لاس رسیدونکی لینک

تازه خبر

د وایس اف امریکا د ځوانانو نظر پوښتنه/ سروی


د وایس اف امریکا د ځوانانو نظر پوښتنه
د وایس اف امریکا د ځوانانو نظر پوښتنه

د سروی د ټولو نه اهمې نتېجې

  • د ځوانانو دروند اکثرت ووټ ورکول غواړي
  • د اکثریت خیال دی چې انتخابات په صفا او شفاف وي
  • د ځوانانو ترمخه پوځ د ټولو نه زیاته د اعتماد وړ اداره ده او ځوانانو په الېکشن کمېشن د ټولو نه کم اعتماد اظهار کړی
  • ګراني د ټولو نه لویه مسله ده چې په بنیاد به يې ځوانان ووټونه ورکوي
  • د ځوانانو نیمايي ګڼي چې د انتخاباتو نتیجې به يې به امروزه ژوند اثر و نه لري
  • د پاکستاني ځوانانو اکثریت د افغان کډوالو د ملک بدر کولو حمایت کوي
  • د ځوانانو اکثریت هندوستان سره د ښو تعلقاتو خواهشمند دي
  • د ځوانانو د قابل ذکر تعداد په فکر امریکا په انتخاباتو کې ټګي کولی شي

په پاکستان کې د کال ۲۰۲۴ د فېبرورۍ په اتمه کېدونکو انتخاباتو دپاره د پینځو کروړو او ۸۶ لکو نه زیات ځوانان د ووټ ورکولو اهلیت لري. د ځوانانو دغه شمېر د پاکستان د مجموعي ووټرانو ۴۴ فیصد برخه ده.

وایس اف امریکا په اینده انتخاباتو کې په ملکي مسایلو او په قومي ادارو د اعتماد په اړه د ځوانانو د ووټ ورکولو په رجحان سروی کړې ده. وایس اف امریکا دا سروی د مشهورې کمپنۍ اپسوس په مرسته کړې چې په کې د جنورۍ د دریمې نېټې نه د جنورۍ تر ۱۲ نېټې پورې د ۱۸ نه تر د ۳۴ عمر ځوانانو سره خبرې شوې دي.

په سروی کې په اسلام اباد او د پاکستان په ټولو صوبو کې په شهري او کليوالو سیمو کې د مختلفو معاشي او سماجي پس منظر ځوانانو رای شامله ده.

ایا انتخابات به شفاف وي؟

د عام تاثر برعکس په سروی کې ۶۵ فیصد ځوانانو امید څرګند کړی چې انتخابات به بې درغلیو/ شفاف وي.

د عام تاثر برعکس په سروی کې ۶۵ فیصد ځوانانو تمه څرګند کړی چې انتخابات به پاک وي.
د عام تاثر برعکس په سروی کې ۶۵ فیصد ځوانانو تمه څرګند کړی چې انتخابات به پاک وي.

کومه اداره په انتخاباتو اثر انداز کېدلی شي؟

د ځوانانو د اکثریت خیال و چې د پاکستان یوه اداره هم د اتمې فېبرورۍ په انتخاباتو نه شي اثرانداز کېدلی لیکن د دوی په خیال که په انتخاباتو کې کومه اداره په ممکنه توګه مداخلت کولی شي نو د ځوانانو اکثریت ګڼي چې دا اداره پوځ دی.

د ځوانانو اکثریت ګڼي پوځ په انتخاباتو اثر غورځولی شي.
د ځوانانو اکثریت ګڼي پوځ په انتخاباتو اثر غورځولی شي.

کوم بل هیواد په انتخاباتو اثر غورځولی شي؟

کوم ملک په الېکشن اثر انداز کېدلی شي؟ په هرو څلورو کې یو ځوان ګڼل چې امریکا په انتخاباتو اثر انداز کېدلی شي.

کوم نور هیوادونه په انتخاباتو اثر غورځولی شي؟
کوم نور هیوادونه په انتخاباتو اثر غورځولی شي؟

په کومه اداره څومره اعتماد دی؟

په سروی کې د قومي ادارو په اړه د اعتماد لړ کې د پوښتنې په جواب کې ۷۴ فیصد ځوانانو په پوځ د اعتماد اظهار وکړو. په دویمه شمېره ځوانانو سپریم کورټ د اعتماد وړ اداره وټاکله. ځوانانو په الېکشن کمېشن د ټولو نه کم اعتماد کړی دی.

