د پاکستان بلوچستان صوبې پخوانی ګورنر سید محمد فضل آغا د شورو - چهار شنبې په ماښام د کراچۍ په روغتون کې د اوږدې ناروغۍ له امله ومړ. د کوټې روغتون د سرچینو له مخه پخوانی ګورنر او د بلوچستان اوسنی غړی ، سید فضل اغا څو ورځې وړاندې کرونا وایرس وھلی وو۔
د بلو چستان حکومت لخوا په خپرہ شوې خبر پاڼه کې لیکل شوي چې د ایالت اعلا وزیر جام کمال د سید فضل آغا په مړینې خفګان او خواشیني ښکارہ کړې او د ھغه لپارہ یې د بخشش دعا کړې ۔
د دې تر څنګ ډیری سیاستوالو د ښاغلي مرګ د سیاسي ډګر ضیا بللې او خفګان یې څرګندہ کړی۔
خدای بخښلی آغا څو ورځې وړاندې زیات ناروغه شوی وو چې له ھغه ورستو ھغه درملنې لپاره د کراچۍ په یوه خصوصي روغتون کې بستر کړل شو.
سید فضل آغا په ۲۰۱۸م کال کې د جمیعت علما اسلام په ټیکټ د بلوچستان د پشین ضلعې د ایالتي اسمبلۍ غړی وټاکل شو.
هغه په ۱۹۹۸ کې د هغه وخت د لومړي وزیر نواز شریف لخوا د بلوچستان د ګورنر په توګه وټاکل شو. هغه د ۸۰ په لسیزہ کې د پاکستان د سنا (سینټ ) مرستیال مشر په توګه هم دنده ترسره کړې.
هم د شورو په ورځ د پاکستان تحریک انصاف ګوند سره تعلق لرونکي د پنجاب ایالتي اسمبلۍ غړې شاهین رضا د لاهور میو روغتون کې په کرونا وایرس د اخته کیدو وروسته وفات شوې ده.
د رپورټونو ترمخه ۶۰ کلنه اغلې رضا د خالي په ورځ د کرونا وایرس نښې ښودلو وروسته په ضلعي روغتون کې قرنطین شوی وه.
یادہ دې وي چې څو ورځې وړاندې د پښتونخوا ملي عوامي ڰوند سردار مصطفی خان ترین ھم ومړ ،د ښاغلي د کورنۍ په خبرہ ھغه د نورو ناروغیو تر څنګ کرونا وایرس ھم وھلی وو۔
له بلې خوا په بلو چستان ایالت کې د کرونا وایرس د مریضانو شمېر ورځ تر بله زیاتیږي ۔
د صحت د عامې روغتیا رپورټ ښایي په ایالت کې د کرونا په ناروغۍ اخته ۳۸ تنه مړہ شوي او درې زرہ ته نيږدې خلک په کرونا مرض اخته دي ۔
رپورټ ښایي تر پنځه سوہ زیات تنه روغ شوي ھم دي۔
د دې تر څنګ رپورټ کې اټکل شوي چې د کرونا د مریضانو شمېر به لا ھم زیات شي او د غټ عمر ناروغو او کمزورو خلکو د مرګ ویرہ زیاته دہ ۔
ایالتي حکومت په ایالت کې پر ھر ډول اجتماګانو او غونډو باندې مادہ ۱۴۴ لګولې ، د حکومتي چارواکو په وینا یوازي د حکومت له لوري ورښول شوي بازارونه، تجارتي مرکزونه ،د ضرورت دوکانونه/ پلورنځي ، دواخانې او روغتونونه به د سھار له درو بجو د مازدیګر تر پنځو بجو پورې خلاص وي او نور به بند وي ،
خو تجاران وایي د حکومت ورکړل شوی وخت کم دی زیات دي شي۔
حکومت دا امر ھم کړی چې په کوچني اختر کې به د اختر د لمانځه اجازہ وي مګر نور به ھر ډول مذھبي غونډې او د اختر میلې او ترانسپورټ بند وي۔