لاس رسیدونکی لینک

تازه خبر

سروی: د بلوچستان او د خېبر پښتونخوا اکثریت ځوانان فکر نه کوي چې د انتخاباتو نتېجې به یې ژوند بدل کړي


د خېبر پښتونخوا 51 فیصدي او په پنجاب او سند کې په ترتیبوارہ توګه 47 او 43 فیصدہ ځوانان د راتلونکو ټاکنو له نتیحو وروستو په خپل ژوند کې کوم لوی بدلون نه ویني
د خېبر پښتونخوا 51 فیصدي او په پنجاب او سند کې په ترتیبوارہ توګه 47 او 43 فیصدہ ځوانان د راتلونکو ټاکنو له نتیحو وروستو په خپل ژوند کې کوم لوی بدلون نه ویني

په پاکستان کې د ځوانانو اکثریت فکر نه کوي چې د کال فېبرورۍ په اتمه کېدونکي عام انتخابات به یې په عام ژوند کې څه بدلون وکړي.

خوانانو الېکشن په اړه خپل نظر د وایس اف امریکا په یو سروی کې شریک کړی دی.

د پاکستان د الېکشن کمېشن ترمخه په هېواد کې د ټولو درج شویو ووټرانو څخه د 56.8 مېلین ووټران د 18 او 35 کلونو ترمنځ خوانان دي چې د مجموعي ووټرانو 44 فیصد برخه جوړېږي.

نزدې نیمایي پاکستاني ځوانان داسې فکر کوي چې د 2024 کال د فبروري الېکشن به یې عام ژوند بدل نه کړي

د وایس اف امریکا سروی د نړېوالې ادارې اپسوس په مرسته کړی ده.

په سروی کې په اسلام اباد او د پاکستان په ټولو صوبو کې په شهري او کليوالو سیمو کې د مختلفو معاشي او سماجي پس منظر ځوانانو رای شامله کړې شوې ده

په سروې کې چې د 18 څخه تر 34 کلنو ځوانانو څخه وپوښتل شول چې د راتلونکو ټاکنو پایلې به د دوی په ورځني ژوند کې تبدلي وکړي؟ نو 48 فیصدو ځوانانو "هیڅکله نه" غورہ کړہ.

د انتخاباتو په هکله دا خیال د یو داسې هیواد د ځوانانو د چې د 18 نه تر 35 کلونو پورې د ووټ ورکونکو شمېر پکې د 44 فیصدي نه برہ دی.

د کارپوهانو په اند، د هېواد په موجوده سیاسي او اقتصادي حالاتو کې د رایه ورکوونکو دغه نظر حقایقو ته ورته ښکاري.

د ځوانانو دا نظرونه چې د انتخاباتو نتیجې يې په ژوند کې بدلون نشي راوستی تر ټولو زیات په بلوچستان کې دي، چرته چې تر 60 فیصدو څخه زیاتو ځوانانو دا څرګندونې کړې دي.

په دویم ځای کې د خېبر پښتونخوا 51 فیصدي او په پنجاب او سند کې په ترتیبوارہ توګه 47 او 43 فیصدہ ځوانان د راتلونکو ټاکنو له نتیحو وروستو په خپل ژوند کې کوم لوی بدلون نه ویني.

د سروې له مخې د کلیوالو سیمو ځوانانو څخه 52 فیصدہ ځوانانو دا نظر زیات دی چې انتخابات به د دوی په ژوند اغېز ونه کړي .هم دغه شان د ناربنه ؤ په مقابل کې ښځې ډېر احساس کوي چې ټاکنې به یې په ژوند کې هیڅ بدلون را نه ولي.

نتیجې حقیقت ته څومرہ نزدې دي؟

د لاهور په LUMS یونېورسټۍ کې د سیاسیاتو پروفېسر ډاکټر رسول بخش ریس وایي چې په پاکستان کې په جمھوریت د خلکو اعتماد نشته.

د هغه په وینا، ډېر خلک په رسنیو کې خپل نظر څرګندوي، چې د فبرورۍ د اتمې ټاکنې به رڼې نه وي. دغه راز دوی په پوځ، عدالت، سیاسي ګوندونو او پارلېمان هم باور نه لري. په داسې حالاتو کې دا نظر سم ښکاري چې تر ټاکنو وروسته هم خلک په خپل وضعیت کې کوم لوی بدلون نه ویني.

