصمه شیرازي وویل په کور یې دوه ځلې حملې شوي خو تر اوسه دغه کېسونه نه دي حل کړی شوي.

خبریالې ریمه عمر کمېټۍ ته وویل هغې ته دړګې ورکول کیږي چې د هغې سره به په کوم ډول جنسي تیرې وکړی شي. هغې غوښتنه وکړه چې پي ټي ايي دې د دړکو غندنه وکړي.

یوې خبریالې وویلل چې روزګار یې ځکه د لاسه ورکړو چې په جنسي توګه د ویرول کېدو شکایت یې کړی و. ځینو خبریالانو خبرداری وکړو چې په پاکستان کې د رای د ازادۍ د کموولو دپاره به د دوی بیانونه د بهانې په توګه استعمال کړی شي.

د کمېټۍ د مشر دریځ

د انساني حقونو د کمېټۍ او د پاکستان پیپلز پارټۍ مشر بلاول بهټو زرداری وویل د بخښنې غوښتلو

پرته نور څه الفاظ نلري چې د مېرمنو خبریالانو د بیانو په ځواب کې یې ووايي.

وفاقي وزیره د ټرولز هدف

د انساني حقونو وزیرې شیرن مزاري په مېرمنو خبریالانو د حملو غندنه وکړه او ویې وېل دا د منلو وړ نه دي. هغه وویل هغه خپله او د هغې لور هم د سوشل میډیا د ترولز هدف پاتې شوي دي.

شیرین مزاري کمېټۍ ته ډاډ ورکړو چې حکومت به د خبریالانو په ضد حملې نه زغمي او دا چې د پي ټي ايي کارکونکی په دغو حمل کې لاس نلري. هغې وویل که د پي ټيي ايي کوم غړی په حملو کې ککړ وموندل شو نو په ضد به یې ګامونه اخلي.

د کمېټۍ د اورېدنې په اخیره کې وویل شو چې په اینده ناسته کې به پوځي او حکومتی مامورین رابلل کیږي چې د خبریالانو په بیانونو خپل دریځ وړاندې کړي. کمېټۍ وویل د خبریالانو بیانونه به تحقیقاتي ادارو ته وړاندې کوي چې په دې اړه اقدامات وکړي.

د څېړونکو نظر

څیړونکي وايي په ورستي کلونو کې په پاکستان کې د صحافت په مېدان کې چې په روایتي توګه پکې د سړو غلبه ده د مېرمنو شمېره زیاته شوي ده او ورسره د دوی ویرول کېدو شکایتونه هم مخې ته راغلي دي.

د پارلېمنټ د کمېټۍ د نهې، سه شنبې، په ورځ اورېدنه پس له هغې بیان وشوه چې ګڼ شمېر خبریالانو پکې د دوی د ویرول کېدو خبرې کړې وې. په بیان کې وېل شوي چې مېرمنې خبریالانې یوازې د کار په سر نه بلکې د دوی د صنف په بنیاد هم زورول کېږي او د جنسي تېري دړکې ورکول کیږي.

خبریالانو مشترکه بیان

په دغه بیان کې عاصمه شیرازي وویل چې مېرمنو صحافیانو د مبینه کنځلو په مهم یوازې د یو ګوند غړي نه دي ککړ. هغې زیاته کړه د پخواني وزیراعظم نواز شریف سره یې په لندن کې مرکه کړې وه خو چې نشر نشوه نو په هغې انلاین حملې وشوې.

بلخوا په پاکستان کې د ملک په کچه د خبریالانو اتحاديي پاکستان فېډرل یونین اوف جنرل سېکریټري ناصر زیدي وي او ای ډیوه ته وویل تر څو په عمومي توګه د مېرمنو په اړه د ټولنې سوچ نه وي بدل د مېرمنو خبریالانو په ضد به دغه رویه دوام لري.

په پاکستان کې د صحافت حال

د خبریالانو تنظیمونه پاکستان د صحافت اوخبریالانودپاره خطرناک ملک بلي.

میډیا مېټرز فار ډیموکرېسي نومې د خبریالانو تنظیم تېر کال په خپلې یوې څېړنه کې ویلي وو چې په انټرنېټ د ویرول کېدو له امله د ۹۵ مېرمنو خبریالانو کار متاثر شوی دی. د ادارې مشر اسد بېګ وي او ای ډیوه ته وویل چې د دوی په څېړنه کې برخه اخیستونکو ۹۵ فیصد مېرمنو خبریالانو وویل چې په څه نه څه ډول د انلاین زورول کېدو سره مخامخ شوي دي.

په پاکستان کې د خبریالانو او د رای د ازادۍ دپاره کارکونکي ادارې فریډم نېت ورک وايي په تېر یو کال کې د خبریالانو په ضد د تشدد ۹۱ پېښې ریکارډ شوي او اووه خبریالان وژل شوي دي.

هېلو وي او اې په ټي وي

هېلو وي او اې په ټي وي
please wait

No media source currently available

0:00 0:59:58 0:00

بي بي شیرینه

بي بي شیرینه – پاکستان کې غربت زیات شوی، وجوهات یې څه دي؟
please wait

No media source currently available

0:00 1:59:59 0:00

Recommended

XS
SM
MD
LG