لاس رسیدونکی لینک

تازه خبر

شېري رحمان: نړۍ طالبان تسلیمولو ته تیاره نه ده خو پاکستان د طالبانو ترجماني کوي


شېري رحمان
شېري رحمان

د پاکستان د بهرنو چارو وزير شاه محمود قريشى يو ځل بيا غوښتلي چې امریکا دې د افغانستان کنګل کړي نهه بلينه ډالر افغانستان ته ورکړي بلخوا د پاکستان په پارلېمنټ کې د حکومت مخالف یو سیاسي ګوند غړي ويلي د پاکستان حکومت په نړیواله کچه د طالبانو دپاره ترجماني کوي.

د لندن په پاکستان هاٶس کې د پاکستانى وګړو غونډه ته وېنا کې شاه محمود قرېشي وویل په افغانستان کې د انساني بحران مخنیوي دپاره دې برطانيه د افغانستان سره تماس ونيسي او دا چې نړۍ ته نه دي پکار چې په داسى حال کې افغانستان يواځې پرېږدي.

د پاکستان وزير اعظم عمران خان هم په تکرار په نړۍ غږ کړی چى طالبانو دې تسلیم او د حکومت دې یې ملاتړ وکړي.

عمران خان
عمران خان

د ګل، دوشنبې، په ورځ د امریکې په واشنګټن پوسټ ورځپاڼه کې چاپ شوي یو مضمون کې عمران خان وویل په افغانستان کې امن او ثبات د یقیني کولو دپاره دنیا دپاره صحیح کار دا دی چې نړۍ "د افغانستان د نوي حکومت سره ښکیلتیا" ولري.

که یو خوا پاکستان د طالبانو د موقتي حکومت په حق کې په نړيوالا کچه هلې ځلې کوي خو په هيواد کې دننه د حکومت مخالف ګوندونه په دې لړ کې په حکومتي تګلاره ټکونه کوي.

د پاکستان پپپلز ګوند سېنېټرې شېري رحمان ويلي " د طالبانو حکومت په رسميت سره منلو ته نړۍ تياره نه ده او پاکستان د دوى (طالبانو) ترجمانى کوي."

شېري رحمان وویل د پاکستان په ګاونډ کې يوه لويه شخړه راپورته شوي خو حکومت په دى اړه تر دې دمه د پارليمان غونډه نه ده راغوښتې.

شاه محمودقرېشي
شاه محمودقرېشي

د نيشنل ډيموکريټک موومنټ يو مشر او د شمالى وزيرستان نه د قامي اسمبلۍ غړي محسن داوړ د طالبانو د موقتي کابينې د اعلانېدو نه اوړاندې د پاکستان د استخباراتى ادارې مشر د کابل د سفر په اړه په قامى اسمبلۍ کې سوالونه راپورته کړي وو چى دی د چا په اجازت کابل ته تللی وو او په دى اړه پارليمان په باور کې ولې نه و اخیستل شوی.

څېړونکي دا خبرداری هم کوي که طالبانو د نړیوالې ټولنې توقعات پوره نه کړل نو د طالبانو په وکالت پاکستان په اینده کې د ملامتیا او مشکل سره مخامخ کېدلی شي.

ملګرو ملتونو او د امریکې په شمول زیاتره نړیوالې ټولنې د طالبانو په کابینه کې د مېرمنو په غېر موجودګۍ تشویش څرګند کړی دی او د انساني حقونو فعالان وايي طالبان د مېرمنو د حقونو په برخه کې شوی پرمختګ په شا بیايي.

د طالبانو په اړه د پاکستان د موجوده دریځ په اړه د پېښور پوهنتون د صحافت د څانګې استاد او څېړونکي عرفان اشرف وايس اف امريکا ډيوه سره خبرو کې وویل په موجوده حالاتو کې د افغان طالبانو د حکومت په څه ډول هم ملاټر کول د پاکستان لپاره په نړيواله ټولنه کې د ملامتيا باعث ګرځېدلی شي۔

عرفان اشرف وویل " د نړۍ په هېوادونو کې د پاکستان د بهرنيو چارو وزير ګرځي او نه صرف د طالبانو لپاره امداد غواړي بلکې دا اپيل هم کوي چې په افغانستان کې د طالبانو کوم حکومت دی هغه دې تسليم کړي."

محسن داوړ
محسن داوړ

عرفان اشرف وویل که چېرې نړۍ د پاکستان په وېنا طالبان تسلیم کړي "او طالب بيا د نړۍ هغه توقعات پوره نه کړي نو بيا به دا ټوله ملبه (پړه) په پاکستان راځي."

د پيښور پوهنتون د نړيوالو اړيکو څانګې استاز خوړشيد خان واي د افغانستان اقتصاد په مرستو چليږي اوکومې اثاثې چى امريکې منجمد کړى هغه د غربى نړۍ دي اوغربي نړۍ د طالبانو نه غواړى چى دغلته ميشته د ټولو نسلونو پشمول د زنانو او د اقلیتونو سره چلن کې دى دوى بدلون راولي.

بلخوا د طالبانو ترجمان ذبیح الله مجاهد د پاکستان حکومتي ټېلې وژن پي ټي وي سره مرکه کې د طالبان په وکالت کولو د پاکستان شکریه ادا کړه.

هېلو وي او اې په ټي وي

هېلو وي او اې په ټي وي
please wait

No media source currently available

0:00 0:59:58 0:00

بي بي شیرینه

بي بي شیرینه – په ټیلې ویژن
please wait

No media source currently available

0:00 1:59:58 0:00

Recommended

XS
SM
MD
LG