د وائس اف امریکا سرہ په خبرو کې ډاکټر رسول بخش رئیس وویل چې پخوا به په انتخاباتو کې لاسوهنه پټه وہ خو اوس ښکارہ دہ. په داسې حالت کې باید وکتل شي چې په راتلونکي کې داسې یو سیاسي نظام چې هم باثباته وي او هم پرې د ولس باور وشي، څنګه رامنځته شي؟

د نړیوال بېنک اقتصاد پوہ او څیړونکی ډاکټر ایوب مھر وایي، په پاکستان کې هغه کسان چې فکر کوي چې انتخابات به سیاسي ثبات راولي او د عامو خلکو په ژوند کې به بدلون راولي، په حقیقت کې غربي جمھوریت ته ګوري او خپل هېواد پرتله کوي.

هغه وایي چې په لوېدیځ کې سیاسي ګوندونهخپل اقتصادي پروګرام وړاندې کولو دپاره منشور شایع کوي وي او بیا په همدې پروګرام کې رای ترلاسه کوي. د دې پروګرام پورہ کول یوې برخې ته ګټه رسوي او په بلې برخې بار زیاتوي.

په هرصورت، د ډاکټر ایوب په وینا، که په پاکستان کې د سیاسي ګوندونو منشور ته وکتل شي دا د منشور په پرتله د دوی د "خواهش لیسټ" یا د خواهشاتو فهرست وي چې سیاستوال وایي چې دوی به دومرہ دندې ورکړي. یا دومرہ کورونه جوړ کړي، ګراني او بې روزګاري به کمه کړي او مالیه به له منځه یوسي.

د ډاکټر ایوب په وینا، دا ډول هیلې او ژمنې به عامو خلکو په ژوند کې هیڅ توپیر پېدا نه کړي.

د ډاکټر ایوب مھر په وینا، د عامو خلکو د اقتصادي ستونزو د اټکل لپارہ د اکنامک مزري انډېکس (اقتصادي بدبختۍ پېمانه" جوړہ شویدہ. د اقتصادي کړکېچ دغه پېمانه امریکایي اقتصاد پوہ ارتور اکان جوړہ کړې وہ. چې له مخې یې بېوزلي د بېکارۍ او ګرانۍ په .وجه زیاتېږي او د عامو وګړو د اقتصادي وضعیت معلومولو لپارہ همدغه دوہ طرېقې لیدل کېږي.

هغه وایي چې د میزري انډیکس له مخې په پاکستان کې د ګرانۍ او بې روزګارۍ وضعیت ښه شوی نه دی. عام انسان د دې دوو شیانو څخه متاثرہ کیږي او دواړہ د خرابیدو په حال کې دي.

د ډاکټر مھر په وینا، د دغو شرایطو له امله که چري 48 سلنه ځوانان ټاکنې د خپل ورځني ژوند لپارہ بې معنې ګڼي نو دا د یوې خطرې علامت دی، چې د انتخاباتو عمل هم زیانمولی شي.

نتېجې څنګه مؤثرہ کیدی شي؟

د سروی داسې ګډونوال چې تر یو حدہ د انتخاباتو نتیجو ته خوشبینه وو نه وپوښتل شول چې دوی څنګه فکر کوي چې دا به د دویپه ورځني ژوند کې مثبت فرق راولي؟

د دې پوښتنې لپارہ دوی ته د ځواب اپشنز (خوښه) نه وہ ورکړی شوې بلکې غوښتل شوي وو چې خپل نظر په خپلو الفاظو کې څرګند کړي.

د سروی له مخې ډېرو ځوانانو ویلي، چې د ټاکنو پایلې یوازې هغه مھال بدلون راوستلی شي چې رڼې وي او ټاکل شوي استازي د خپل منشور مطابق کار وکړي.

د سروی ګډونوالو وویل، که ناسمې پرېکړې وشي، د ټاکنو پایلې به یې په ورځني ژوند منفي اغېز وکړي.

رایه ورکوونکو دا هم ویلي، چې د ټاکنو پایلې به هغه مھال اغېزمنې وي چې نوی حکومت خپلې زموارۍ په ښه توګه پورہ کړي او د بېوزلو حالت معلوم کړي.
..................
د وایس اف امریکا او اېسوس په سروی کې د 2024 کال د جنورۍ د 3مې او 12مې ترمنځ د تلیفون له لارې برخه اخیستونکو رایه ورکړہ. د سروی په پایلو کې د تېروتنې امکان (مارجن اف ایرر) مثبت-منفي دوہ فیصدہ دی.

Forum

هېلو وي او اې په ټي وي

هېلو وي او اې په ټي وي
please wait

No media source currently available

0:00 0:59:58 0:00

بي بي شیرینه

بي بي شیرینه – پاکستان کې غربت زیات شوی، وجوهات یې څه دي؟
please wait

No media source currently available

0:00 1:59:59 0:00

Recommended

XS
SM
MD
LG