لاس رسیدونکی لینک

تازه خبر

د پاکستان پوځ په پخوانۍ قبایلي سیمه او بلوچستان کې ورستیو ترهګر بریدونو ولی انديښمن کړی؟


دغه پرېکړه د ايي ايس پي ار په وينا د کور کمانډانو په غونډه‌‌‌ کې وشوه چې د نهې یا سه شنبې په ورځ د پوځ په مرکز جي ايچ کيو کې رابلل شوې وه.
دغه پرېکړه د ايي ايس پي ار په وينا د کور کمانډانو په غونډه‌‌‌ کې وشوه چې د نهې یا سه شنبې په ورځ د پوځ په مرکز جي ايچ کيو کې رابلل شوې وه.

د پاکستان پوځ په پخوانې قبایلي سیمه او بلوچستان کېورستیو خونړي ترهګر بریدونو اندیښمن کړی او پوځي مشرانو پخپله تازه غونډه کې پریکړه کړی چې دغه پیښو ته به کلک ځواب وایي .

د پاکستان د پوځ د مطبوعاتي څانګې آی اېس پي آر په بیان کې ویل شوي چې د کور کمانډرانو په غونډه کې د ورستیو بریدونو ډیر په غور جاج اخېستل شوی او ویلي چې د هېواد جغرافيايي او نظرياتي سرحدونو به په هر حالت کې دفاع کوي.

دغه پرېکړه د ايي ايس پي ار په وينا د کور کمانډانو په غونډه‌‌‌ کې وشوه چې د نهې یا سه شنبې په ورځ د پوځ په مرکز جي ايچ کيو کې رابلل شوې وه.

په غونډه‌‌‌ کې د دوو صوبو ذکر په خصوصي توګه وشو او د بيان مطابق په پوځ ترهګر بريدونه د پښتونخوا په پخوانۍ فاټا او په بلوچستان کې سېوا شوي.

په يادو سيمو کې تېره اونۍ د پاکستان په امنيتي ځواکونو مرګوني بريدونه شوي چې د سرکاري شمېرو تر مخه نزدې شل تنه وژل شوي.

د پخوانۍ فاټا د بريدونو ذمه واري بيا رايوځی شوي تحريک طالبان پاکستان مني او د ګوادر بلوچستان حمله بلوچ ازادي خوښې وسله والې ‌‌‌‌‌‌ډلې په خپل سر اخلي چې د براس (BRAS) په نوم پېژندګلو لري.

ياده ‌‌‌‌‌‌ډله د پېښې وروسته د خپور کړل شو ي بیان کې د چين د حکومت نه غوښتنه هم کوي چې د بلوچستان د وسايلو په سر دې د پاکستان سره هيڅ لوظنامې نه لاسليک کوي ځکه دوی به يې ونه مني.

د ګوادر دحملې په اړه چې پکې تر پينځلس پورې تنه وژل شوي وو د پاکستان د پوځ پخوانی جنرل او څېړونکی جنرل طلعت محمود وايي “دا يوه غټه پېښه ده چې د پوځي او سياسي قيادت د پاره د انديښنې وړ ده”.

پخوانې قبلیلي سیمه کې خلک وایي چې د پوځي اپریشنونو وروسته هم په مکمله توګه امن نشته، ډیر خلک اوس هم بې کوره دي او اکثره د خپلو بنیادياحتجاجونو کوي.

بل خوا د بلوچو سياسي مشراناو د بشري حقونو تنظيمونه تور لګوي چې په بلوچستان کې د پوځد عملياتو په وخت د هېواد د ايين او انساني حقونو سرغړونه کېږي.

پوځ بلوچ وسله والې ‌‌‌‌‌‌ډلې او تحريک طالبان د ملک غداران او د دښمن لاس پوڅي بولي.

په پاکستاني پوځ دغه ترهګر بریدونه او حملی په داسې وخت کې زیاتی شوي چې د هېواد مخالفه سیاسي ګوندونو په پوځ او د تحریک انصاف په حکومت نيوکې هم ‌‌‌‌‌‌ډېرې کړي او په خاصه توګه د ملک پخواني وزير اعظم نواز شريف نېغ په نېغه د پوځ په مشر جنرل جاويد قمر باجوه او د استخباراتي ادارې اي ايس اي په مشر جنرل فيض حميد د خپل حکومت د لرې کولو، د کال 2018م انتخابي نتيجې پټولو او د عمران خان حکومت په دروغه د جوړولو تورونه لګولي.

د پاکستان پوځ د نواز شريف بيان ته کوم ښکاره غبرګون نه دے ښودلی خو وزير اعظم عمران خان پرې بد منلي او دړکه يې ورکړې نواز شريف چې بيرته ملک ته راشي نو جيل ته به یې لیږي.

څېړونکي وايي د اپوزيشن ګوندونو د اتحاد مشران چې ښکاره د عمران خان د حکومت خلاف تحريک چلوي په خپلو عوامي ويناګانو کې په وړومبي ځل د پوځ په سياست کې د ښکاره لاس وهنې تورونه نېغ په نېغه لګوي چې د پوځي قيادت د پاره د انديښنې وړ خبره ده.

د پوځ مشر جنرل باجوه تېرو ورځو کې ويلي وو چې په سياست کې لاس وهنه نه کوي خو د ملک د ايين په چوکاټ کې به د موجوده حکومت کلک ملاتړ کوي.

تاريخ پوهان او سياست پوهان وايي پوځي امرانو څو واره د پاکستان ايين مات کړی، جمهوري حکومتونه يې لرې کړي او په اقتدار يې تر ‌‌‌‌‌‌ډېرې مودې نا جايزه قبضه کړې.

بي بي شیرینه

بي بي شیرینه – په ټیلې ویژن
please wait

No media source currently available

0:00 1:59:59 0:00

Recommended

XS
SM
MD
LG