د پوښتنې په جواب کې ۷۴ فیصد ځوانانو په پوځ زیات باور څرګند کړی خو په الېکشن کمېشن د ټولو نه کم باور لري.
د پوښتنې په جواب کې ۷۴ فیصد ځوانانو په پوځ زیات باور څرګند کړی خو په الېکشن کمېشن د ټولو نه کم باور لري.

ایا ځوانان به ووټونه ورکوي؟

په سروی کې شامل ۷۰ فیصد ځوانانو وویل چې په اتمه فېبرورۍ په الېکشن کې ووټ ورکوي. په دې کې به زیاتره هغه ګوند ته ووټ ورکوي چې په ۲۰۱۸ کې يې ورته ورکړی و. په هرو پينځو کې یو ځوان دا ځل کوم بل ګوند ازمایل غوښتل. قریباً ۱۷ فیصد ځوانانو دا هم وویل چې هېڅ چا ته هم ووټ نه ورکول غواړي.

په سروی کې شامل ۷۰ فیصد ځوانانو وویل چې په اتمه فېبرورۍ په الېکشن کې ووټ ورکوي
په سروی کې شامل ۷۰ فیصد ځوانانو وویل چې په اتمه فېبرورۍ په الېکشن کې ووټ ورکوي

د ځوانانو دپاره د ووټونو اهمې مسلې څه دي؟

د سروی ترمخه د ځوانانو دپاره د ټولو نه لویه مسله ګراني ده او ووټ په ورکولو کې به دا په نظر کې ساتي. د ځوانانو لوی اکثریت د دې ارادې اظهار هم وکړو چې د ووټ ورکولو په مهال به د مذهب او د رای ازادۍ ته هم اهمیت ورکوي.

د وایس اف امریکا په سروی کې دا خبره هم مخې ته راغلې ده چې د ۴۸ فیصد ځوانانو په خیال د الېکشن نتیجې به د دوی په امروزه ژوند څه فرق نه کوي.

د سروی ترمخه د ځوانانو دپاره د ټولو نه لویه مسله ګراني ده
د سروی ترمخه د ځوانانو دپاره د ټولو نه لویه مسله ګراني ده

خارجه تعلقات: ځوانان سوچ کوي؟

د سروی د نتېجې ترمخه ۶۹ فیصد ځوانان ګڼي پکاره ده چې ګاونډې ملک هندوستان سره تعلقات ښه وي. د ځوانانو اکثریت، ۶۶ فیصد، د پاکستاني حکومت دا تګلاره تاید کړه چې غېر قانوني افغانان دې ملک بدر کړی شي. د هرو څلورو څخه دریو پاکستانیانو د چین او پاکستان اقتصادي منصوبه سي پېک پاکستان دپاره ګټه وره وبلله. د سروی ترمخه، د سي پېک منصوبه د پاکستان په ټولو صوبو کې یو شان مقبولیت لري.

د سروی د نتېجې ترمخه ۶۹ فیصد ځوانان ګڼي پکاره ده چې ګاونډې ملک هندوستان سره تعلقات ښه وي.
د سروی د نتېجې ترمخه ۶۹ فیصد ځوانان ګڼي پکاره ده چې ګاونډې ملک هندوستان سره تعلقات ښه وي.

په سیاست کې دلچسپي څومره ده؟

د سروی ترمخه د پاکستان قریباً نیمايي ځوانان سیاست سره ذیاته دلچسپي نه لري. ۳۰ فیصد ځوانانو وویل چې د یو یا د بل سیاسي ګوند ملاتړ کوي او غواړي چې په هلو ځلو کې يې شرکت وکړي. د پینځو څخه د دریو ځوانانو خیال و چې سیاسي مشران د دوي په توقعاتو یا ترجیحاتو نه پوهېږي. د ښځو او په کلیوالو علاقو کې ځوانان دا رای زیاته لري.

د سروی ترمخه د پاکستان قریباً نیمايي ځوانان سیاست سره ذیاته دلچسپي نه لري.
د سروی ترمخه د پاکستان قریباً نیمايي ځوانان سیاست سره ذیاته دلچسپي نه لري.

Forum

هېلو وي او اې په ټي وي

هېلو وي او اې په ټي وي
please wait

No media source currently available

0:00 0:59:58 0:00

بي بي شیرینه

بي بي شیرینه – پاکستان کې غربت زیات شوی، وجوهات یې څه دي؟
please wait

No media source currently available

0:00 1:59:59 0:00

Recommended

XS
SM
MD
LG