د پاکستان د خزانې وزیر مفتاح اسماعیل ویلي که روس پاکستان ته د تېلو د خرڅولو وړانديز کوي او پداسې معاهدې کوم بندېزنو نه لګي نو اسلام آباد د روس څخه په ارزان نرخ تېل اخيستلو ته تېار دی.
د امریکې ټي وي چېنل سي اېن اېن د کوربنې بيکي اېنډرسن سره مرکه کې چې د مفتاح اسماعیل نه وپوښتل شو چې ایا پاکستان د هند په شان روس څخه په ارزان نرخ تېلو اخیستلو ته تېار دی؟ هغه وويل چې هغه به په دې ضرور غور وکړي.
مفتاح اسماعیل وویل چې د پاکستاني بېنکونو لپاره به د روس څخه د تېلو اخیستلو انتظامات کول ممکن نه وي. هغه وویل چې روس هڅې هم پاکستان ته په ارزان نرخ تېلو ورکولو وړانديز نه دی کړی.
مفتاح اسماعیل وویل چې د پاکستان تېر حکومت د روس نه د تېلو اخیستلو خبره کړې وه خو د هغه په فکر روس دا مهال د بندېزنو د لاندې دی او په دې لړ کې روس د پاکستان د تېر حکومت د خط ځواب هم نه دی ورکړی.
په اوکراین د یرغل په سر د امریکې په شمول ګڼ شمېر مغربي ملکونو په روس اقتصادي پابندۍ پورې کړي دي چې هدف یې د روس د تېلو په برامداتو او د هېواد په مالياتي نظام فشار زیاتول دي.
د سي اېن اېن سره د پاکستان د خزانې وزیر مفتاح اسماعیل مرکې ته غبرګون کې د پاکستان تحریک انصاف ګوند یوې مرکزي مشرې او د انساني حقونو پخوانۍ وزیرې شيرين مزاري وویل مفتاح اسماعیل لا علمه دی.
په ټوېټر خپل پېغام کې شیرین مزاري وویل چې د روسیې څخه د تېلو په اخیستلو هېڅ بنديزونه نشته. هغې وویل د هند نه تپوس وکړه، په نو اصل کې دوى د امریکې له وېرې بل کوم څیز د تېلو اخستو نه ودروي.
که پاکستان د روس څخه غنم اخیستلی شې نو تېل ولې نشي اخيستلی؟ په دې اړه د پېښور پوهنتون د نړيوالو اړيکو د څانگې استاد ډاکټر خورشید وي او ای ډیوه ته وویل روس د تېلو خرڅولو نه د خپل اقتصاد لپاره اتيا فيصدى ګټه پورته کوي. او تېلو ته سټراټيجکي مواد وېلې کېږي نو ځكه امریکا په روس بندېزونه لګولې دي.
ښاغلي خورشيد وویل پاکستان چونکه د اي اېم اېف ، ازاد تجارت د لوظنامو او اقتصادي نظام د لارې تړلې دې نو که پاکستان دې خواته ځي نو بیا به د امریکا د بندېزنو سره مخامخ کېږي او پاکستان دا وخت بندېزونه نه شي زغملې.
ډاکټر خورشید مخکې وايي تر څو چې د هند خبره ده نو هند د پاکستان نه بېخي مختلف هېواد دی، څنګه چې عمران خان وايي نو دا حقيقت هم دې چې د هغه خارجه تګلاره ازاده ده. بل هند د روسیې سره تاریخي او زړې اړيکې لري. هغه زیاتوي دا وخت امریکا ته د انډيا ضرورت دې او پاکستان ته د امریکې ضرورت دی.
ښکاره دې وى چې د پاکستان تحریک انصاف چېرمېن عمران خان لخوا دعوه شوې چې د هغه تېر حکومت د روس څخه په دېرش فيصدى کم نرخ تېل اخستل خو وروسته د هغه حکومت د امریکا په لمسون ړنګ کړې شو.
پخواني سفير ایاز وزیر ډيوه ته وايي دا مهال هند د پاکستان په نسبت امریکا ته زيات نزدې دې هند د روس نه تېل اخلي او د امریکا د بندېزنو پروا نه کوي او دا ځکه چې امریکا د هند سره خپل مفادات لري او هند د امریکا لپاره لويه منډاي ده.
اېاز وزیر وايي پاکستان نه چې هر هېواد دا خيال کوى چې د امریکا د بندېزنو سره مخامخ نشي. امریکا هم زورور ملک دې، هغه هم خپلو ګټو ته ګورى. که امريکا په يورپ او هندوستان خپه نه ږدي نو د هغوي سره خپل مقصدونه دي خو شاهد چې په پاکستان پښه کېږدي ولې چې د ده سره معاملات نور دي.
مطبوعاتي رپورټونه وايي چې د پاکستان د تېلو درآمدات د زر مبادلې د خڼدانو سره مخ دې او د پاکستان د تېلو صنعت د خام او تېلو مصنوعاتو د درامد لپاره د نړیوال مالياتو د مشکلاتو سره هم مخامخ دی.
د مى په 27 نېټه د پاکستان د خارجه وزارت وېاند هم د روس څخه د تېلو او غنمو د درامد کولو امکانات نه وو رد کړې او ویلي یې وو چې پاکستان ازاده تګلاره لري چې په اقتصادي او قامي ګټو اډاڼه ده.
اسټرېلیا ، کېنېډې او امریکې د روس په تېلو مکمل بندېز لګولی او يورپي ملکونو ویلي روس نه د تېلو په دریو کې دوه برخې درامدات په کم کړي.