لاس رسیدونکی لینک

تازه خبر

د کرونا وايرس له امله د پاکستان په برامداتو کې 52 فيصده کمی راغلی


د اقتصادو ماهرين وايي نړيواله منډۍ هم د کرونا وبا وروستو د معاشي ستونزو ښکار ده او ډېرې سوداګانې د ځنډ ښکار دي چې له کبله يې پاکستان هم د دې ستونزو سره مخ دی.
د اقتصادو ماهرين وايي نړيواله منډۍ هم د کرونا وبا وروستو د معاشي ستونزو ښکار ده او ډېرې سوداګانې د ځنډ ښکار دي چې له کبله يې پاکستان هم د دې ستونزو سره مخ دی.

د کرونا وايرس وبا له امله په غوښتنو کې د کمي له کبله د پاکستان برامدات ۵۴ فيصده کم شوي دي او تېره مياشت برامدات د دوه اربه ډالرو نه ۹۵ کروړه اويا لکه ډالرو ته راټيټ شوي دي.

د اقتصادو ماهرين وايي نړيواله منډۍ هم د کرونا وبا وروستو د معاشي ستونزو ښکار ده او ډېرې سوداګانې د ځنډ ښکار دي چې له کبله يې پاکستان هم د دې ستونزو سره مخ دی.

په پېښور کې مېشت خبريال او د اقتصادو ماهر لحاظ علي وايي اروپایي او امريکايي منډيو سره سره په پاکستان کې کارخانې هم بندې دي. د برامداتو د کمي اغېز نه يواځې په غېرملکي زرمبادله پرېوځي بلکې په ځايي روزګار يې هم منفي اغېز پرېوتی دی.

نوموړی وايي د برامداتو هغه برخه چې امريکا او يورپ ته تلله، ولاړه ده ځکه چې دا وخت امريکا او يورپ تر ټولو زيات د کرونا ښکار دي. د پاکستان د حکومت د شمېرو ترمخه تر اوسه د دوه کروړه نه زيات خلک بې روزګاره شوي دي او د دې شمېرو د زياتېدو ويره هم شته.

له دې وړاندې د پاکستان د منصوبه بندۍ وزارت هم دا ويره څرګنده کړې وه چې په هېواد کې د کرونا وبا له امله يو کروړ اتيا لکه پورې خلک بې روزګاره کېدلې شي.

د انګرېزي ژبې ورځپاڼه ډان د پاکستان د شمېرنې د ادارې په حواله وايي د کرونا وايرس اغېز د مارچ په مياشت کې زيات نه ؤ ځکه چې په دغه مياشت کې کلني برامدات يواځې اته اعشاريه څلور فيصده کم شوي وو.

هم په دې اړه د اقتصادو ماهر سجاد احمد وي او ای ډيوه ته وويل چې پاکستان يو برامدي هېواد نه دی خو د دې اثر به په هغه هېوادونو ډېر پرېوځي چې برامدات يې زيات وي.

نوموړی وايي چې د کرونا وايرس له امله په عالمي کچ منډۍ او روزګارونه ولاړ دي خو هغه هيله څرګندوي چې په پاکستان يې اغېز زيات نه دی، ژر ده چې حالات به په قابو کې راشي.

ځايي خلک بيا دا هم وايي چې د کرونا وبا وروستو پاکستان د ايران او افغانستان سره پولې تړلي چې له امله يې برامدات اغېزمن شوي دي.

په مجموعي توګه په مالي کال ۲۰-۲۰۱۹م کې د جولايۍ نه تر اپرېل مياشتې د درې اعشاريه نهه فيصده کمي وروستو برامدات ۱۸ اربه ۱۶ کروړه ۸۰ لکه ډالره ته راکوز شوي دي.

د پاکستان حکومت تېره ورځ په اوونۍ کې څلور ورځې د لاک ډاون ختمولو اعلان کړی دی او د ملک دننه يې د کارخانو د پرانستلو اجازه هم ورکړې ده.

ماهرين هيله څرګندوي چې د دې ګام سره به په روزګار مثبتې اغېزې پرېوځي.

هېلو وي او اې په ټي وي

هېلو وي او اې په ټي وي
please wait

No media source currently available

0:00 0:59:57 0:00

بي بي شیرینه

بي بي شیرینه: په ټیلې ویژن
please wait

No media source currently available

0:00 1:59:58 0:00

Recommended

XS
SM
MD
LG