د مصر نه مخکې قطر په غزه کې د اور بند او د اسرایل او د حماس ترمنځ د مذاکراتو په کوښښونو کې وړاندې و خو مصري چارواکي وویل قطر د اسرایل دا غوښتنې نه دي منلي چې د حماس چارواکي دې ملک بدر کړي او د ډلې په مالي وسیلو دې قدغنونه ولګوي نو ځکه د امن په تازه کوښښونو کې د دوحه برخه اوس کمه ده
د پاکستان الېکشن کمېشن د معلوماتو له مخې، په دغه هېواد کې له 122.9 میلیونو څخه زیاتو رایه ورکوونکو څخه 58.6 میلیونه رایې ورکوونکي د 18 او 35 کلونو ترمنځ دي
د سروی له مخې ډېرو ځوانانو ویلي، چې د ټاکنو پایلې یوازې هغه مھال بدلون راوستلی شي چې رڼې وي او ټاکل شوي استازي د خپل منشور مطابق کار وکړي
د پاکستان د نورو صوبو په پرتله د بلوچستان ځوانانو تر ټولو صادق او ایماندار امیدوار ته ترجیح ورکړې چې پکې 66 فیصدہځوانان د خپلې خوښې تن غواړي چې لوړ اخلاقي معیارونه ولري
No media source currently available